تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د باران درولو لپاره دسمال ځړول یا...؟
 
  July 8, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره: ۱۳



سوال : د دسمال ځړول چي باران اوري اويا د قران کريم ايستل چي پاک خداي(ج) دي دا باران ودروي داڅنگه کار دي داسلام له نظره؟ مننه

نوم : عبدالحميد 

جواب : د باران غوښتنه چي په عربي کي هغه ته استسقاء وایي په يو شي کي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو قول يا يوعمل رانقل سوی وي هغه طريقه مسنونه ده. دهغه خلاف کول او له ځانه بله طريقه جوړول هغه ته بدعت ويل کيږي، هغه طرېقه ناروا ده.

 د نبی عليه الصلاة والسلام څخه استسقاء داسي راغلې ده: عن عبدالله بن زید قال: خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم بالناس يستسقي فصلى بهم ركعتين جهر فیها بالقراءة واستقبل القبلة یدعوا و رفع یده وحول رداءه حین استقبل القبلة. (بخاري او مسلم، باب الاستسقاء)

ژباړه: د عبدالله ین زید څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خلک وعید ګاه ته وایستل، د باران غوښتنه یې کول، ودوئ ته یې دوه رکعته لمونځ ورکړئ او په قراة سره یې جهر وکي او بيا وه قبلې ته مخامخ سو، دعا یې کول او لاسونه يې پورته کړل او څادر يې واړاوه په هغه وخت کی چی مخامخ سو وقبلې ته. 

په ابوداود کي راغلي دي: عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَسْتَسْقِى هَكَذَا او َمَدَّ يَدَيْهِ وَجَعَلَ بُطُونَهُمَا مقابل الأَرْضَ حَتَّى رَأَيْتُ بَيَاضَ إِبْطَيْهِ. (رواه ابوداؤد باب الااستسقاء)

 ژباړه: حضرت انس رضی الله عنه وایي چي نبی کریم صلی الله عليه وسلم  داسي استسقاء کول: لاسونه یې اوږده کړل او د لاسو نس يې د مځکي وخوا ته کړئ. تر داسي اندازې یې لاسونه  پورته کړل چي ما يې د بغلو سپين والی وليدی .
 
او د باران د درولو له پاره هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دعا نقل سوې ده. د انس رضي الله عنه څخه يو اوږد حديث را نقل سوی دئ، په آخر کي د حديث داسي راغلي دي:

فلما كانت الجمعة التي تليها قالوا يا رسول الله تهدمت البيوت واحتبس الركبان قال فتبسم لسرعة ملالة بن آدم وقال بيديه اللهم حوالينا ولا علينا فتكشطت عن المدينة. (رواه نسائي باب الاستسقاء)

 یعني هر کله چي دا بله جمعه راغله، دوی وويل يا رسول الله صلی الله علیه وسلم کورونه ونړېدل او مسافرين بند سوه. نبي کريم صلی الله علیه وسلم وخندل او دا دعايې وکړه: اللهم حوالينا ولا علینا 

او ټول فقهاء استسقاء په معنی د دعاء او استغفار او لمانځه وایي که څه هم د لمانځه په طريقه کي مختلف دي.

فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا. يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا (الآیة).

مولوي عبدالهادي اغا 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته