د ابوالدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی، چي زما دوست (نبي کریم صلي الله علیه وسلم) ما ته وصیت وکړ، ( په دغه لاندي اعمالو باندي):
۱: د الله تعالی سره هیڅ شریک مه نیسه، که څه هم پرې، پرې یا و سوځول سې.
۲:په قصده سره فرضي لمونځ مه پرېږده، که چا په قصد سره پرېښود، د الله عزوجل له ذمې څخه ووتی.
۳: شراب مه څيښه؛ ځکه شراب د ټولو بدو کارونو کیلي ده.