تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت علي کرم الله وجهه مزار
 
  March 19, 2013
  0
 ليکنه: مولوي محمد عمر خطابي
  
 رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړى خليفه حضرت ابوبكر الصديق رضی الله عنه او دوهم خليفه حضرت عمر الفارق رضی الله عنه دواړه په سپيڅلي روضه كي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم و څنګ ته ښخ دي او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دريم خليفه حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه بيا په جنة البقيع كي يعني مسجد نبوي ته څيرمه هديره كي ښخ دى پوښتنه دا ده چي د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څلورم خليفه او ځاى ناستى حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه څه وخت او په كوم ځاى كي او د چا لخوا په شهادت ورسيده او په كوم ځاى كي خاورو ته سپارل سوى دى ؟ ددې پوښتني صحيح ځواب به د اسلام د معتمد تاريخ (البداية و النهاية) څخه درته وړاندي كړو.

 د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت وروسته حضرت علي رضی الله عنه خليفه و ټاكل سو حضرت علي رضی الله عنه د خپل خلافت په مده كي د خوارجو د فتنې د مخنيوي د پاره د هغوى په مقابله كي په ډيرو جنگي محاذونو كي و جنگيدى خوارج د اهل الباطل داسي ډله ده چي پاك رسول صلی الله علیه وسلم  يي لا مخته خبر وركړى و چي دا ډله به را پيدا كيږي البته هغوى يي په نامه نه بلكي په صفاتو معرفي كړي دي. رسول الله  صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :

 لَئِنْ أَدْرَكْتُهُمْ لَأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ ثَمُودَ (متفق عليه )
 و الله كه د دوى زمانه پر ما راسي نو د ثموديانو په شان به يي يو مخيز ووژم. 

 حضرت علي رضی الله عنه ته لا مخته رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خبر وركړى ؤ چي د همدې امت بد بخته او شقي يعني يو خوارجي به ستا ږيره ستا د سر په وينو رنگوي .  حضرت علي رضی الله عنه چي د خپل خلافت په ورستيو ورځو كي د ډيرو كړاونو او تكليفونو سره مخ سو نو ده به دا وينا ډيره كول : ما يحبس أشقاها، أي ما ينتظر ؟ ما له لا يقتل ؟  ددې امت بدبخته څه شي را گرځولى دى ؟ يعني د څه شي انتظار باسي ؟ ولي مي نه وژني ؟  بيا به يي و خپلي ږيري او بيا ككرۍ ته اشاره وكړل وايي و الله دا به  ددې يعني ږيره به مي د ككرۍ په وينو رنگول كيږي.

  ابن جرير او د تاريخ او سيرت بي شميره نور علماء وايي  د خوارجو درې كسان  يو عبدالرحمن بن عمرو چي په ابن ملجم الحميري شهرت لري بل البرك بن عبد الله التميمي او دريم عمرو بن بكر التميمي را غونډ سول او د خپلو هم عقيدو د نهروان د خوارجانو يادونه يي وكړل كوم چي حضرت علي رضی الله عنه ور وژلي وه    پر هغوى يي د خواخوږي لكبله وويل چي مونږ نو د هغو وروسته ژوند څه كوو ؟ راځئ چي د خپلو سرونو په سودا د ضلالت مخكښان و وژنوو د خپلو وړونو غچ واخلو او ښارونه د هغوى د شر څخه هوسا كړو  د ضلالت مخکښان يي حضرت علي ، حضرت معاويه او حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه بلل همدا د هدايت ځلانده ستوري خوارجو د ضلالت مخكښان او رهبران بلل 

ابن ملجم وويل : د علي ابن أبي طالب رضی الله عنه وژل په ما اړه لري .
برك وويل : د معاوية رضی الله عنه وژل په ما اړه لري . 
عمرو بن بكر وويل د عمرو بن العاص رضی الله عنه وژل په ما اړه لري. 

په خپل منځ كي يي ټينګه وعده او تعاهد وكړى چي هر يو به د خپل نفر څخه تر هغه مهاله نه شاته كيږي چي يا يي هغه وژلى نه وي او يا دى پخپله وژل سوى نه وي ، د روژې اوه لسمه نيټه يي د همدغو جليل القدرو صحابه كرامو رضی الله عنه د ترورولو او وژني د پاره وټاكل بيا هر يوه د خپل نفر و ښار ته ځان ورساوه او په هماغه ټاكلي ورځ هر يوه د خپل نفر په مخ كي كمين ونياوه برك شام ته ځان ورساوه د روژې پر اوه لسمه چي معاويه رضی الله عنه د سهار لمانځه ته راووتى برك د توري وارى پر وكړى څوك وايي په زهرو د لړلي خنجر وارى يي پر وكړى معاويه رضی الله عنه يي په ورانه كي زخمي كړى ، برك خوارجي ونيول سو او بيا ووژل سو خو البته معاويه رضی الله عنه ژوندى پاته سو.

  عمرو بن عاص رضی الله عنه ته بيا عمرو بن بكر خوارجي په همدا ورځ كمين نيولى ؤ خو عمرو بن العاص رضی الله عنه ته بيا په همدا ورځ تصادفي څه كار پيښ سو لمانځه ته را و نه وتى د هغه نائب خارجه بن ابي حبيبه د شرطې مشر يعني د امنيې قوماندان يي لمانځه ته په سهار كي را ووتى خوارجي حمله پر وكړه خارجه يي ووژى خوارجي چي ونيول سو نو ويي ويل چي ما عمرو بن العاصرضی الله عنه واژه خو الله جل جلاله را څخه وژغورى پر خارجه مي د هغه گمان وكړى.

ابن ملجم و كوفې ته ولاړى دوه نور خوارجان وردان او شبيب يي هم و دې كار ته و هڅول هغوى يي هم د ځان ملگري كړل د روژې اولسمه شپه د جمعې شپه چي راغلل  د كوم لوري څخه چي حضرت علي رضی الله عنه مسجد ته راتلى په هماغه لاره كي كمين ورته ونيوى .  حضرت عليرضی الله عنه را ووتى خلګ يي د سهار لمانځه ته راپورته كول  الصلاة الصلاة اواز يي پر خلګو كاوه په همدا وخت كي شبيب ور وغورځيدى د توري وارى يي پر حضرت علي رضی الله عنه وكړى خو  وارى يي خطا سو بيا ابن ملجم د توري واورى پر وكړى پر ككرۍ يي ووهى د حضرت عليرضی الله عنه د سر په وينو ږيره ورنگول سوه او دا د رسوال الله صلی الله علیه وسلم  هغه وړاند وينه وه چي مخته يي ورته كړي وه چي ددې امت بد بخته به ستا د ككرۍ په وينو ستا ږيره در رنگوي   حضرت عليرضی الله عنه پر خلگو ږغ وكړى چي را ويي نيسئ ، وردان په تيښته سو خو د حضرموت يو نفر ځان پسي ورساوه هلته يي ووژى.

 شبيب په تيښته ځان خلاص كړى او ابن ملجم ژوندى ونيول سو. حضرت علي رضی الله عنه جعده بن هبيرة د سهار په لمانځه كي مخته كړئ خلگو ته يي لمونځ وركړئ او حضرت علي رضی الله عنه خپل كور ته زخمي يووړل سو ، ابن ملجم لاس تړلئ و حضرت علي رضی الله عنه ته راوستل سو حضرت علي رضی الله عنه ورته وويل : اى د الله جل جلاله دښمنه ! ما ستا سره احسانونه نه وه كړي ؟  ابن ملجلم ورته وويل : هو كړي دي وه . 
حضرت علي رضی الله عنه ورته وويل : نو بيا څه شي دې ته و هڅولې چي داسي دي وكړه ، ابن ملجم ورته وويل : ما دا توره څلويښت سهار تيره كړې ده او د الله جل جلاله څخه مي دا سوال كړى دى چي په دا توره بد ترين او شرير د خلگو ووژني. حضرت علي رضی الله عنه ورته وويل : همدا ته به په دا توره وژل كيږې او د الله تعالی د شريرو خلګو څخه همدا ته ما ته ښكاري . بيا حضرت علي رضی الله عنه وويل : كه زه مړ سوم ابن ملجم ووژنئ او كه ژوندى پاته سوم نو بيا زه ښه پوهيږم چي څه په وكړم. د حضرت علي رضی الله عنه چي د زكندن وخت رانژدې سو لا إله إلا الله ئي زياته وويل او وايي چي اخيره وينا يي همدا وه:

فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ . وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ.

د هجرت پر څلويښتم كال د روژې په مياشت كي يي د فاني دنيا څخه و اخرت ته كوچ وكړئ . د خلافت مده يي څلور كاله او .. خپلو زامنو حسن او حسين رضی الله عنها و خپل وراره عبد الله بن جعفر رضی الله عنه غسل وركړى او د جنازې لمونځ يي حسن رضی الله عنه وركړى . او بيا يي د خوارجانو د بيري لكبله چي هغوى يي جسد د قبر څخه را و نه باسي ، بي حرمتي يي و نه كړي د عراق  د كوفې په دار الاماره كي يي دننه ښخ كړى او قبر يي په دې ډول هوار كړى چي چا ته يي درك معلوم نسي چي پر كوم ځاى ښخ سوى دى په (البداية و النهاية )كي د حضرت علي رضی الله عنه د وژل كيدو د بيان په پاى كي وايي همدا يي د قبر په هكله هغه مشهوره وينا ده. 
 او وايي : وما يعتقده كثير من جهلة الروافض من أن قبره بمشهد النجف فلا دليل على ذلك ولا أصل له، ويقال إنما ذاك قبر المغيرة بن شعبة، حكاه الخطيب البغدادي عن .... مطر أنه قال: لو علمت الشيعة قبر هذا الذي يعظمونه بالنجف لرجموه بالحجارة، هذا قبر المغيرة بن شعبة.  د رافضانو ډير جهال چي دا عقيده لري چي د نجف مزار د حضرت علي قبر دى پر دې كوم اصل او دليل نه لري بلكي داسي ويل كيږي چي د نجف مزار د مغيره بن شعبه رضی الله عنه دى او خطيب بغدادي په خپل سند د مطر وينا داسي را نقل كړي ده وايي :  كه اهل التشيع ته د نجف قبر كوم چي دوى يي تعظيم كوي معلوم واى چي دا د چا قبر دى نو په ډبرو به يي ويشتلى واى ، دا د نجف قبر د مغيرة بن شعبة رضی الله عنه دى. دا ځكه چي هغوى د مغيرة بن شعبة رضی الله عنه سره دښمنمي لري .

 په ( البداية و النهاية) كي وايي : ومن قال إنه حمل على راحلته فذهبت به فلا يدري أين ذهب فقد أخطأ وتكلف مالا علم له به ولا يسيغه عقل ولا شرع. او څوك چي وايي : د حضرت علي جسد پر اوښ واخيستل سو او اوښ پر خپل مخ ولاړى چا ته هم نه معلوميږي چي اوښ د حضرت علي رضی الله عنه جسد چيري يووړى ددې خبري ويونكي يو مخ خطا دي داسي وينا كوي چي هيڅ علم نه پر لري او دا ډول كار نه عقل مني او نه شريعت د دا ډول كار اجازه وركوي .

 
 لكه څنگه چي په (البداية و النهاية) كي وايي خبره همداسي ده د پاك رسول صلی الله علیه وسلم  لمسيان حسن او حسين رضی الله عنه خو لا څه كوي چي هغوى به د خپل پلار علي كرم الله وجهه سره داسي كوي بلكي د نن عصر يو بي دينه او بي علمه ناپوه زوى چي د هيروينو معتاد لا هم وي هغه به لا هم د خپل پلار سره دا ډول بي حرمتي و نه كړي چي پلار يي مړ سي او دى يي پر حيوان وتړي او حيوان خپل سر ته ايله كړي پركومه چي ځي هلته ولاړ سي ، مسلمان خو څه كوي كفار لا هم دا ډول كار د مړو د پاره مناسب نه گڼي چي د انسان د مړه جسد ښخول دي حيوانانو ته وسپاري ځكه دا د انساني حرمت يو منافي  او خلاف كار دى.  دا ډول خرافات او  د عقل او دين څخه خلاف ويناوي ددې د پاره خپرې سوي دي چي بيا هر درواغجن او جاهل په هر ملك او ښار كي چي وغواړي ډبري را كوټه كړي او د حضرت علي رضی الله عنه د مزار په نامه يي ونوموي لكه څه ډول چي اوس ليدل كيږي علي رضی الله عنه يو دۍ خو مزارونه يي دلته هلته څو ځايونه جوړ سوي دي . ددې كار د عقلي ناوړتيا د پاره همدومره كفايت كوي اوس به د شريعت له اړخه ددې كار ناوړتيا څه تشريح كړو. انسانانو ته الله دا كرامت وركړى دى چي څه وخت مړ سي په خاورو كي ښخ كړل سي د حيوانانو په شان د مځكي پر مخ دلته هلته و نه غورځول سي . او دا هغه انعام او احسان دى چي الله يي په قران كريم كي داسي يادونه كړي ده:
  ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ . ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ (الاية)

 ژباړه : بيا الله د مور د نس څخه د راوتلو لار ورته اسانه كړه او بيا يي مړ كوي.
 
نو د هغه د ښخولو حكم يي كړى دى اقبار د ښخولو حكم كولو ته وايي نو الله جل جلاله چي د انسان سره كوم احسانونه كړي دي د هغو د جملې يو عظيم احسان دا دى چي د مرگ وروسته دا انسان بايد ښخ كړل سي څو په مځكه كي دننه يي عفت او پرده خوندي وساتل سي  د حيوانانو په شان د مځكي پر مخ و نه غورځول سي چي د نورو حيوانانو خوراك وگرځي او د مځكي پر مخ پړسيدلى شوړيدلى د بد رنګي په حالت كي خوار او ذليل دلته هلته ټوټه ټوټه بي عزته غورځولى وي او هغه د ژوندون د وخت ښكلا او ښه شكل او صورت يي په داسي يو حالت بدل سي چي بيا څوك ورته كتلاى لا هم نسي. 

 په قبر كي ښخيدل همدا د انسان د پاره عزت او كرامت دى نو ځكه اشرف المخلوقات محمد  صلی الله علیه وسلم هم د وفات څخه وروسته په خپله حجره كي په خاورو كي ښخ سوى دى . نو ايا د يو مسلمان ضمير او وجدان دا خبره منلاى سي چي حسن او حسين رضی الله عنه دي د الله جل جلاله حكم او د الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حكم پري ايښى وي او د خپل پلار جسد دي اوښ ته حواله كړى وي ؟ معاذا الله كله هم داسي كيدلاى نسي بلكي لكه څنگه چي وړاندي مو د علماؤ صحيح وينا را نقل كړه حضرت علي رضی الله عنه د عراق د كوفې په ښار كي د ابن ملجم خوارجي د توري د زخم څخه په شهادت ورسيدى او بيا هلته د كوفې په دارالاماره كي د خپلو صالحو اولادونو لخوا يي تجهيز او تكفين او د جنازې لمونځ وركول سوى دى او هم هلته ته پر مسنون او مشروع ډول خاورو ته سپارل سوى دى خو د خوارجو د سخت عداوت او دښمني لكبله يي د قبر آثار او نښي له منځه يووړه څو خوارجو ته يي قبر معلوم نسي او بي حرمتي يي و نه كړي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته