تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولادونو په محبت کي احتیاط او اعتدال وکړئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 12, 2021
  0


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:إِنَّ الْوَلَدَ مَبْخَلَةٌ مَجْبَنَةٌ مَجْهَلَةٌ مَحْزَنَةٌ. [المستدرک 5284]


یعني اولاد ځای د بخالت، بې غیرتۍ، ناپوهۍ او غمګینۍ دی.


توضیح: یعني اولاد ددې لامل جوړیږي چي انسان دي ددوی په خاطر بخالت وکړي او مال دي په صدقه او خیرات باندي ورنکړي آن تردې چي ځیني خلګ خو د خپل اولاد لپاره فرض زکات هم نه ورکوي.


همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږي چي انسان دي بې غیرته سي او د اولاد پخاطر دي جهاد پسې پریږدي ځکه دیری وختونه انسان د خپلو اولادونو په فکر د جهاد څخه پاتیږي.


همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږي چي انسان دي ناپوه سي یعنې د اولاد په خاطر دي د علم او پوهي د تحصیل څخه پاته سي، داسي ډېري بېلګي سته چي ځیني خلګ مخکي تردې چي واده وکړي او د اولاد خاوند سي درسونه او سبقونه وایي خو کله چی واده وکړي او اولاد یې پیدا سی نور نو درسونه او سبقونه د همدغه اولاد په خاطر پسې پریږدي.


همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږي چي انسان دي غمګینه سي ځکه چی د اولاد د روزۍ، صحت او پالني غم تل ورسره وي او په هر هغه شي باندي غمګینه کیږي کوم چي دده اولاد ورباندي زوریږي.


نو باید د اولاد سره په محبت کی دډېر احتیاط او اعتدال څخه کار واخیستل سي.


ماخذ: اسلامي مقالې


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته