تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فرعون
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 18, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د مصر بادشاهانو ته د فرعون لقب ورکول کېږي او هر بادشاه چې په مصرحکومت وکړي نو هغه ته فرعون وايي مګر کوم فرعون چې دموسی علي السلام په وخت کې بادشاه و دلته هغه فرعون مونږ یادوو او په عام طور چې هم کله څوک فرعون يادوي هغه هم همدا دموسی علیه السلام د وخت فرعون یادوي.


موسی علیه السلام فرعون ته وویل تا تر اوسه بني اسرائيل غلامان ساتلي وو اوس يې ازاد کړه او له ماسره یې پريږ ده چې دالله (جل جلاله) عبادت کوي! مګر سره له دې چې فرعون د موسی علیه السلام غټې غټې معجزې لکه دهغه علیه السلام امسا دهغه ځلیدونکی لاس او داسې نورې معجزې ولیدې بيايې هم ونه منله او په خپل ضد ودريد.


مودې تېرېدې اوموسی علیه السلام هم ځینې بني اسرائيل خپل منکونکي وګرزول یوه ورځ بني اسرائيلو فرعون ته وویل: مونږ به د مېلې لپاره نږدې دښتې ته ولاړ شو تر څو خپله مېله وکړو؟ فرعون سره لدې چې خوښه يې هم نه وه بیا یې هم ورته اجازه ورکړه ، اوس نو موسی علیه السلام ته ښه موقع په لاس ورغله تر څو بنې اسرایل د فرعون له منګولو څخه وژغوري كله چې موسی علیه السلام او بنې اسرایل لږ څه له ښاره لرې ولاړل نودموسی علیه السلام وغوښتل چې بني اسرايل دبحر احمر خواته ويسي تر څوله فرعون څخه خلاص شي، خو فرعون ته پته ولګیده چې خلک یې له لاس څخه وځي نو ژر تر ژره يې دهغوی پسې د ځان په مشرۍ لښکر تیار کړاودموسی علیه السلام پسې شو! کله چې بني اسرایلو ولیدل چې فرعون يې د لوی لښکر سره د شاته راروان دی او نږدې ده چې دوی به ونیسي او بله داچې  مخې ته یې هم دنیل دریاب دی اوس نو دخلاصون هېڅ لار نلري. نو ویې ویل: إنا لمدركون؛ مونږ خو ونیول شو.


مګر موسی علیه السلام دوی ته تسلې ور کوله ځکه الله (جل جلاله) ورسره ددوی دساتنې ژمنه کړې وه خپل قوم ته یې وویل: کلا إن معي ربي سیهدین! داسې هېڅکله نشي کیدای زمارب له ما سره دی هغه به ضرورماته دحل کومه لار وښايي. الله جل جلاله موسى عليه السلام ته ويلي و چې بني اسرايل له مصر څخه وباسه تر څو دفرعون له منګولو خلاص شي او الله جل جلاله، له موسی علیه السلام سره وعده کړې وه چې زه به نجات در کوم اوس نو الله جل جلاله خپله وعده پوره کوي.


دفرعون لښکر ښه رانږدې شونو الله جل جلاله موسی علیه السلام ته دجبرایل علیه السلام په وسیله خبر ورکړ چې خپله امسادې د نيل اوبوته ونیسه کله چې موسی عليه السلام امسا اوبو ته ونیوله نو په اوبو کې دولس لارې جوړې شوې او هره لار داسې وچه او دتږ لپاره جوړه وه لکه بیخي يې چې دلته اوبه نه وې .

بني اسرايل هم دولس قبيلې وو هره قبیله په یوه یوه لار لاړه او له اوبو څخه روغ جوړ واوښته او الله جل جلاله ورسره خپله کړې وعده رښتیا او پوره کړه. کله چې فرعون د نیل دریاب ته راورسید نو خپل قوم ته یې وویل: وګورئ د نیل اوبو خپله سينه زما داوښتو لپاره څیرې کړېده؛ مګر کله چې فرعون د خپل لښکر سره په اوبو کې ورګډ شو او ښه منځ ته ورغی نو الله جل جلاله اوبو ته امر وکړ چې پرې راتنګي شي او فرعون سره دلښكره غرق کړئ همداسې وشو او فرعون سره دلښکره په اوبو کې غرق سو ، الله تعالی اوبو ته امر وکړ چې د فرعون مړی له اوبو څخه وچي ته راګذار کړي تر څو دنورو لپاره دعبرت سبب جوړ شي، او ظالمان د دې ده سرکښه په لیدلو لار ته راشي.


ماخذ :۷۰دوزخیان 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته