تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحابو (رض) د ژوند پلوشې (۶ برخه)
 
  June 19, 2012
  0
رالېږونکی: جواد 
                          
۶.   بـــرخه
 
 بل همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتني مسلمانان دي چې هغوی د اسلامي مبادیو او احکامو تبلیغ او تعلیم او د خلکو هدایت او سعادت به ېې خپله ایماني وظیفه او دیني مسؤلیت پیژنده او اسلامي تعلیم او تبلیغ به ېې د فرد او ټولنې د هدایت ښه توب ،سلامتیا، سعادت او قوت اساسي لاره او ګټوره وسیله ګڼله او چا چې به د اسلام د تعلیم او تبلیغ مخنیوی کاوه او د اسلام د دین او د مسلمانانو موجودیت او ښیکڼې به ېې د تهدید او خطر سره مخامخې کړې او بیا چې به د دین د ښمنانو سره د هغوی د جنګ  خبره شوه نو هغو به د دښمنانو د شر، فساد، ظلم او ناروا له منځه وړلو او د اسلام د حق دین د نصرت  او د کلمة الله د اعلاء په منظور په قوي ایمان او ښه اخلاص د سر او مال قربانۍ ته حاضریدل او د جهاد او قربانۍ میدان ته په ثابت زړه او پوره اطمینان او د ایثار او فدا کارۍ په عالي روحیې سره وردانګل او د خپل دین، خپل انساني کرامت او عزت او د خپلو حقوقو د خوندي کولو او د اسلام د تعلیم او تبلیغ او د حق د پلوشو د خپرولو په غرض به ېې د دښمنو عناصرو په مغلوبولو او د هغو د شر او فساد په محوه کولو د امن او سلامتیا ، خوښۍ او ډاډ فضا منځ ته راوستله.   
    
بل همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې کوم وخت به د باطل، ظلم، شر او فساد خبره وشوه نو هر یوه به د کلمة الله د اعلاء او د اسلام د حاکمیت په منظور د ایمان په قوي جذبې، ښه صبر او استقامت او د سر او مال د قربانۍ په عالي روحیې سره به د جهاد میدان ته وردانګل او د د ښمنانو د مقابلې او د هغوی د ظلم او شر د مخنیوي او محوه کولو په غرض به ېې له پوره ثبات او استقامت څخه کار اخست تر دې چې له جهاد څخه معذورو او معافو کسانو به هم د الله تعالی په لاره کښ د جهاد سره ډیره مینه او قوي جذبه ښوده او الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم  ته به ېې د خپل جهادي احساس، چمتوالی او ګډون عرض کاوه. د لږ عمر  خاوندانو به د جهاد په باب د لږ عمر د کمزورتیا او بې ماله او ناتوانه کسانو به د سفر د توښې او وسیلې په نه موجودیت سره د ډیر خفګان او ارمان اظهار کاوه.

       
د اسلامي تاریخ په استناد د اسلام  پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د احد په غزا کښ اسامه بن زید، عبدالله بن عمر، زید بن ثابت، البراء بن عازب، عمرو بن حرج او اسید بن ظهیر رضی الله تعالی عنهم اجمعین د لږ عمر له حیثه معاف کړي دي او بیا دغو کسانو ته ېې د خندق په غزا کښ چې په دغه وخت ۱۵ کلن ول د جنګ اجازه ورکړې ده .(تهذیب سیرة ابن هشام ۱۷۹-مخ  عبدالسلام هارون)             
 
همدغه راز په بدن معذورو معافو کسانو به د خپل ایماني قوي جذبې او په حقه لاره کښ د قربانۍ د قوي عشق او احساس له امله او دا چې د الله تعالی جل جلاله رضا او جنت ور په برخه شي په جهاد کښ برخه اخستله. 
 
د دې واقعیت څرګند مثال عمرو بن الجموح رضی الله عنه  په پښه ګوډ معذور دی چې د احد په تاریخي غزا کښې ېې ګډون کړی دی او د الله تعالی په لاره کښې ېې د شهادت خوږ جام څښلی دی. 
                   
بل ابن ام مکتوم رضی الله تعالی عنه په سترګو ړوند معذور دی چې د عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دوره کښې د فارسیانو په مقابل کښې د قادسې په مشهور جنګ کښې د اسلام بیرغ په غیږ کښې نیولی او د فارسي لښکرو له لاسه د شهادت لوړ مقام او لوی افتخار ور په برخه شوی دی.

بل حنظله دی چې کوم وخت د احد د غزا په شپه په واده سره د هغه د ځوانۍ هیله تر سره شوه بیا همدغه د محمدي (صلی الله علیه وآله وسلم) مدرسې روزل شوی لوی شخصیت  او د حقې لارې مجاهد قهرمان دی چې په خپلې ایماني جذبې او جهادي عشق سره د واده له پالنګ څخه په جنابت د کافرانو او مشرکانو  د مقابلې د پاره د احد میدان ته روانیږي او د واده د شپې په سبا د احد په میدان کښې د شهادت په پالنګ کښې شهید پریوځي او په (حنظله غسیل الملائكه) سره یادیږي.
 
بل د محمدي (صلی الله علیه وآله وسلم) مدرسې مسلمانې غیرتي ښځې دي چې د نورو مسلمانانو ښځو د پاره د ایمان، تقوی، صداقت او احسان او د جهاد په میدان او سنګر کښې غازیانو ته د اوبو په راوړلو او ورکولو او د جنګ د زخمیانو په تداوۍ او علاج سره د ښیګڼې او خدمت او له اسلام څخه د دفاع په میدان کښې د پیروۍ ښه مثالونه او د تورې او قهرمانۍ ځلانده نمونې دي او بیا هم د اسلامي مدرسې دغه روزل شوې بیبیانې دي چې په جهاد کښې د خپلو کورنیو د غړو په برخه اخستلو او د شهادت د لوړ مقام او عزت په لیدلو سره ډیرې خوښي او ویاړنه کوله.
 
یو له دغو غیرتي مجاهدو ښځو څخه (ام عماره نسیبه بنت کعب الخزرجیه) رضی الله تعالی عنها  ده چې د هجرت په دریم کال د احد په تاریخي غزا کښې ېې د خپل میړه (غزیه بن عمرو) او د خپلو ځامنو سره چې عبدالله او حبیب وو او دغه  دواړه د هغې له مخکیني میړه  (زید بن عاصم)  څخه وو ګډون کړی دی او په ډیرې میړانې او پوره غیرت ېې د اسلام له پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه دفاع کړې ده او د جهاد په سنګر کښې د دښمنانو له لاسه ېې د تورو او غشو (۱۲) زخمونه لیدلي دي او پر اوږه باندې د ابن قمئه له لاسه ژور زخم ورسیدلی دی.     
                             
کله چې الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د دغې مسلمانې مجاهدې غیرت او میړانه اخلاص او وفا‌ء ولیدله نو د هغې په باب ېې داسې وویل:      
                    
(لمقام نسیبة بنت کعب الیوم خیر من مقام فلان و فلان)               
نن ورځ د نسیبة بنت کعب مقام له فلانی او فلانی څخه ډیر ښه دی.         
 
همدا راز الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د هغې د ثبات او اخلاص په باب داسې یادونه کړې ده:                                                                                     
(ما التفت یمیناً ولا شمالاً الا و انا اراها تقاتل دونی)                                   
ما ښۍ او کیڼې خوا ته نه کتل مګر دا چې ما هغه لیدله چې ما ته نژدې جنګیدله)
 
مقصد دا چې دغه بي بي د الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په څنګ کښ د دښمنانو په مقابل کښې جنګېدله او له الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه ېې دفاع کوله.                           

نو همدغه د اسلام د مدرسې غیرتي مجاهده زړوره ښځه ده چې خپل زوې (عبدالله بن زید) ته داسې وایي:                                                                              
بارک الله علیکم من اهل البیت مقام امک خیر من فلان و فلان، ومقام ابیک (ای زوج امک) خیر من مقام فلان فلان و فلان،رحمکم الله اهل البیت)          
                   
اې اهل بیتو!                                                                                       
پر تاسې دې د الله تعالی برکت وي، ستاسې د مور مقام له فلاني او له فلاني څخه ښه دی ،او ستا د پلار(ستا د مور د میړه) مقام له فلاني او فلاني څخه ښه دی، پر تاسې دې اې اهل بیتو الله جل جلاله ورحمیږي.
 
 بل د اسلام د مدرسې غیرتي ښځه ام خلاد (هند) ده چې د احد په غزا کښې ېې د خپل میړه (عمرو بن الجموح) ،خپل زوی (خلاد) او خپل ورور (عبدالله) سره برخه اخستې ده او د احد په غزا کښې د هغې دغه درې واړه خپلوان په شهادت رسیدلي دي کوم وخت چې دغه بي بي خپل شهیدان پر اوښ باندې واخستل او د مدینې منورې په لور روانه وه نو په مدینه منوره کښې د بي بي عایشې رضی الله تعالی عنها سره مخامخه شوه نو ام المؤمنین رضی الله تعالی عنها ورته وویل: 
                                                  
ته خبره ېې له تا وروسته حا ل څه دی؟                                                       
ام خلاد رضی الله تعالی عنها ورته وویل:   
                                                  
اما رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) فصالح، وکل مصیبة بعده جلل.          
 
هر څه چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دی هغه ښه دی، او له هغه وروسته هر مصیبت لږ او سپک دی. الله تعالی ځینې مؤمنان شهیدان کړل او کافران ېې قهرجن محروم وګرځول ، الله تعالی ډیر قوي او غالب دی. 
 
 
 
ام المؤمنین رضی الله تعالی عنها د بار شویو شهیدانو په باب ام خلاد څخه پوښتنه وکړه او وېې ویل: 
 
من هؤلاء؟   ( دا څوک دي؟)        
 ام خلاد رضی الله عنها ورته وویل:                                                              
اخي و ابني خلاد و زوجی عمرو بن الجموح.                                                
دا زما ورور ، زما زوی خلاد او زما میړه عمرو بن الجموح دی.       
                 
بیا سول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دا شهیدان ښخ کړل او ام خلاد ته ېې داسې وفرمایل :
 
یا هند! ترافقوا فی الجنة! عمرو بن الجموح و ابنک خلاد و اخوک عبدالله .        
اې هندې! په جنت کښې عمرو بن الجموح او ستا زوی خلاد او ستا ورور عبدالله سره ملګري دي.
 
بیا ام خلاد وویل:                                                                                    
یا رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ! ادع الله ان یجعلني معهم.                        
اې د الله رسوله ! (صلی الله علیه وآله وسلم) له الله جل جلاله څخه وغواړه چې ما د هغوی سره ملګرې کړي. (امتاع الاسماع للمقر)  
                                     
بل همدغه داسلام مخلص قهرمان بیرغ پورته کؤنکي دي چې هغوي د دښمنانو له جنګي قوت څخه هیڅ ویره نکوله او د جنګ په میدان کښې به ېې خپل معنویات او استقامت له لاسه نه ورکاوه بلکه په قوي ایمان او اعتماد به ېې د الله تعالی په لاره کښې د سر او مال قرباني ورکوله ځکه هغو ایمان درلود چې مونږ مسلمانان په حقه یو او د حق پلویان د باطل او شر، ظلم او ناروا پر عناصرو او قواؤ غالبیدونکي دي او که بیا  هغوي په حقه لاره کښې ووژل شي نو شهادت د هغوي ستره هیله ، ښه عزت، لوړ مقام او لوی افتخار دی. 
 
هغوی په دې منظور چې جهاد د الله تعالی په نزد قبول او دښمنان د ماتې او ناکامۍ سره مخامخ شي او اسلام او مسلمانان د دښمنانو له شر او خطر څخه په امن  او خوندي شي نو خپل جهاد ېې د جاه طلبی، نفساني غرور، نفساني غوښتنو خیانت او ګناه څخه خوندي ساتل او خپل صفونه ېې هم  له بې اتفاقۍ او بې نظمۍ څخه خوندي ساتل او د دنیوي او مادي هوسونو د هغوي په اتحاد او جهاد کښې هیڅ ځاې نه درلود بلکه د جنګ په میدان کښې به ټول د دښمنانو په مقابل کښې یو لاس،یو صف او یو سنګر ګرځیدل او د دښمنانو له مادي قوت او لښکري کثرت څخه به ېې هیڅ ویره نه کوله او که د هغوی کوم یو به یوه ورځ د اسلامي لښکر د مشر او قوماندان په حیث جهاد کاوه په سبا ورځ به ېې د جهاد په میدان کښې د کلمة الله د اعلاء ، د الهي رضا د حصول او د اسلام د حاکمیت په منظور د یوه عادي مخلص مجاهد په توګه د جهاد کولو خوښي او ویاړنه کوله.         
 
ان شاءالله نور بیا...                                              

مؤلف: دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه: محمد ګلاب بشار                      

                                                                                      
 

سرته