تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایمان زياتوالى او کموالى نه مني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2021
  0

ایمان زياتوالى او کموالى نه مني


رالیږونکي: منصوراحمد زیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


الايمان لا يزيد ولاينقص ، معنی ایمان نه زیاتیږي او نه هم کمېږي. بې شکه داد امام صاحب قول دي ، خو په تعبیرکي يې خلکو غلطي کړې ده، نه يوازي محدثينو او شافعيه ، بلکي خپله احنافو.


دایمان زیاتوالی او کموالی په دوه لحاظه کيدالی شي ، یو دا چي له مقوله کیف څخه وي، چي پکي شدت او ضعف ممکن دی یا په نورو الفاظو داسي وویل شي چي ایمان ديقين نوم دي او دیقین مراتب مختلف دي. حضرت ابراهیم علیه السلام چي کله خدای تعالی ته وویل چي ته مړه څرنګه راژوندي کوي!، نو هغه ورته ارشاد و کړ: اولم تؤمن ،څرنګه ، تر اوسه پوري تاته یقین شوی نه دي. عرض یې وکړ چي يقين حتمي دي ،خو ليطمئن قلبي ،نور زیات اطمینان غواړم.

 

الله عزوجل په زیاتو ایاتونو کي څرګنده کړې ده چي په ایمان کي زیاتوالی راځي زادتهم إيمانا.

 

په دې مسئله کي صریح نص موجود دي، خو امام ابوحنیفه ته په دې معنی نه انکار شته او نه هم هغه مهال دا موضوع تربحث لاندي وه.

 

د امام صاحب د دعوې منشاء بله ده او هغه بالکل صحیح ده، کومو وګړو چي عمل دایمان جزء ګاڼه ، دهغوی مذهب دي چی ایمان دمقدار په لحاظ زیاتیږي او کمیږي، کوم کس چي داعمالو زیات پابند وي هغه زيات مؤمن دي، او ګنهګار کم مومن دي. محدثین هم د دې مدعي او په دې اړه دلائل راوړي. علامہ قسطلاني، دصحیح بخاري په شرح كي لیکي:

 

"فاعلم ان الايمان يزيد بالطاعات وينقص بالمعصية "ایمان ، دثواب په کار کولو سره زیاتیږي او دګناه په کار کولو کمیږي". نورو محدثینو هم ځاي ځاي داڅرګنده کړې ده. امام ابوحنیفه په همدې اعتبار دایمان دزیاتوالي او کموالي منکرو. دهغه په نزد چي کله اعمال دایمان جز نه دي، نو داعمالو په کموالي اوزیاتوالي په ايمان كي تغير نه راځي او دابالکل صحیح ده. په حديث شريف کي راغلي دي چي ابوبكر په تاسو کوم غوره والي لري هغه دزیاتو روژو او لمونځونو په وجه نه ده، بلکي دهغه څه له امله ده چي دده په زړه کي دي.


لنډه داچي دامام صاحب دادعوه نه ده چي ایمان د کیفیت له مخي زیاتوالي او کموالی نه مني ، بلکي هغه ادعا کوي چي ایمان دمقدار له مخي نه زیاتیږي او نه هم کمیږي. دا دعوه ددې خبري فرع ده چي اعمال دایمان جزء نه دي، او دا موږ اوس ثابته کړه.


ماخذ : سیرت النعمان 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته