تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شیخ صاحب په سېنما کي!!!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2022
  0

عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دکتور محمد بن عبدالرحمن وايي:  یو ځوان راته وویل: چي زموږ د کلي په مسجد کي یو لوی عالم امام وو، هغه خپل ژوند خلکو ته په ښوونه او لمانځه کي تېر کړی وو. شیخ صاحب متوجه سوی وو، چي د لمونځ کوونکو شمېر ورځ په ورځ پر کمېدو دی، هغه دوی ته اهمیت ورکاوه او خپل اولادونه یې ګڼل. نوموړي شیخ صاحب یوه ورځ لمونځ کوونکو ته مخ راوګرځاوه او ویې ویل: څه لامل دی، چي زیاتره خلک په ځانګړي توګه ځوانان مسجد ته نه راځي او بلکل مسجد نه پېژني؟


لمونځ کوونکو وویل: هغوی په سېنما او د لهو او لعب په ځایونو کي بوخت دي. 


شیخ صاحب وویل: سېنما؟ سېنما څه شی ده؟


د لمونځ کوونکو څخه یوه وویل: سېنما یوه غټ صالون(تالار) دی، یو لوی غټ ځای لري چي ښځي نڅا پر کوي او خلک ورته ګوري.


شیخ صاحب: په الله جل جلا له سره پناه غواړم! دا خلک چي دا نڅاګرو ښځو ته ګوري مسلمانان دي؟ 


لمونځ کوونکو وویل: هو.


شیخ صاحب: په پوره بېزارۍ سره وویل: «لاحول ولاقوة الا بالله» دې خلکو ته باید نصحیت وکړو.


لمونځ کوونکو وویل: شیخ صاحب! غواړې چي دننه په سېنما کي خلکو ته نصیحت وکړې؟


شیخ صاحب وویل: هو، نو را ولاړ سو، د مسجد څخه ووتی او ويې ویل: راځئ! چي سېنما ته ولاړ سو.


هغوی غوښتل چي شیخ صاحب د تلولو څخه منعه کړي، ده ته یې وویل: خامخا به پر موږ مسخرې وکړي او موږ ته به تکلیف او ضرر ورسوي.
شیخ صاحب وویل: آیا موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د امتیانو څخه نه یو؟


نو د یوه لمونځ کوونکي لاس یې ونیوی او ويې ویل: سېنما راوښیه؟


شیخ صاحب په پوره رښتین ولۍ او استقامت سره ګام اخیست او سېنما ته ورسېدل.


د سېنما څښتن کله چي یې دوی له لیري څخه ولیدل، فکر یې وکړ چي یو دیني مجلس ته ځي، مګر چي دا یې ولیدل چي د ده لوري ته را روان دي حیران سو، کله چي ده ته را ورسېدل هغوی ته یې وویل: څه شی غواړئ؟


شیخ صاحب وویل: غواړو چي هغو کسانو ته چي په سېنما کي دي نصیحت وکړو.


د سېنما څښتن حیران سو او د دوی د وړاندیز د منلو څخه یې بخښنه وغوښته، مګر شیخ صاحب دی یواځي کړ، د دې کار لوی ثوابونه یې ورته یاد کړه، خو هغه ونه منله. کوښښ یې وکړ چي د پیسو په بدل کي یې راضي کړي. بالآخره هغه سړي د زیاتو پیسو په بدل کي چي د یوې ورځي ګټه یې وه، خوښ سو او د دوی د غوښتني سره موافق سو او د دوی څخه یې وغوښتل چي سبا ورځ د سېنما د کار د شروع سره دي راسي.


سبا ورځ خلک د پروګرام شروع ته په انتظار دي، چي ناڅاپه پردې ایسته سوې، مګر په حیرانتیا سره یو عزتمند شیخ یې ولیدی، چي پر چوکۍ ناست دی. خلکو تکان وخوړی، ځينو خلکو دا فکر وکړ چي دا یوه تمثیلي ټوټه ده.


شیخ صاحب په بسم الله، حمد او درود شریف سره خپلي خبري پیل کړې او وروسته یې خلکو ته په نصیحت شروع وکړه.


خلکو یوه او بل ته وکتل، ځینو خلکو خندل، ځینو نیوکه کول او ځينو د شیخ صاحب خبري مسخرې ګڼلې، مګر شیخ صاحب د دوی دې کارو ته توجه ونه کړه او خپل نصیحت ته یې ادامه ورکړه. 


تر څو چي د ناستو کسانو څخه یو ولاړ سو او د خلکو څخه یې وغوښتل چي د شیخ صاحب خبرو ته غوږ ونیسئ. خلک چپ سوه، لږ - لږ آرامي د هغو پر زړونو راغله، ږغونه ختم سوه او د شیخ صاحب د اواز پرته بل اواز نه اورېدل کېدی. 


داسي خبري یې وکړې، چي مخکي یې نه وې اورېدلي. داسي آیتونه چي غرونه یې لړځول، د توبې په اړوند یې حدیثونه، بېلګي او کیسې بیان کړې. 


په داسي حال کي چي خپلي اوښکي یې پاکولې وویل: ای خلکو! تاسو ډېر ژوند وکړ او الله جل جلا له نافرماني مو ډېره وکړه، مګر د ګناهونو خوند څه سو؟ خوند سې ولاړی مګر عملنامې توري پاته سوې او د قیامت په ورځ به د هغه په اړه وپوښتل سئ، داسي ورځ به راسي چي ټول څه به له منځه لاړ سي او یواځي به یو قهار څښتن جل جلا له وي.


ای خلکو! آیا خپلو اعمالو ته مو کتلي دي؟ آیا دا فکر مو کړی دی، چي دا اعمال تاسو چیري بیايي؟ 


تاسو د دنیا د اور طاقت نه لرئ، چي دا یواځي د دوږخ د اور اویایمه برخه ده. مخکي له دې څخه چي موقع له لاسه ورکړو، راسئ چي توبه وکاږو.  د شیخ صاحب خبري د زړه څخه راوتلې، پر همدې اساس د خلکو پر زړونو لګېدلې.


خلکو ژړل او شیخ صاحب ډېر نصیحت ورته وکړ، وروسته یې د هغوی له پاره د رحمت او بخښني دعا وکړه. هغوی هم آمین پرې وایه.


شیخ صاحب تر دې وروسته په ښه عزت او احترام سره د خپلي چوکۍ څخه ولاړ سو او د سېنما څخه ووتی. ټول خلک په ده پسې د سېنما څخه ووتل. هو، ټوله خلک.


د هغوی توبه د هغه شیخ صاحب پر لاس وه، پوه سول چي په دنیا کي د دوی ژوند د څه له پاره دی؟ پوه سول چي دا نڅا او خوند یې کله چي عملنامې وېشل کیږي هیڅ ګټه نه لري. حتی د سېنما مسؤل هم توبه وکښل او د خپلو تېرو سوو کارونو څخه پښېمانه سو.

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته