تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ نهمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۹)

موسيقي په قرآنکريم کي حرامه ده


په قرانکریم کي بل ځای راغلي دي:


۳: وَٱلَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِٱللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا (سورت الفرقان: ۷۲)


ژباړه: او(بندګان د رحمان) هغه کسان دي چي نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کښي(موسیقي).


محمد بن الحنیفه او مجاهد وايي چي د(الزور) څخه موسیقي مراد ده. (عن ابی حنیفه الزور الغناء ، کف الرعاع، ابن حجر المکي، الزواجر، ص: ۳۹، تفسیر الدر المنثور، ج: ۵، ص: ۸۰ و هکذا نقل امام سیوطی من حسن و حجاف، بحواله اسلام اور موسیقي، مفتی محمدشفیع رح)
علامه ابن کثیر رحمة الله علیه وايي چي د(الزور) څخه مطلب غزل ویل دي، ابو بکر الجصاص پخپل تفسیر کي وايي:


د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د(الزور) څخه مطلب موسیقي او غزل ویل دي. (احکام القران، امام ابو بکرالجصاص،۱۳۴۷ هج مصر) و قال محمد بن الحنفیة: هو اللهو والغناء. (تفسیر ابن کثیر، ج: ۴، ص: ۵۵۰ ۹۲/ للامام الحافظ ابی الفداء اسماعیل ابن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) تحقیق عبدالرزاق المهدی. ط: مکتبه رشیدیه.)


مشهور صوفي عالم علامه شهاب الدین سهروردی رح هم پخپل کتاب (عوارف المعارف) کي ، پورتني درې مبارک ایاتونه د موسیقۍ په حرمت کي بیان کړیدي.


۴: وَٱسْتَفْزِزْ مَنِ ٱسْتَطَعْتَ مِنْهُم بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِى ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَوْلَٰدِ وَعِدْهُمْ ۚ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا (سورت اسراء: ۶۴)
ژباړه:  او هر هغه څوك چي(شیطان) په خپلي بلني سره ښویولاى شي، وې ښويوه، خپل سپاره پلي دي ورباندي راوله، په مالونو او اولادونو کښې ورسره برخه وال شه او هغوى د وعدو په دام کښې ونښلوه. له دوی سره د شيطان وعدې له يوې غولوني پرته نور هیڅ هم نه دي. حضرت ابن عباس رضی الله عنه او نور تابعین لکه  ضحاک، حسن البصری او مجاهد رح (روح المعانی، ج: ۱۵، ص: ۱۱۱، و ابن جریر، ج: ۱۵، ص: ۷۶ (بصوتک قال باللهو و الغناء)، اخرجه ابن المنذر و ابن جریر و غیرهما.


  (تفسیر طبری) په دې آند دي چي شیطان چي انسانان پخپل اواز سره ښویوي له دې څخه مراد موسیقي ده، د ضحاک مطابق چي له دې څخه د موسیقۍ آلات ( ډول، تنبور، رباب او نور..) مراد دي، د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي له دې څخه هر هغه اواز مراد دی چي د خدای و نافرمانۍ ته بلنه ورکوي. (تفسیر طبری)


علامه ابن قیم رحمة الله علیه ددې مبارک ایات په تفسیر کي لیکي: ابن ابی حاتم ویلي دي چي د ابن عباس رضی الله عنه مطابق ددې ایات څخه هر هغه شیطاني اواز مراد دی چي د خدای جل جلاله د احکامو خلاف و یو شي ته بلنه ورکول کيږي، چي له دې څخه په ښکاره جوتیږي چي موسیقي تر ټولو زیات د شیطان و خواهشاتو ته بلنه ده او الهي احکامو څخه بغاوت دی. (قال ابن ابی حاتم فی تفسیره عن ابن عباس رض: واستفزز من استطعت منهم بصوتک. قال: کل داع الی معصیة و من المعلوم ان الغناء من اعظم الدواعی الی المعصیة و لهذا فسر صوت الشیطان به. (اغاثة اللفهان من مصاعد الشیطان ـ علامه ابن قیم/ ط: مصر، ۱۹۹۳)


علامه ابن کثیر پخپل تفسیر کي ددې مبارک ایات په تفسیر کي لیکي: و قوله تعالی: (واستفزز من استطعت منهم بصوتک) هو الغناء، قال مجاهد: باللهو والغناء، ای استخفهم بذلک.  تفسیر ابن کثیر، ج: ۴، ص: ۱۴۵/ للامام الحافظ ابی الفداء اسماعیل ابن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) تحقیق عبدالرزاق المهدی. ط: مکتبه رشیدیه.


نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته