تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ اتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۸)

موسيقي په قرآنکريم کي حرامه ده


۲:  أَزِفَتِ ٱلازِفَةُ لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ أَفَمِنْ هَٰذَا ٱلْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ وَأَنتُمْ سَٰمِدُونَ (سورت النجم: ۵۷- ۶۲)


ژباړه: نژدې کېدونکی قیامت رانژدې شو، پرته د  الله جل جلاله څخه هیڅوک هغه ښکاره کولای نه شی، ایا نو له دې خبري تعجب کوئ؟ او خاندئ او نه ژاړئ او په سندرو ږغولو د هغه مخه نیسی.


دلته په قران عزیز کي توری د(سامدون) راغلی دی، امام ابوعبیده رحمة الله علیه وايي چي په یمنی لهجه کي (سمود) و غزل ویلو ته وايي. ( تفسیر روح المعانی، علامه الوسی رحمة الله علیه بیروت، ۱۹۸۳، د حضرت عکرمه قول حضرت امام بخاری رح (صحیح بخاری ج۲، ص: ۲۷۰) هم  رانقل کړیدی چي (سمود) و غزل ویلو ته وايي.)


د عربی ژبي نړیوال ماهره او تکړه عالم او د علم اللغة نابغه علامه ابن منظور  رحمة الله علیه په خپل کتاب (لسان العرب) کي لیکي: د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي (سمود) و غزل ویلو ته وايي او دا لفظ له اره (اصله) څخه یمني دئ او په یمن کي دوی وايي (اسمد علينا)یعنی و موږ ته غزل و وایاست. (روی عن ابن عباس رض انه قال السمود الغناء لغة حمیر یقال اسمدی لنا غنی لنا و یقال للقینة اسملینا ای الهینا بالغناء ( اخرجه عبدالرزاق والبزار و ابن جریر والبهیقی – روح المعانی . (لسان العرب، علامه ابن منظور الافریقی، ۱۳۰۴هج)
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه مطابق (سامدون) د عربو هغه ډله خلک دي چي د قرانکریم په خلاف غزلي وايي. (تفسیر ابن کثیر)


ددې مبارک ایات په تفسیر کي په تفسیر ابن کثیر کي راغلي دي:


و قوله تعالی : ( و انتم سامدون)، قال سفیان الثوری، عن ابیه عن عکرمة عن ابن عباس قال: الغناء، هی یمانیة، اسمدلنا، غن لنا، و کذا قال عکرمة.( تفسیر ابن کثیر، ج: ۶، ص: ۳۸/ للامام الحافظ ابی الفداء اسماعیل ابن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) تحقیق عبدالرزاق المهدی. ط: مکتبه رشیدیه.)

 

نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته