تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جنت نعمتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 11, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په صحیح مسلم کي له حضرت مغیره بن شعبه (رضي الله عنه)څخه روایت دی چی رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمایل: حضرت موسی(عليه السلام) له خپل رب څخه پوښتنه وکړل چي له جنتیانو څخه تر ټولوکمي درجې سړي به څه حال وي؟ الله تعالی جواب ورکړ، دا به هغه سړی وي چي تر ټولو جنتیانو وروسته به جنت ته داخل شي، هغه ته به وویل شی چي جنت ته داخل شه، دی به ووایي ای زما ربه زه څرنګه داخل شم. حال دا چي خلک پخپلو درجو کي اوسي او پر خپلو برخو يې قبضه لګولي ده؟

هغه ته به وویل شي آیا ته دا خبره نه خوښوې چي تاته د دنیا له پاچاهانو څخه د یوه پاچا په مثل پاچاهي در کړل شي؟ هغه به ووايي هو ای زما ربه ! که داسي وشي زه په دې باندي راضي يم، وروسته به الله تعالی وفرمایي ستا لپاره هغه پاچاهی ده او د هغه په مثل او د هغه په مثل او د هغه په مثل او د هغه په مثل او پر پنځم وار به هغه ووایي ای زما ربه ! بس نور زه بالكل راضي يم.


الله تعالی په هغه ټول څه ورکړي وروسته به ورته و فرمایی دغه ټول شیان ستا لپاره دي او د دغه په مثل لس چنده نور هم تاته درکول کیږي او پرته له دغه چي ستا نفس هر څه وغواړي او هر شي ته يې شوق وشي، زه هغه ورکوم.


هغه به بیا ووایي ای زما ربه! زه بالكل راضي شوم ، حضرت موسی (عليه السلام) الله (جل جلاله) ته عرض وکړ چي په جنتیانوکي تر ټولو د اعلی درجی شخص حال به څنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: دا هغه کسان دي چي ماته ډېر محبوب دي، ما د دوی د عزت او وقار درخته په خپل لاس لګولی ده او پر هغی مي مهرلګولی دی چي پرته له دوی يي بل هیڅوک نه شی لیدای ، دوی ته به داسی څه ورکړل شي چي هیڅ سترګو به نه وي لیدلې، هیڅ غوږ به نه وي اوریدلی او د هیڅ انسان په زړه کي به د هغوی خیال نه وي ورګرځېدلي. 


صحیح مسلم، کتاب الإیمان، باب أدنى أهل الجنة منزلة فيها


ماخذ : افضل الحکایات


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته