تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دپښتونوموتي لیکوال ښاغلي رشاد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 24, 2021
  0


دپښتونوموتي لیکوال ښاغلي رشاد


تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


 د ښاغلي رشاد پلار عبدالغفور نومېدی. رشاد يو ځیرک، خوش خلقه، حق ویونکی او حساس زلمی دی، چاپلوسي او مداحي نه خوښوي.
رشاد په ۱۳۱۲ سنه کې د عمر پر اتم كال باندې له مکتبه څخه په اعلی درجه سره فارغ التحصیل سو او پسله هغې يې تحصیل هم وکړ، په اردو، انګلیسي، عربي، هندي ژبو ښه پوهېږي او د سانسکریت سره هم آشنايي لري او په عین حال کې ښه خطاط هم دی.


ښاغلی رشاد په ۱۳۱۲ کې د قندهار په مطبعه کې د مصحح په حيث مقرره سو، وروسته د قندهار د دریم مکتب په معلمي سره مقرره سو، تقریبا اته یا نه کاله د قندهار په ابتدايي مکاتبو کې معلمي او سرمعلمي وکړه، په پای کې یې په ۱۳۲۲ سنه ، کې له معارف څخه د ښه خدمت جواز واخیست او د ارزاقودشرکت د شکري په شعبه کې د نماینده په حيث مقرره سو، دوه"همدغه کار وکی او پسله هغې څخه بیا د زرغون شرکت د محاسبې سرکاتب وټاکل سو.


په ۱۳۲۵ سنه کې چې په وکالت سره انتخاب او د بلديې د انجمن په ریاست سره مقرره سو، د دغه، دوره لا نه وه پوره کړې چې د بلديې ټولو وکېلانو د پاک نفسی او صداقت سره د بلديې په معاونۍ مقرر کړ، شپږ میاشتي يې د بلديې معاوني وکړه په پای کې يې د ځینو معاذيرو له کبله د بلد يې څخه د جواز خواهش وکړ، او د ښه خدمت د تصديق جواز ورکړه سو. وروسته تر دې بیا اقتصادي شعباتو ته ولاړی او د چمن د ایجنسي د ریاست له خوا څخه ددهلي په نمایندګي سره مقرر سو، تقریبا درې کاله یې د نوموړي نمایندگی دنده په ښه صورت سره اجرا کړه، وختي چې د ایجنسي رياست لغوه سو دستي پښتون شرکت د خپل نماینده په حیث سره په بمبی کې مقرره کی،یې دوه کاله هلته نمایندګي وکړه، په پای کې ډېري پردېسۍ او جلاوطنی زړه ور ټوکر ټوکر کړ بیرته وطن ته راغی او دلته د مرستون د ریاست په معاونۍ سره تقرر پیدا کی، اوس اورم چې د سترګو د خوږ له امله بېکاره دی.


 د رشاد شعر او شاعري: رشاد زموږ د وطن له ښو شعراو څخه دی، چې په پښتو او فارسي شعر لیکلای سي، مګر سلاست د پښتو د شعر زیات دی، هر وخت چې يې زه منظومې وایم دا ګمان کوم چې د شیدا یا حميد يو تکړه شاګرد دی او یا بل میرزا حنان په قندهار کې پیدا سوی دی، اشعار يې ټوله اصلاحي، اجتماعي او اخلاقي دي، د عشقي اشعارو له ویلو څخه . بد راځي، رشاد يوازي نظم ليکونکی نه دی، د نثر د مضامینو په لیکلو کې په فارسي او پښتو کې لوی لاس لري، اكثر منثور او منظوم مضامین يې د طلوع افغان او اتفاق اسلام په ورځپاڼه کې او د کابل په مجله کی نشر سوي دي، ځيني اردو مضامین یې د هند د همدرد سرحد او پایل په مجله هم زما تر نظر تېر سوي دي.


 د رشاد تالیفات:
رشاد یو منظوم کتاب (د بېلتون ږغ) په نامه سره لیکلی دی، او بل کتاب يې د قندهار تذکره الاولياء نومېږي، اوس د ابوبکر صدیقد کتاب په لیکلو سره بوخت دی.


 د کلام نمونه دا ده:
مسلمانه ! یو وار وګوره یهود ته
چې پر خپله ککرۍ خېژي مقصود ته
د بري په مینه مري په هغه اور کې
چې يې ته نزدې کېدای نه سې و دود ته
دوی په سر لوبي کوي د ننګ په ډاګ کې
تا ژوندون دی وقف کړی چنگ و عود ته
دوی ملا وتړله پاڅېدل خدمت کا
ته مجبور کړلې غفلت آرام قعودته
لږ غيرت راله په کار دی د زړه څوکې
لږ كاته راله باید دي خپل خمود ته
لاس تر زني مه کښېنه زړګیه پاڅه
مایوس مه سه کار کوه و خپل بهبود ته
............................
نوټ:
په هیواد کي داشغال په راتګ سره چي په تیر وشلوکلونوکي چي کوم زیان پشتو ادبیاتو ته رسیدلي دي باید جبران سي . او په درسي کتابونو کي باید افغاني لیکوالان اوادبي څیري مطرح سي او دغربي دود اودوستور څخه ډډه وسي .
دتعلیم الاسلام ویب پاڼه په نیت کي لري چي پښتومعاصر نوموتي لیکوالان او ادبیان خلکوته معرفي کړي . 
ماخذ : دپښتو معاصر لیکوال

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته