فطرت هيڅکله د انسان خلاف نه دئ ، ښوئېدلي انسانان د دنيا په خواهشاتو کي ګرځي و راګرځي وروسته بيا هم د فطرت و طرفته راځي او د فطرت څخه دا سي خوند اخلي لکه څنګه ، چي يې د خطا ايستونکي او غولونکي دنيا څخه خوند اخستى دئ ، کټ مټ همداسي کيفيت د مسواک دئ ، چي د ازله څخه تر ابده د انساني صحت لپاره کومکي وو او وي به هم خو د کوم وخت څخه ، چي موږ دا نعمت له لاسه ورکړئ دئ د هغه وخت را هسي تر اوسه پوري مسلسل پرېشانه يو او د زرګونو پيسو تر مصرفولو وروسته بيا هم د جسماني صحت و اصلي مبدا او مرکز ته رجوع نه کوو .
يوه پوه او هوښيار ډېره حکيمانه او پر ځاى خبره کړې ده ، چي د کوم وخت را هسي موږ مسواک پريښى دئ د هغه ورځي څخه دغاښو د ماهر (dentel surgeon) ابتدا سوې ده .
راسئ موږ وګورو ، چي ايا سنت عين فطرت دئ او که څنګه ، ايا سنت زموږ په پر مختګ کي خنډ دئ او که يا ، ايا دا سنت موږ و پخوانۍ زمانې ته بيا يي او که سنت مو وساينس ته ور نژ دې کوي ؟
فيصله ستا سو په لاس کي ده ، دا لاندي څو کرښي په غور ولولئ او فيصله وکړئ .
شپه او مسواک
نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د شپې را پورته کېدئ او مسواک به يې واهه ( زادالمعاد )
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په عاداتو کي وه ، چي د شپې تر بيدېدو وړاندي به يې مسواک وهه ( زادالمعاد )
انجينېر نقشبندي صاحب پخپلو مواعظو کي وايي : د امريکا يوه ډاکټر وماته وويل ، چي د بيدېدو پر وخت مسواک وهئ او بيا بيدېږئ ، ما ور ته وويل ، ؛چي ولي ؟ ده را ته وويل ، د عصري طب تحقيق دا دئ ، چي انسان کله ډوډئ او نور شيان و خوري او اوبه غر غړه کي نو په خوله کي د ننه پلازما په خوله پرېوللو او د او بو په غړغړه کولو سره نه پاکېږي او ده زياته کړه کوم غاښونه ، چي خرابيږي هغه د خوب پر وخت خرابيږي . ما ور ته وويل چي دا نو ولي؟ ډاکټر راته وويل : د دې وجه داده چي کله انسان بيديږي نو د هغه خوله بنديږي او د بندي خولې په د ننه کي د پلازما ( plazma) کار اسانه کېږي ، خوله همداسي بنده وي او پلازما خپل پوره کار کوي .
بيا يې وويل تاسو وينئ ، چي د ورځي کله انسان خبري کوي ، کله ژبه حرکت کوي او کله بيا خوراک او چيښاک کوي . د ورځي د حرکت کولو په وجه و پلازماته د کار کولو موقع او فر صت نه وي مساعد او د شپې ، چي کله خوله بنديږي نو و پلازما ته د کار کولو فرصت په لاس ورځي ، نو ځکه د شپې په وخت کي غاښونه ډېر خرابېږي او بيا يې وويل ، چي سهار که د غاښو کريم او برس استعمالوئ او که نه هغه ستاسو خپله خوښه ده ، خو د شپې د بيدېدو پر وخت مسواک خامخا استعمالوئ.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۷ ګڼه