تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عمر رضي الله عنه د شهادت درناکه کېسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 8, 2022
  0

 

تعلیم الاسلام  ویب پاڼه


كله چی حضرت عمر رضي الله عنه ديومجوسي غلام، ابولؤلؤ له خوادسهاردلمانځه په حالت کې، په محراب کي په خنجر ووهل سو نوزخم يي دومره ژور وو، چه کله به يي شیدې وچیښلې نوهغه شېدې به ترهغه زخم .  


بيرته راوبهېدلې. معالج طبيب : ورته وويل چه أمير المؤمنينه وصيت کړه ستاسو حالت ښه ندی، کیداسي ژوندی نسې پاته. ده وخپل زوی ته ورږغ کړ ،ای عبدالله ورسه ماته ژر، حذيفة بن اليمان ...راوله.


بايد يادونه وکړم چه حذيفه ابن ايمان هغه صحابي وو چه درسول الله صلی الله عليه.دراز خاوند وو، اودمنافينو ټول ليست دهغه سره موجود وو ، هغه چه دالله اودرسول پرته بل هیڅوک ورباندي نه ووخبر، کله چه حذيفة حاضرسو، نوحضرت عمر رضي الله عنه په داسي حال کي چه دزخم نه ئي ويني دسيلاب په څيرراخوټېدلې، ورته وويل ، چه ستادي په الله قسم وي راته ووايه: 


چه زمانوم خوبه دمنافقينو په ليست کي نه وي موجود..؟


حذيفة رضي الله عنه پټه خوله  وو ، دسترگو څخه ئي اوښکي رواني وې: 


بيايي ورته وويل چه.ای اميرالمومنين ته دهغه راز افشا کول راڅخه غواړې کوم چی ماته دالله درسول له امانت سپارل سوی. معذرت غواړم نسم درته ويلای، خوحضرت عمر رضي الله عنه بيا دالله پرنامه پوښتنه ورځني وکړه،.نوحذيفه ابن اليمان رض، په داسي حال چه ترسترگو يي اوښکي روانې وې ورته وويل په الله قسم کوم چه ستانوم زماسره په ليست کی هيڅ وجود نلري، اوستاڅخه پرته دغه خبره به ما بل هيچا ته هم نه وای کړې: 


حضرت عمر وخپل زوی عبدالله :ته وويل چه په دنيا کی می صرف دغه يو آرمان پاته دی، هغه داچه درسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنگ مي خاوروته وسپاری،


بيائي خپل زوی ته وويل چه ته عائشة (أم المؤمنين ) .. ته ورسه اوورته ووايه.


عمر غواړي دخپلو دوو ملگرو سره يوځای ستا په حجره کي يوځای دفن سي ،


داسي مه ورته وايه چه أمير المؤمنين ويل بلكه ورته ووايه چه عمرويل..


حضرت عايشې رضي الله عنها. چه دعمررض دغه حالت وليدی نوسخت ئي زړه نرم سو..


نويي وعبد الله ابن عمر رضي الله عنه ته وويل چه دغه ځای مادځان لپاره ځانگړې کړی وو. اوهيچاته مي نه ورکاوه.خواوس زه آماده يم، چه خپل دغه ځای وحضرت عمر ، ته ورپرېږدم،


عبدالله ابن عمر ډېر خوشحاله سو اوخپل پلار ته راغلی ويل ئي پلارجانه حضرت عايشي  د دفن کولو اجازه وکړه..


 بيا ابن عمر رضی الله عنه دخپل پلار سر دخاوروڅخه راپورته کړی اوپه خپله غيږ کي ئي دپلار مبارک سرکښېښودی ، اودهغه دمبارک سر څخه ئي خاوري پاکولې.


حضرت عمر رضي الله عنه وخپل زوی ته سترگی ورواړولی ويل ئي بچيه زماسرپرخاورو کښېږده، چه دغه دغسي خوار ، اوزار .اوپه خاورولړلی، د الله(جل جلاله) حضور ته ورسم.ډېر افسوس به وي که الله تعالی زه ونه بخښلم..


بیایي وخپل زوی ته د وروستي ځل لپاره داخبره وکړه چه حذيفه ابن اليمان داسی سړی دی، چه ماته مخامخ خبره نکوي. کچيري ده پرمادجنازې لمونځ وكړ،


نو بيامي درسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنگ خاوروته وسپاری اوکه يې دلمانځه څخه منعه وکړه. نوتاسي پوسی چه زماپه اړه باندي يوڅه حتما موجود دي..اوزه نالائقه يم. 


بيامي دعامو مسلمانانو په يو هديره کي ښخ کړی،ددغه وصیت څخه ورسته حضرت عمر رضي الله عنه خپل پاک روح  و خپل خالق ته  و سپاری اودتل لپاره داسي يومشرد مسلمانو څخه ولاړی چه بيايي هيڅكله بديل اوسیال پیدانسي.


کله چه عمر رضي الله عنه وفات سو ،نو حذيفه ابن اليمان رضي الله عنه ئي دجنازې لمونځ اداکړ .اوبيا دخپلو د وو  ملگرو ، رسول الله صلى الله عليه وسلم اوبوبكرالصديق رضي الله عنه سره يوځای دحضرت عائشې رضي الله عنها په حجره کي خاوروته وسپارل سو.


الله تعالی.دي دحضرت عمر رضي الله عنه څخه راضی سي ، اوموږ دي هم الله تعالی دده پرنقش قدم روان کړي آمین یارب العلمين،


ماخذ : پښتو حکایتونه 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته