تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آیا دپور زکات پوروړي ته ورکولي شم اوکه نه ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2022
  0
 
 
پوښتنه: محترم مفتي صاحب! زما پریو نفر تقریباً یو دیرش لکه پور باندي دی، هغه نفر په دې پور باندي اقرار هم کوي مګر څه په لاس کي نه لري چي رايې کړي  د دغو پیسو زکات پرما سته او کنه، که وي د غه پور زه په زکات کي ورپرېښودلای سم او کنه، او زما د نوري سرمايې زکات زه ودغه پوروړي ته ورکولای سم او کنه؟
 
جواب: مبسلاً و حامداً
د دغو پیسو (پور) زکات  پرتادی، د پور په ورمعافولو سره زکات نه اداء کیږي، البته کله چي پوروړی د زکات مستحق وي دا طریقه هم جواز لري چي وده ته د دغه مال یا نور مال زکات  ورکړل سي او دده له قبض څخه وروسته بیرته دغه مال په پور کي ځني واخیستل سي.
والله اعلم بالصواب
 
------------------------
 
( وَلَوْ كَانَ الدِّينُ عَلَى مُقِرٍّ مَلِيءٍ أَوْ ) عَلَى ( مُعْسِرٍ أَوْ مُفَلَّسٍ ) أَيْ مَحْكُومٍ بِإِفْلَاسِهِ ... ( فَوَصَلَ إلَى مِلْكِهِ لَزِمَ زَكَاةُ مَا مَضَى ).
(درمختار مع ردالمحتار: ج۲، ص۱۰، کتاب الزکوة).
 
 
وَاعْلَمْ أَنَّ أَدَاءَ الدَّيْنِ عَنْ الدَّيْنِ وَالْعَيْنِ عَنْ الْعَيْنِ ، وَعَنْ الدَّيْنِ يَجُوزُ وَأَدَاءُ الدَّيْنِ عَنْ الْعَيْنِ ، وَعَنْ دَيْنٍ سَيُقْبَضُ لَا يَجُوزُ .
وَحِيلَةُ الْجَوَازِ أَنْ يُعْطِيَ مَدْيُونَهُ الْفَقِيرَ زَكَاتَهُ ثُمَّ يَأْخُذَهَا عَنْ دَيْنِهِ ، وَلَوْ امْتَنَعَ الْمَدْيُونُ مَدَّ يَدَهُ وَأَخَذَهَا لِكَوْنِهِ ظَفِرَ بِجِنْسِ حَقِّهِ ، فَإِنْ مَنَعَهُ رَفَعَهُ لِلْقَاضِي . (ردالمحتار: ج۲، ص۱۲، کتاب الزکوة).
 
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي                                      المجیب: مفتي عبدالولي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته