تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- په بانک کي کار کول
 
  January 8, 2012
  0

سوال :  زه  په يوه داسي بانک کي مزدور يم چي ددې بانک ماليکين د سود کار کوي (سود اخلي او خلکو ته سود ور ورکي) او ورسره د همدې بانک مسولين د اسلامي بانکدارى څانګي هم لري  خو په اصل کي سرمايه د يوه سړي ده . زه د مجبوريت په خاطر د دوي سره مزدوري کوم ايا دغه زما مزدوري ما ته حلاله ده او که نه؟

د پوښتنه کونکي نوم : وحید

جواب : يا دا ډول مزدوري تا ته حلاله نه ده او نه ته په شريعت کي دا ډول اړ  او مضطر بلل کيږې چي دا حرامي پيسې درته جايز سي ، داسي بانک چي سود اخلي او سود ورکوي او بيا په څنګ يې د اسلامي بانکداري دعوه هم ورسره کوي دا تر هغو بانکونو لا هم زما په آند بد بانک بلل کيږي چي هغه په بربنډ ډول سود اخلي ځکه دا بانک د سود اخيستلو سره مسلمانان هم غولوي او تېر باسي ، او د اسلامي بانکداري په نامه د هغو مسلمانانو پيسې د ځان سره جمع کوي چي هغوى په سود د پيسو ورکولو ته تيار يا لېوال نه دي.

رسول الله فرمايلي دي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَمَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا ) ژباړه : او څوک چي موږ تېرباسي هغه زموږ د مومنانو څخه نه دى . په دا ډول بانک کي هم د نورو سودي بانکونو په شان دنده او وظيفه اجرا کول ګناه لري ځکه سود داسي ناوړه کار او معامله ده چي نه يوازي سود اخيستونکى او سود ورکونکى ګناهکار بلل کيږي بلکي پر منشي او شاهد يې هم د الله رسول لعنت ويلى دى : عَنْ جَابِرٍ قَالَ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَقَالَ هُمْ سَوَاءٌ (مسلم )

ژباړه : جابر وايي : رسول الله پر سود خوړونکي ، پر سود ورکونکي ، د سود د معاملې پر کاتب او ليکونکي ، د سود د معاملې پر شاهدانو لعنت ويلى دى او فرمايلي يې دي : دوى ټول په ګناه کي برابر دي . او و سود خوړونکي ته که د سود معامله پرې نه ږدي الله د جنګ اعلان کړى دى : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنْ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنْ اللَّهِ وَرَسُولِه ژباړه : اې مومنانو ! تاسو د الله د عذابونو څخه ځانونه وساتئ ، او د سود څخه چي څه پاته دي هغه پرېږدئ ، که تاسو پر الله او د قيامت پر ورځ باور لرونکي مومنان ياست ، او که داسي و نه کړى نو د الله او د الله د رسول لخوا ستاسو سره په جنګ خبر واوسئ . هر مسلمان ته پکار ده چي د لږ  يا ډېر معاش د پاره د داسي چا په څنګ کي و نه درېږي چي هغه ته الله د جنګ ګواښ کړى دى ، دا هر انسان د مور په نس کي څلور پنځه مياشتي ژوندى وي هلته د مور په نس کي الله رزق ور رسوي ، نو پر هم هغه رب باندي څوک بايد توکل وکړي ، او څوک چي په رښتني ډول پر الله توکل وکړي نو الله به د مرغانو په شان رزق ورته ورسوي ، مرغان په ځاله کي هيڅ ذخېره نه لري سهار په وږي نس راوځي ماښام په ماړه نس ځالو ته ستنېږي .

والله اعلم و علمهُ اتم

د تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه- د دارالافتاء څانګه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته