څانګه: انبیاء (عليهم الصلاة والسلام) نيټه: May 21, 2013
       
د حضرت موسی علیه السلام ژوند لیک

 د موسى علیه السلام  نسب


موسي علیه السلام  دعمران زوى وو ، عمران ديصهر زوى وو ، يصهر دقاهث زوى وو او دنسب سلسله يې  يعقوب علیه السلام  ته رسيږي چي داسحاق علیه السلام  زوى او دابراهيم علیه السلام  لمسى دئ يعني دموسى علیه السلام  دنسب سلسله ابراهيم علیه السلام  ته رسيږي. هارون علیه السلام  دموسى علیه السلام  ورور وو چي الله جل جلاله  دموسى علیه السلام  دمرستي لپاره ورسره پيغمبر کړى وو. دپيغمبرۍ دغه  لېږد هغه وخت رامنځته سو چي الله جل جلاله  اراده وکړه ترڅو فرعون ته ددعوت لپاره موسى علیه السلام  ولېږي او دهارون علیه السلام  لېږد دموسى علیه السلام  په غوښتنه رامنځته  سو لکه څنګه چي يي  الله جل جلاله  يې بيان کړى دئ او فرمايي:

وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي (29) هَارُونَ أَخِي (30)  (سورة طه الايتان ٢٩، ٣٠)
ژباړه : اې خدايه ! زما دکورنۍ څخه ماته يو مرستيال راکړې چي هارون زما ورور دئ.

د موسى علیه السلام  زېږد

الله جل جلاله  په داسي حال کي موسى علیه السلام  پيدا کړ، چي په دنيا کي ډېر لوى سرکښ فرعون په واک وو چي په طغيان او تيري سره خورا مشهور وو ترداسي بريده چي په واک يې دالله جل جلاله  سره دمنازعې لپاره پورته سوى وواو دخدايۍ دعوه يې کړې وه او دا  ګومان يې کاوه چي زه معبود اواله يم. ددغه سرکښ اصلي نوم وليد بن مصعب وو اولقب يې فرعون  وو همدا ډول دمصر دټولو پاچاهانو لقبونه دفرعون په نوم يادېده يعني دمصر ټولو پاچهانو ته فرعونيان ويل کيږي دايو داسي لقب وو لکه دکسرى لقب چي دفارس ټول پاچهانو ته ورکول  کېدئ او يا دقيصر لقب چي دروم ټولو پاچهانو ته ورکول کېدئ.
 
دفرعون ورور قابوس چي کله مړ سو نو دسلطنت چاري ده ته وسپارل سوې. قابوس هغه څوک وو چي يوسف علیه السلام  داسلام دعوت ورکړى وو او ده نه وو منلى ، قابوس ډېر ظالم او بدخويه انسان وو ، يوسف علیه السلام  هم دده په زمانه کي وفات سوى دئ. قابوس په مصر کي اوږد مهالى حکومت وکړ، ترډېري مدې وروسته هلاک سو. کله چي فرعون ته واک وسپارل سو دى دخپل ورور په پرتله په فسق ، فجور ، سرکښي او ظلم کي خورا زيات وو . 

يوسف علیه السلام  چي کله وفات سو نو بني اسرائيلو دخپل پلار او نېکه دين تعقيبوئ کله چي فرعون واکمن سو نو پردوى باندي يې داسي ظلمونه وکړه چي نه يې مخکي داسي ظلمونه ليدلي وه او نه به يې وروسته وويني . ترفرعون وړاندي ترده زيات بدبخته ، سرکښه او ظالم کس نه دئ تېر سوى. الله جل جلاله  همدغي خبري ته اشاره کړې ده او فرمايي :
 
 نَتْلُو عَلَيْكَ مِنْ نَبَأِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (3) إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (4) وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ (5) وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ (6) (سورة قصص الايات ٣ الي ٦)

ژباړه : موږ پر تاباندي ځيني پيښي دموسى علیه السلام  او فرعون بيانوو دهغه کسانو لپاره چي مؤمنان دي . بېشکه فرعون په مځکه کي  کبر کاوه خلګ يې ډلي ډلي کړي وه  يوه يوه ډله يې ددوى څخه ډېره ضعيفه کړې وه زامن يې ور وژل او لوڼي به يې ژوندى ورپرېښودلي ، بېشکه فرعون دفساد کونکو خلګو څخه وو. موږ اراده لرو چي احسان پر هغه کسانو باندي وکړو چي په مځکه کي کمزوره  وي موږ يې امامان جوړ کړو ، او موږ يې وراثان جوړ کړو او موږ په مځکه کي قدرت ورکړو ، موږ دوى ته فرعون او  هامان ښيو او لښکر ددوى چي دبني اسرائيلو څخه  جوړ وو،دوى دخپل قدرت په زول باندي بېرېدل.


دفرعون د سلطنت مده

فرعون دبني اسرائيلو په منځ کي ٤٠٠ کاله ژوند درلودئ ده پر بني اسرائيلو باندي سخت ترين عذابونه راوستل او دوى يې پر ډېرو سپکو او ستړو کارونو باندي ګمارلي وه. دوى يې پر بېلو ، بېلو ډلو وېشلي وه يوه ډله يې په ساخاتماني چارو بوخته کړې وه ، يوه دله يې په کرهڼيزو چارو بوخته کړې وه او يوه ډله يې په نورو ذليلو کارو باندي ګمارلې وه . کومو کسانو چي به دکار کولو توانايي نه درلوده پر هغو يې ججه مقرره کړې وه . لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ (سورة بقرة الاية ٤٨)
ژباړه : ياد کړئ هغه وخت چي موږ تاسو ته دفرعون دکسانو څخه نجات درکړ، دوى به تاسو ته سخت عذابونه درکول.

کله چي الله جل جلاله  اراده وکړه چي بني اسرائيل ددې ظالم او سرکښ انسان دمنګولو څخه خلاص کړي نو الله جل جلاله  دوى ته موسى علیه السلام  په پيغمبرۍ سره ولېږى تر څو دوى دفرعون دشر اوفساد څخه ژغوري ، په همدې وجه دموسى علیه السلام  لېږد بني اسرائيلو ته رحمت وو او ددوى دخلاصون لپاره وسيله وه.

د فرعون خوب ليدل

ثعلبي په خپل کتاب قصص الانبياء کي دثدي څخه نقل کړى دئ چي فرعون خوب وليدئ : فرعون ددغه خوب څخه سخت پرېشانه او په سخت غم کي اخته سو. خوب يې داسي وليدئ چي دبيت المقدس دلوري څخه يو اور راغلئ دمصر ښارونه يې تر خپل احاطې لاندي راوستل ، دغه اور بربادۍ کولې ، قبطيان يې سوځول خو بني اسرائيل ددې کړاو څخه خلاص وه کوم تکليف نه ورسېدئ او نه اور سوځل. فرعون چي دخوب څخه راپورته سو ډېر سخت پرېشانه سو دستي يې ټول ساحران ، جادوګران او نجوم ګرام راټول کړه ددوى ته يې وويل : تاسو ماته ددې خوب تعبير راکړئ چي دا څنګه خوب ماليدلى دئ؟ جادوګرانو ورته وويل : ددې خوب تعبير دادئ چي په بني اسرائيلو کي به يو ماشوم پيدا سي چي دمصر داوسېدونکو دهلاکت سبب به سي ، ستا پاچاهي به ددغه ماشوم دلاسه له منځه ځي ، دين به بدل کړي ، مصريان به ټول ددې ښاره څخه وباسي ، بيا يې فرعون ته وويل : ددغه ماشوم دزېږد زمانه همدا اوس ده . فرعون ظالم چي کله داخبري واورېدې نو دستي يې امر وکړ، څو دبني اسرائيلو نوي پيدا کېدونکي ټول ماشومان ووژني ، دښار ټولي قابلېګاني يې راټولي کړې امر يې ورکړ، چي که په بني اسرائيلو کي کوم نارينه ماشوم پيدا سو دستي يې وژنئ او که انجلۍ وه مه يې وژنئ ، دقابلو دکار معلومولو لپاره يې مفتشين وټاکل ددې لپاره چي قابلي په رښتيني ډول سره دغه کار ترسره کړي يعني دبني اسرائيلو نارينه ماشومان مړه کړئ . قابلو هم داکار کول پيل کړه هر کله چي به په بني اسرائيلو کي ماشوم پيدا سو دوى به دفرعون دبيري څخه مړ کاوه. الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي:

يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (4) (سورة القصص 4)
ژباړه : زامن يې ور وژل او لوڼي به يې ژوندى ورپرېښودلې ، بېشکه فرعون دفساد کونکو خلګو څخه وو.
دفرعون ظالمانو مامورينو ددغه ماشومانو په ژولو په  ډېر زور سره لاس پوري کړ، ټول ماشومان چي به پيدا کېدل دوى به ژول ، دحمل دارو ښځو په عذابولو يې  هم لاس پوري کړ، آن چي حمل داره  ښځو به خپل حمل غورځاوه ځکه دې ته به مجبوري سوې دسخت عذاب له وجهي ، دبله پلوه دبني اسرائيلو زاړه خلګ هم په ډېره  چابکۍ سره مړه کېدل لنډه داچي پر بني اسرائيلو باندي ډېر بد حالت رامنځته سوآن تردې چي دقبطي قوم مشران سره راټول سوه فرعون ته يې وويل : اې  فرعونه ! ستا په امر دبني  اسرائيلو ماشومان وژل کيږي او سپين ږيري خلګ يې  په ډېره چټکۍ سره زيات وژل کيږي ، نژدې ده چي بيخي به ددوى کار خلاص سي نو  کوم کارونه چي موږ  په دوى باندي کوو هغه  به بيا څوک  کوي ، که  دا لړۍ روانه وي نو زموږ دکارونو لپاره به بيا هيڅوک پاته نسي . دوى چي کله داخبري وکړې  نو فرعون امر وکړ، څو يو کال دبني اسرائيلو ماشومان وژني  اوبل کال يې پرېږدي.


هارون  علیه السلام او موسى علیه السلام په کومه زمانه کي وزېږېدل؟

وروسته له هغه چي په بني اسرائيلو باندي دعذابونو د غمونو غر چپه وه په زيات شمېر سره يې ماشومان ووژل سوه خو بيا دقبطي مشرانو په مشوره سره فرعون امر وکړ، چي يو کال دي دبني اسرائيلو ماشومان وژل کيږي او بل کال دي نه وژل کيږي . په دغه بهېر کي هارون علیه السلام  پيداسو البته هارون علیه السلام  په هغه کال پيدا سو چي په هغه کال کي دبني اسرائيلو هيڅ ماشوم نه وو ژل سوى له همدې وجهي څخه دى ژوندى پاته سو او موسى علیه السلام  په هغه کال پيدا سو چي په هغه کال باندي دبني اسرائيلو ماشومان وژل کېده . داچي هارون علیه السلام  په هغه کال پيدا سوى وو چي هيڅ ماشوم نه وژل کېده نو ځکه مور يې په ډېر امن لرونکي فضا کي پالنه کول خو موسى علیه السلام  تصادفاً په داسي کال کي پيدا سوى دئ چي په هغه کال کي ماشومان وژل کېده ، په هرصورت کله چي دموسى علیه السلام  دمور خپل زوى موسى علیه السلام  په حمل کي  سو نو ډېره غمګينه وه ددې غم دليري کېدو په موخه الله جل جلاله  دې ته وحي وکړې چي هيڅ غم مه کوه ستا په نس چي کوم ماشوم دئ ، ددې څخه به ډېر لوى انسان جوړيږي ، دډېري لوي مرتبې لرونکى به وي ، دالله جل جلاله  پيغمبر به وي بلکي دالله جل جلاله  دلويو پيغمبرانوڅخه به وي ته دغه ماشوم ته شيدې ورکوه که پر تاباندي دفرعون له خوابېره زياته سوه نو يو تابوت جوړ کړه او هغه تابوت ته دغه ماشوم واچوه او ددې څخه هيڅ مه بېرېږه چي هلاک به سي ځکه الله جل جلاله  ددغه ماشوم حفاظت کوي ، دموسى علیه السلام  مور په دې خبرو سره ډاډه سوه . الله جل جلاله  ددې خبري په اړه فرمايي :

وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ (7) فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ (8)  (سورة قصص الاية ٧ الي 8)
ژباړه : موږ دموسى علیه السلام  مور ته وحي وکړې چي شيدې ورکړه موسى علیه السلام  ته که ته پرده باندي وبېرېدې نو په درياب کي يې وغورځوه او ته مه پربېرېږه او مه غمګينه کېږه ، بېشکه موږ يې بېرته تاته در سپارو اوموږ دى دسولانو څخه ګرځوو. نو وبه نيسي کورنۍ دفرعون ددې لپاره چي ددوى دپاره دښمن اوغم سي . بېشکه فرعون ، هامان او ددوى لښکر دخطاوتونکو څخه دي.

د موسى علیه السلام الهي ساتنه او د فرعون په کور کي دده علیه السلام روزنه

موسى علیه السلام  په  پټه پردې  نړۍ سترګي روڼي کړې ، مور يې شيدې ورکولې او دالله جل جلاله  دلوري څخه دده دساتني ژمنه ورسره  سوې وه. کله چي دموسي علیه السلام  مور دفرعون دوينه چيښونکو پوليسو څخه وبېرېده نو يو تابوت يې جوړ کړ، پمبه يې  پکښي واچول بيا يې خپل زوى پکښي واچوئ او هغه تابوت يې رود نيل ته وغورځاوه دموسى علیه السلام  خور ته يې وويل چي دغه تابوت تعقيبوه چي چيري ځي ، دموسى علیه السلام  مور په دې ډاډه وه چي دغه ماشوم الله جل جلاله  ساتي نه ضايع کيږي دې داټول کارونه دالله جل جلاله  دلارښودني سره سم کول . لنډه داچي دغه تابوت اوبو يووړى په دغه اوبو کي دفرعون مينځياني لمبېدلې ناببره يې پردغه تابوت باندي سترګي ولګېدلې تابوت يې راواخيستى ددوى دافکر وو چي په دې تابوت کي به مال او سامان وي نو ځکه يې دغه تابوت سيده دفرعون مېرمني آسيې ته ورکړ، آسيې چي دغه تابوت خلاص کړ، يو ماشوم پکښي وو نو الله جل جلاله  ددې په زړه کي ددغه ماشوم مينه پيدا کړه په دغه وخت کي فرعون راغلئ کله چي يې دغه ماشوم وليدئ وې غوښته چي وې وژني ، دستي يي جلاد راوغوښتى څو دغه ماشوم مړ کړي خو آسيه پر ټينګه سوه ده ته يې زارۍ شروع کړې چي دغه ماشوم مه وژنه زه اولاد نه لرم زما زوى به سي . الله جل جلاله  يې بيان کوي او فرمايي :

وَقَالَتِ امْرَأَةُ فِرْعَوْنَ قُرَّةُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا   (سورة قصص الاية ٩)
ژباړه : دفرعون ښځي وويل : داماشوم زما او ستا دسترګو يخ والى دئ ،  ته يې مه وژنه نژدې دئ چي موږ ته به ګټه ورسوي او يا به يې په اولاد ونيسو.

فرعون آسيې ته وويل : ستا دسترګو يخوالى به وي زه هيڅ حاجت ورته نه لرم.ځينو ويلي دي چي که فرعون داسي ويلى واى چي دا ماشوم زما دسترګو يخوالى هم دئ الله جل جلاله  به هدايت ورته کړى واى لکه آسيې ته چي يې وکړئ خو ده نه وويل نو ځکه دغه نېکمرغي نه ورته ورسېدل او دتل لپاره بدبخته ددنيا څخه ولاړئ.

پر موسى علیه السلام  باندي د دايي حرامېدل

موسى علیه السلام  دآسيې سره اوسېدئ هغه آسيه چي په قسم سره يې دفرعون څخه دغه ماشوم غوښتى وو او فرعون هم ورکړى وو. الله جل جلاله  دآسيې په زړه کي دموسى علیه السلام  محبت اچولى وو. په همدې ډول دفرعون په زړه کي هم الله جل جلاله  دموسى علیه السلام  محبت اچولى وو دده سره يې ښه سلوک کاوه او نرمي يې پر کول لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي (39)   (سورة طه الاية ٣٩)
ژباړه : موږ واچوئ پر تاباندي قبلېدل زموږ دلوري څخه ددې لپاره چي ستا پرورښت زموږ په حضور کي وسي.

اسيه ديوې دايي په لټه کي سوه چي موسى علیه السلام  ته شيدې ورکړي او تربيه يې وکړي ، ډول ،ډول داياني يې راوستلې خو موسى علیه السلام  ديوې دايي غېږ ته هم نه ورتلئ ترداسي  بريده چي آسيه پردې وبېرېده چي دغه ماشوم هلاک نسي آخر خپله په دې کار پسي ولاړه سوه دموسى علیه السلام  خور يې وليده هغې ورته وويل ماته يوه دايي معلومه ده کېداى سي چي دهغه دايي غېږ قبوله کړي آسيې ورته وويل : ته دغه دايي راوله که يې دهغه دايي غېږ قبوله کړه او دهغې شيدې يي ورودلې زه به ډېر لوى انعام ورکړم او ښه به يې ونازوم . دموسى علیه السلام  خور ولاړه خپله مور يې راوسته دموسى علیه السلام  مور چي خپل زوى وليدئ نژدې وو چي تر خوله يې وتلي واى چي دا زما زوى دئ دستي يې دغه ماشوم راپورته کړئ په غېږ کي يې ونيوئ او شيدې يې ورکړې موسى علیه السلام  دخپلي مور شيدې په ډېر شوق سره ورودلي . دالله جل جلاله  عجيب کارونه دي ، دانسان عقل کار نه پکښي کوي  . الله جل جلاله  خپل دوست بېرته خپلي مور ته هم وصل کړ، او دخپل زوى پر روزولو يې تنخوا هم ورته مقرر کړه او هم يې خپل زوى په ښکاره روزلاى سو او مخکي پر حيرانه وه  چي څنګه اوچيري يې پټ کړي. 

آسيه ډېره خوشاله سوه چي ماشوم شيدې ورودلې او دموسى علیه السلام  دمور څخه يې وغوښتل چي دلې نژدې په داغه قصر کي واوسيږي او دغه ماشوم شيدې ورکوي او روزنه يې کوي ، بيا يې وعده ورکړه چي زه به تاته خورا زياته تنخوا کښېږدم او ښه انعامونه به درکړم خو دموسى علیه السلام  مور داخبره ونه منل او وې ويل : چي زه داکار نه سم کولاى ځکه زه خپل ماشومان او اولادونه پردې هلک نه سم پرېښودلاى په يوه شرط يې کوم چي دغه ماشوم ماته راکړې او زه يې  خپل کور ته بوزم ، هلته به يې ښه روزنه وکړم او ښه به يې نازوم . آسيې ورته ورسره  خوښه کړه پدې شرط چي تر  ټاکلي وخت وروسته به دغه هلک بېرته ماته راکوې ځکه ددغه هلک محبت زما په زړه کي ځاى نيولى دئ . دالله جل جلاله  ستر حکمت وو او دهغي ژمني پوره کېدل وه چي الله جل جلاله  دموسى علیه السلام  دمورسره کړې وه چي تاته به بېرته خپل زوى درکوم . موسى علیه السلام  دخپلي مور سره يوځاى سو په ښه ارامه فضا او مطمئن زړه سره يې مور پالنه کول او دفرعون تر مراقبت لاندي مور شيدې ورکولې لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (10) وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَنْ جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (11) وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ (12) فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (13) (سورة قصص الايات ١٠ الي ١٣) 

دموسي علیه السلام  دمور زړه دصبر څخه خالي وګرځېدئ خامخا نژدې وه چي دغه قصه ښکاره کړي که يې موږ زړه په ثبات اوصبر سره نه واى ټينګ کړى ددې لپاره چي دا دباور کونکو څخه سي . دموسي علیه السلام  مور دموسي علیه السلام  خور ته وويل : ورسه وې څاره چي نو دې ورته کتل لکه نابلده حال داچي دا فرعونيان نه پوهېدل . موږ پر موسى علیه السلام  باندي نوري داياني حرامي کړې نو خور يې وويل : ايا زه تاسو ته  يوه داسي کورنۍ وښيم؟ چي ددغه ماشوم روزنه وکړي او دوى دغه ماشوم ته خير غوښتونکي وي؟ موږ موسى علیه السلام  خپلي مور ته رد کړ، چي ددې سترګي په يخي سي او غمګينه نه سي او ددې لپاره چي داپوه سي چي دالله جل جلاله  وعده حقه ده مګر ډېر خلګ نه پوهيږي.

د قبطي وژل او د موسي علیه السلام  و مدين ته تلل

موسي علیه السلام  دفرعون په کور کي ځوان سو. په دغه کور کي يې په خورا عزت اوتکريم سره ژوند کاوه  داسي ژوند يې کاوه لکه دپاچهانو زامن . له همدې وجهي څخه دى دفرعون پر مرکبونو باندي سپرېدئ داسي جامې يې اغوستې لکه فرعون چي اغوستې ډېرو خلګ ده ته  دفرعون زوى ويل . موسي علیه السلام  يوه ورځ ښار ته راووتى په کوڅو کي ګرځېدئ ، ورځ دڅاښت په حالت کي وه ټول دکانونه تړلي وه خلګ په کورو کي بيده وه ناببره موسي علیه السلام  دوه کسان وليده چي په جنګ سره اخته وه  يوه دبله يې سره وهل په دوى دواړو کي قبطي برلاسى وو بني اسرائيلى يې ژوبل کړى وو په دغه وخت کي موسي علیه السلام  ور ورسېدئ بني اسرائيلي دموسي علیه السلام  څخه مرسته وغوښته موسي علیه السلام  هڅه وکړه چي بني اسرائيلى دقبطي څخه خلاص کړي نو بناءً يې پر قبطي حمله وکړه په يوه سوک يې وواهه کله چي موسي علیه السلام  قبطى په سوک وواهه قبطى ځاى پرځاى مړ سو. دموسي علیه السلام  په دې کارسره ډېره خوا بده سوه ، په دې کارسره ډېر پښېمانه سو ليري يوځاى وړلاى دالله جل جلاله  څخه يې پردې کار باندي استغفار وغوښتى او دالله جل جلاله  درحمت غوښتنه يې وکړه په دې کار باندي دموسي علیه السلام  پرته يوازي بني اسرائيلى خبر وو او بل الله جل جلاله  خبر وو بل هيڅوک په دې کارباندي خبر نه وه . قبطيان چي خبر سوه سخت په غصه سوه او دا کار يې پربني اسرائيلو باندي ور واړوئ بيا فرعون ته ورغلل او هغه ته يې وويل چي زموږ نفر بني اسرائيلو وژلى دئ بايد ددوى څخه انتقام واخيستل سي او دوى په اسانه باندي خلاص نه سي ځکه  که دوى داغسي پرېښودل سي بيا جرائت پيدا کوي او تل به بيا دغه کارونه کوي. فرعون  ورته وويل : 
 
تاسو وياست چي دا قتل بني اسرائيلو کړى دئ تاسو په خپلو سترګو ليدلى دئ؟ او که ددې کار لپاره شاهدان تېرولاى سئ ؟ چي داکاربني اسرائيلو کړى دئ؟ قبطيان بې جوابه پاته سوه سمدستي دقبطي دقاتل لټون يې پيل کړ، تصادفاً موسي علیه السلام  پر يوځاى باندي تېرېدئ بيا يې هغه بني اسرائيلى وليدئ چي دبل قبطي سره په جنګ اخته دئ هغه بني اسرائيلي چي موسي علیه السلام  وليدى نو دستي ورته ږغ کړ، چي ما ددې قبطي څخه وژغوره ، موسي علیه السلام  چي دده دا دوهم جنګ وليدئ ډېر په قهرسو چي ستا خو دهر چا سره جګړه وي بيا يې ورته وويل : (إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ) يعني ته ښکاره ګمراه يې . خو بيا هم ور روان سو ددې لپاره چي پر هغه قبطي باندي حمله وکړي ، بني اسرائيلي چي دموسي علیه السلام  په مخ کي دقهر اوغصې نښي وليدې ژر يې ناري کړې او وې ويل :

 أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ   (سورة قصص الاية ١٩)
ژباړه : اې موسي! ته غواړې چي ماووژنې لکه پرون چي دي يو سړى وواژه .

بني اسرائيلي چي داخبره وکړه قبطي واورېدل دستي يې دغه ځاى پرېښودئ سيده ولاړى نورو ملګرو ته يې وويل چي پرون چي کوم کس وژل سوى دئ دهغه قاتل موسي علیه السلام  دئ . خلګو وفرعون ته حال ورکړ، چي قبطي موسي علیه السلام  وژلى دئ . فرعون دستي خپل فوجيان ولېږل ترڅو موسي علیه السلام  ونيسي بيا يې ده ته راولي او دعامو خلګو په وړاندي يې قصاص کړي.ددې کار په کولو سره به بني اسرائيلو ته عبرت سي او بيا به ددې کار جرائت نه کوي . 

دفرعون ددغه امر سره سم فرعوني فوجيان راووتل په کوڅو کي يې په موسي علیه السلام  پسي لټون پيل کړ، دفرعون دکورنۍ څخه يوکس حزقيل نومېدئ پټ يې ايمان راوړى وو دموسي علیه السلام  په مخه ورغلئ او ورته وې ويل چي فرعون داسي فيصله کړې ده چي تا ووژني نو زما مشوره داده چي ته نوره داسيمه پرېږده بل هيواد ته ولاړ سه ځکه فرعون غواړي چي تاووژني . موسي علیه السلام  ددغه مسلمان ورور مشوره خوښه کړه دستي يې اراده وکړه چي دمصر څخه ووزي او مدين ته ولاړسي ، ددې ارادې دکولو سره يې الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي الله جل جلاله  لاره ورته وښيي او دتګ پرمهال دده دښمنان پر ړانده کړې او دده پرنيولو باندي هيڅوک بريالى نسي او نه دده دتګ لاره ډب کړي . ددغه خبري يادونه په لاندي آيت کي پوره ډول سره سوې ده چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ (15) قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (16) قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (17) فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنْصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوَسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُبِينٌ (18) فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ (19) وَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ (20) فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (21) (سورة قصص الايات ١٥ الي ٢١)

ژباړه : موسي علیه السلام  ښار ته داخل سو چي دښار ټول خلګ په کورنو کي بيده وه نو ددوه داسي کسان يې وليدل چي جنګ يې سره کاوه يو دده دقومه څخه وو او بل دده ددښمنانو دډلي څخه وو . هغه کس چي دده دقوم څخه  و  دده څخه يې مرسته وغوښته ده هم په مرسته پيل وکړ، او هغه خپل دښمن يې په سوک باندي وواهه هغه مړ سو نو ده وويل دا دشيطان عمل وو بېشکه شيطان ښکاره لار ورکونکى دښمن دئ. موسي علیه السلام  وويل : اې ربه! بېشکه ما پرخپل ځان باندي ظلم وکړ، ماته مغفرت وکړې . الله جل جلاله  ده ته مغفرت وکړ، بېشکه الله جل جلاله  زيات مغفرت کونکى او زيات مهربانه دئ . موسي علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! دهغه نعمت له وجهي چي تا ماته راکړى دئ زه دمجرمانو ملاتړونکى نه يم . بيا په ښار کي په داسي حالت کي سهار سو چي خلګ دقبطي په قاتل پسي ګرځېده په دغه وخت کي هغه کس بيا دده څخه مرسته وغوښته چي پرون يې مرسته ورسره کړې وه . موسي علیه السلام  ورته وويل : بېشکه ته ښکاره ګمراه يې . کله چي ده اراده وکړه چي هغه کس ونيسي چي ددوى  دواړو دښمن وو بني اسرائيلي وويل : اې موسي! ته غواړي چي ماووژنې لکه پرون چي دي هغه بل سړى وواژه. ته اراده نه لري مګر داچي ته په مځکه کي يو ظالم کس سې او ته اراده نه لرې چي ته دمصلحانو خلګو څخه جوړ سې. يو بل کس دښار دپاى څخه راغلى په ډېره چابکۍ سره او وې ويل : اې موسي! بېشکه رئيسان مشوره کوي چي تا ووژني نو ته دښار څخه ووزه بېشکه زه تاته دنصيحت کونکو څخه يم . نو موسي علیه السلام  دښار څخه وواتى دويري څخه دهغه کسانو چي دده لټون يې کاوه . موسي علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته دظالمانو څخه نجات راکړې. 
  

دشعيب علیه السلام د لور سره د موسي علیه السلام  نکاح او د پسونو څرول

موسي علیه السلام  دمصر دښار څخه وواتى او په دې وتوانېدئ چي دفرعونيانو دشر څخه ځان خلاص کړي. موسي علیه السلام  دمدين لوري ته  پلى حرکت وکړ، او دفرعونيانو دنيولو دويري څخه سره پېچل سوى وو په دې سفر کي يې دځان سره دخوراک لپاره کوم شى نه وو اخيستى له همدې وجهي څخه يې خپل خوراک ددرختو دپاڼو له خوا  پوره کوى . موسي علیه السلام  داتو ورځو دسفر کولو وروسته مدين ته ورسېدئ . دډېري لوږي اوستړيا څخه دحرکته لوېدلى وو نو تريوې درختي لاندي کښېناستى.

دابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دئ چي موسي علیه السلام  اته ورځي سفر کړى وو دخوراک لپاره يې هيڅ نه درلوده يوازي ددرختو پاڼي يې خوړلې ، سفر يې په لڅو پښو کاوه پر هره ډبرينه مځکه چي به ورغلى پښې به يې زخمي سوې ترډېرو ستړياوو وروسته مدين ته ورسېدئ نو ديوې درختي لاندي کښېناستى. موسي علیه السلام  دالله جل جلاله  دلويو مخلوقاتو څخه دئ.دموسي علیه السلام  نس دډېر لوږي څخه په پوښتى پوري موښتى  و. دى تردغه درختي لاندي ناست  و استراحت يې کاوه ناببره يې دوې نجوني وليدې چي پسونه يې څرول ، نورو خلګو په يوه لوي څاه باندي پسونه اوبول دوى به خپل پسونه ددغه نورو پسو څخه راګرځول چي دنورو خلګو په پسو ګډ نسي . موسي علیه السلام  چي دوى وليدلې زړه يې پر  وسوځى ، پوښتنه يې ځني وکړه چي تاسو دلته څنګه پسونه څروئ؟ هغو ورته وويل : زموږ پلار سپين ږيرى دئ زوى نه لري او ددغه پسو څرول او اوبول زموږ دغاړي دي ، موږ خپل پسونه دلې انتظار کړي وي تر هغه وخته پوري چي نور خلګ خپل پسونه اوبه کړي ، دهغوى څخه چي څه اوبه پاته سي بيا موږ خپل پسونه اوبوو. موسي علیه السلام  ددوى پسونه ور اوبه کړه بيا دهغې درختي ترسايې لاندي کښېناستى او دعا يې وکړه چي په لاندني ايت کي يې الله جل جلاله  بيان کړى دئ:

وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِنْ دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ (23) فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ (24) (سورة قصص الايتان ٢٣ ، ٢٤)

ژباړه : کله چي موسي علیه السلام  دمدين اوبو ته ورسېدئ نو پردغه اوبو يې يوه  ډله خلګ وليدل چي پسونه يې اوبول .بيا يې دوې نجوني وليدې چي خپل پسونه يې منعه کول . موسي علیه السلام  ددغه نجونو څخه پوښتنه وکړه چي ستاسو څه حال دئ؟ هغوى ورته وويل : موږ خپل پسونه ترهغه وخته پوري نه اوبوو چي نور خلګ پسونه اوبه کړي بيا يې موږ اوبوو او زموږ پلار سپين ږيرى دئ . موسي علیه السلام  ددغه نجونو پسونه وراوبه کړه بيا بېرته هغې سايې ته ولاړئ بيا يې وويل : اې زما ربه ! بېشکه زه وهغه نعمتونو ته چي تا راکړې دي محتاجه يم.

ابن کثير رحمة الله عليه  په خپل  تاريخ البداية والنهاية کي لکي :
که چي نورو چوپانانو خپل پسونه اوبه  کړه نو يوه لويه ډبره يې دهغه څاه پر خوله باندي کښېښوده بيا هغه دوې نجوني راغلې او دخلګو څخه په  پاته سوو اوبو يې خپل پسونه اوبول . موسي علیه السلام  چي کله دوى وليدې نو پوښتنه يې ځني وکړه هغوى ورته وويل : چي زموږ پلار سپين ږيرى دئ زوى نه لري ددغه پسو اوبول او څرول زموږ دغاړي دي نو موسي علیه السلام  هغه ډبره په يوازي سر پورته کړه ددغه نجونو پسونه يې وراوبه کړه بيايې بېرته هغه ډبره پر کښېښوده . نجوني چي ولاړې خپل پلار ته يې  قصه وکړه او پلار ته يې وويل چي دغه سړي ددغه نېک کار په بدل کي مزدوري ورکړه او دپسو څرولو لپاره يې مزدور کړه . شعيب علیه السلام  چي ددغه نجونو پلار وو يوه لور يې  موسي علیه السلام  ته ورواستول چي دى راولي هغه نجلۍ موسي علیه السلام  ته راغله پر لاري باندي په ډېر ادب ، حيا اوعفت سره دموسي علیه السلام  سره روانه وه بيا يې  موسي علیه السلام  ته وويل :

 زما پلار غواړي چي ستا داحسان بدله درکړي بيا يې ورته وويل : زما پلار غواړي چي ستا داحسان په بدله او دپسو څرولو په بدل کي ما تاته په نکاح درکړې . ددې مطلب ددغه خبري څخه داوو چي موسي علیه السلام  ته حقيقت حال معلوم کړي او ددې دغه څرکندونه وه چي ددې پر عفت ، حيا اوسپېڅلتيا باندي دلالت کوي ترڅو که کومه اشتباه وي هغه پورته سي .کله چي موسي علیه السلام  شعيب علیه السلام  ته راغلئ خپله پوره قصه يې ورته وکړه . شعيب علیه السلام  ورته وويل : ته هيڅ مه بېرېږه تا دظالمانو څخه نجات پيدا کړى دئ.بيا خپله يې لور ده ته په نکاح ورکړه او ولور يې دپسونو څرول وټاکئ . 

. ابن کثير رحمة الله عليه  ليکي : داچي موسي علیه السلام  ته چا خپله لور په نکاح ورکړه دعلماؤ ترمنځ اختلاف پکښي سته زيات علماء په دې آند چي دغه کس شعيب علیه السلام  وو. حسن بصري  رحمة الله عليه  هم دغه نظر تاييد کړى دئ. دامام مالک رحمة الله عليه  څخه هم روايت سوى دئ چي شعيب علیه السلام  دخپل قوم ترهلاکت وروسته زياته زمانه ژوند وکړ ، ترهغه بريده چي دموسي علیه السلام  سره يې وليدل او خپله لور يې په نکاح ورکړه .

ځيني بيا په دې آند چي دغه کس چي موسي علیه السلام  ته يې لور په نکاح ورکړه شعيب علیه السلام  نه وو بلکي دغه کس دشعيب علیه السلام  داکا زوى او هغه شعيب نه وو چي مدين ته لېږل سوى .

خو لومړى نظر راجح دئ او علماوو  تائيد کړى دئ. موسي علیه السلام  چي کله دشعيب علیه السلام  دلور سره نکاح وکړه لس کاله په مدين کي واوسېدئ او دشعيب علیه السلام  پسونه يې ورکتل ځکه پرده باندي لس کاله  پسونه څرول دمهر په توګه ټاکل سوي وه .داچي موسي علیه السلام  لس کاله پسونه څرولي دي ددې څخه دانتيجه په لاس راځي چي په دغه ډول کسبونو باندي دانسان بوختيا کوم عيب نه دئ بلکي ښه کار دئ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : هيڅ داسي پيغمبر نه دئ راغلى مګر داچي پسونه يې څرولي دي . يو چا پوښتنه ځني وکړه چي يارسول الله! تاهم پسونه څرولي دي ؟ ده مبارک په جواب کي ورته وويل : هو ، ماهم دقريشو پسونه ددينار دشلمي برخي په عوض څرولي دي. دالله جل جلاله  په دې کار کي حکمت دادئ چي پيغمبران يې دپسوڅرولو ته اماده کړه ــ چي پيغمبران  دپسو په څرولو کي عاجزه عادت سي او بيادخپل قوم په دعوت کي دعاجزۍ ، حلم او زغم څخه کار واخلي او په ډېر ښه ډول باندي دخپل قوم دعوت وکړي.تردې وروسته پيغمبران  علیهم السلام  دخپلو امتونو وقيادت ته نقل سي.


ومصر ته د موسي علیه السلام  رجوع  او د الله جل جلاله  سره د طور غره په وړاندي خبري
کله چي موسي علیه السلام  لس کلونه په مدين کي تېر کړه زړه يې وغوښتئ چي بېرته خپل وطن ته ولاړسي او خپلي کورنۍ ته ورسي له همدې وجهي څخه يې دمصر لوري ته حرکت وکړ، تر څه مزله وروسته شپه سوه ، هوا يخه سوه ، ډېر توند باد سو او ښځه يې هم حمل داره وه ، دې ته نژدې وه چي ماشوم وزېږوي په دغه وخت کي ده اراده وکړه چي د اور اله راوخلي يو څه اور بل کړي خو اور نه بلېدئ ، ډېر حيران سو ددغه حيرانتيا په حالت کي کښېناستى لوړ يې کتل چي يو څه وويني او دخپلو مشکلاتو دحل لپاره يو لاره پيدا کړي ، دى په دغه فکر کي وو چي دطور په غره کي يې يو نور وليدئ کله چي يې دا نور وليدئ نو دستي يې خپلي مېرمني ته وويل:

إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى (10)  (سورة طه الاية ١٠)
ژباړه :کله چي موسي علیه السلام  اور وليدئ نو کور ته يې وويل : تاسو دلې انتظار وکړئ ما اور وليدئ کېداى سي چي زه به يوڅه اور راوړم او يا به په  اورسره لاره پيدا کړم.

کله چي موسي علیه السلام  غره ته ورنژدې سوه ناببره يې دومره لويه رڼا وليده چي داسمان کنارې يې ټولي  نيولي وې لکه درخته چي ښاخونه يې اسمان ته رسېدلي وي په دغه وخت کي ده ته امر وسو چي خپل بوټونه يا څپلۍ وباسه . ده هم خپلي  څپلۍ وايستې او  دطور شېلې ته ورننوتى ، ډېر حيران او وېرېدونکي وو او پربدن يې لړزه راغله ، الله جل جلاله  خبري ورسره وکړې او فرعون ته يې په لېږلو او هغه ته يې په دعوت کولو باندي امرکړ، الله جل جلاله  يې بيان په لاندنيو اياتو کي کړى دئ:

إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى (10) فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَى (11) إِنِّي أَنَا  رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى (12) وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى (13) إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (14)  (سورة طه الايات ١٠ الي ١٤)

ژباړه :کله چي موسي علیه السلام  اور وليدئ نو کور ته يې وويل : تاسو دلې انتظار وکړئ ما اور وليدئ کېداى سي چي زه به يوڅه اور راوړم او يا به په  اورسره لاره پيدا کړم ، نو کله چي اور ته ورغلى موږ ورته اواز وکړ چي اې موسي! بېشکه زه ستا رب يم ته خپلي څپلۍ وکاږه بېشکه ته پر يوه سپېڅلي مقام باندي يې او زه تاپه رسالت باندي مختاره کوم نو غوږ وهغه څه ته کښېږده چي تاته وحي وسي ، بېشکه زه الله جل جلاله  يم داسي الله چي زما پرته بل لائق دعبادت نسته نو زما عبادت وکړه  او لمونځ زما ديادښت  لپاره قائم کړه.

په همدې ترتيب الله جل جلاله  موسي علیه السلام  دطور په غره کي په رسالت باندي ولېږئ او ده ته يې معجزې هم  ورکړې چي دده دنبوت په رښتينولى باندي دلالت وکړي دغه معجزې يوه لکړه چي وه به يې غورځول لوى مار به سو او بل لاس وو چي په ګرېوان به يې دننه کړئ سپيني شغلې به راووتې. موسي علیه السلام  دالله جل جلاله  څخه وغوښتل چي زما ورور هارون هم زما سره په پيغمبرۍ ولېږه چي زما سره همکاره او مرستيال سي الله جل جلاله  دده ورور هارون هم ورسره پيغمبر کړ، او امر يې  ورته وکړ، چي فرعون دالله جل جلاله  ددين ولوري ته دعوت کړي. الله جل جلاله  ددغه خبرويادونه په قرآنکريم داسي کوي:

قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ (33) وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ (34) قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ (35)  (سورة قصص الايات ٣٣ الي ٣٥)

ژباړه : موسي علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ما يوکس وژلى دئ زه بېرېږم چي دوى به ما ووژني او زما ورور هارون ترما ښه فصحيح دئ زما سره يې پيغمبر کړه چي زما مرسته وکړي او زما تصديق وکړي ، بېشکه زه بېرېږم چي دوى به ما درواغجن وبولي . الله جل جلاله  ورته وفرمايل : ژر دئ چي موږ به ستا بازو ستا په  ورور باندي پياوړي کړو او موږ  به تاسو ته دليل درکړو، هيڅوک به تاسو تاوان نه سي رسولاى زموږ دنښانو په سبب باندي. تاسو او هغه څوک چي ستاسو پيروي کوي  هغه برلاسي دي.

ځينو مفسرينو ويلي دي : کله چي موسي علیه السلام  هغه اور ته ورغلى دعوسج درخته ولاړه وه اور خپله ژبه پر راکشه ول ، موسي علیه السلام  ورته ودرېدئ حيران پاته سو په دغه وخت کي ده ته ږغ وسو لومړى ددې ځاى سپېڅلتيا او درنښت ورته وښودل سو ده ته امر وسو چي خپلي څپلۍ وکاږه بيا امر ورته وسو چي خپله لکړه وغورځوه او بيا امر ورته وسو چي خپل لاس په ګرېوان دننه کړه . ده هم دا کارونه وکړه لکړه چي يې پرمځکه وغورځول لوى اپي مار ځني جوړ سو ، لاس چي يې په ګرېوان دننه کړ، داسي روښنايي ځني راووته لکه لمر .

موسي علیه السلام مصر ته داخل سو او فرعون يې والهي دين ته عوت کړ
 کله چي موسي علیه السلام  الله جل جلاله  په پيغمبري سره مبعوث کړ، دطور دغره څخه دمصر پر لوري روان سو دشپې پر مهال باندي مصر ته ورسېدئ . دبله پلوه الله جل جلاله  هارون علیه السلام  ته وحي وکړې او دموسي علیه السلام  په راتګ سره يې زېرى ورکړئ . هارون علیه السلام  خبر ورکړئ چي زه الله جل جلاله  دموسي علیه السلام  وزېر جوړ کړى يم او الله جل جلاله  وفرعون ته زه  او موسي علیه السلام  په پيغمبرۍ سره لېږلي يو کله چي موسي علیه السلام  دده سره يوځاى سو نو دفرعون لوري ته ور روان سوه . دفرعون دربار ته چي ورسېده موسي علیه السلام  دفرعون درباريانو ته وويل : موږ ته اجازه راکړئ چي دفرعون سره ووينو ، درباريانو ورته وويل :

فرعون ته  څنګه ووايو چي څوک راغلي دي؟ موسي علیه السلام  ورته وويل : فرعون ته ووايه : چي دټول عالم دخداى جل جلاله  له لوري څخه دوه استازي راغلي دي غواړي چي تاته دعوت درکړي . درباريان دموسي علیه السلام  ددې خبري څخه وبېرېده سيده فرعون ته ورغلل اوورته وې ويل چي دلته دوه ليونيان راغلي دي او وايي چي موږ داله العالمين دلوري څخه استازي راغلي يو فرعون ته دعوت ورکوو فرعون ورته وويل : ورسئ رايې ولئ . درباريان راغله موسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  يې فرعون ته وروستل . موسي علیه السلام  دستي فرعون ته دعوت پيل کړ، دلوي خداي جل جلاله  لوري ته يې راوبلئ ، فرعون دپسخند په ډول ورته وويل : ايازما پرته بل لوى  خداى سته؟ وروسته يې بيا څېړنه وکړه چي دا هغه موسي علیه السلام  دئ چي دده په کور کي لوى سوى اوتربيه سوى دئ. الله جل جلاله  يې داسي بيان کوي:

قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ (18) وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ (19) قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ (20) فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ (21) وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ (22) قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ (23) قَالَ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ (24)  (سورة شعراء الايات ١٨ الي ٢٤)

ژباړه : فرعون موسي علیه السلام  ته وويل : اې موسي! ايا ته موږ  تربيه نه کړې په خپل کور کي دماشوموالي په حالت کي او تا دخپل عمر څخه څوکلونه زموږ په کور کي ګوزاره ونه کړه .او تا هغه کار وکړئ چي تا کړى دئ او ته دناشکره خلګو څخه يې . موسي علیه السلام  ورته وويل : ماهغه کار وکړئ زه په هغه وخت کي دلار ورکو څخه وم زه ددې وجهي څخه ستاسو څخه ولاړم چي ستاسو څخه بېرېدم الله جل جلاله  ماته حکم راکړئ او زه يې درسولانو څخه جوړ کړم .دغه نعمت دئ چي ته يې احسان پر مااچوي چي بني اسرائيل دي دځان لپاره بندګان جوړ کړي دي . فرعون ورته وويل : رب العالمين څوک دئ؟ موسي علیه السلام  ورته وويل : داسمانونو اومځکو رب دئ او  دهغه شيانو رب دئ چي دمځکي اواسمان په منځ کي دي که تاسو يقين پر کوئ.
 
د فرعون په وړاندي موسي علیه السلام او ساحران

کله چي موسي علیه السلام  فرعون ته خپل رسالت وښودئ او هغه ته يې دحق لوري ته دعوت ورکړ، نوفرعون وموسي علیه السلام  ته په زورولو ، عذابولو ، بندېدو او تبعيد سره اخطار ورکړئ موسي علیه السلام  ورته وويل : که زه تاته معجزه ښکاره کړم چي الله جل جلاله  ماته راکړې ده بيا هم ته ايمان نه راوړې  ؟ فرعون ورته وويل : ته خپله معجزه ښکاره کړه ، موسي علیه السلام  دستي خپله لکړه وغورځول لوي اپي مار ځني جوړ سو بيا يې په خپل ګرېوان کي لاس دننه کړ، ډول ، ډول شغلې ځني راووتلې . فرعون چي دغه حالت وليدئ وبېرېدئ دستي يې خپل نژدې خلګ راټول کړه او پوښتنه يې ځني وکړه چي داڅنګه پېښه ده ؟ هغوى ورته وويل : دا دموسي علیه السلام  سحر دئ خپل ساحران راټول کړه او دده علاج په وکړه ، دفرعون ددوى مشوره خوښه سوه دستي يې  خپل ټول ساحران راجمعه کړه او ورته وې ويل چي تاسو دموسي علیه السلام  مقابله وکړئ که مو موسي علیه السلام  په مقابله کي مات کړ، زه به تاسو ته لوړ ،لوړ انعامات درکړم ، ښه منصب به درکړم اودمقربينو خلګو څخه به مو جوړ کړم . ساحرانو همداسي وکړه څه چي يې په توان وه هغه يې دموسي علیه السلام  دمقابلې لپاره تيار کړه او دموسي علیه السلام  مقابلې ته راغلل بيا يې موسي علیه السلام  ته وويل چي لومړى ته خپل زور ښکاره کوي او که يې موږ ښکاره کړو . الله جل جلاله  ددغه خبري بيان داسي کړى دئ:

قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ (115) قَالَ أَلْقُوا فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ (116) وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ (117) فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (118) فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانْقَلَبُوا صَاغِرِينَ (119) (سورة اعراف الاية ١١٥ الي ١١٩)
ژباړه : ساحرانو وويل : اې موسي! ته خپله معجزه ښکاره کوې او که موږ خپل سحر ښکاره کړو؟ موسي علیه السلام  وويل : تاسو خپل سحر ښکاره کړئ . کله چي ساحرانو خپل سحر ښکاره کړئ دخلګو په سترګو باندي يې سحر وکړئ خلګ ځني وبېرېدل او دوى په يوه لوى سحر باندي راتلل وکړه . موږ موسي علیه السلام  ته وحي وکړې چي خپله لکړه وغورځوه کله چي ده لکړه وغورځول ناڅاپه يې ټول هغه شيان چي ساحرانو دمارانو په شکل ښکاره کړي وه ــ سره وپېچل او تېر يې کړه . نوحق ثابت سو او هغه څه باطل سو چي دوى يې عمل کړى وو . ساحران مغلوبه سوه او ذليله وګرځېدل.

ساحرانو ډول ، ډول رسياني اوهمسګاني دخپل سحر په  مټ دخلګو په سترګو کي ښکاره کړې او ويل يې دفرعون په عزت دي مو قسم وي چي موږ کامياب يو. موسي علیه السلام  چي ددوى سحر وليدئ موسي علیه السلام  ته ددوى پړي او رسياني دمارانو  په شکل ښکاره سوې نو دده په زړه کي ددې شيانو څخه يوډول بېره پيدا سوه الله جل جلاله  ده ته وحي وکړې چي ته مه بېرېږه خپله لکړه وغورځوه . موسي علیه السلام  خپله لکړه وغورځول دوى ساحرانو چي کوم شيان په درواغو او دخلګو دتېر ايستلو لپاره برابر کړي وه دمارانو په شکل ښکاره کېدل ټول يې تېر کړه ځکه دالله جل جلاله  زور تر هرباطل زيات دئ. الله جل جلاله  ددغه پيښي بيان داسي کوي :

فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَى (67) قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنْتَ الْأَعْلَى (68) وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى (69) (سورة طه الايات ٦٧ الي ٦٩)

ژباړه : دموسي علیه السلام  په زړه کي ددوى دسحر څخه بېره پيدا سوه موږ ورته وويل : ته مه بېرېږه بېشکه ته لوړ يې او هغه لکړه وغورځوه چي ستا په لاس کي ده وبه پېچي هغه څه چي دوى جوړ کړي دي بېشکه دوى دساحر چل جوړ کړى دئ او ساحر به خلاص نه سي هرځاى چي راتلل وکړي.

مؤرخين ليکي : کله چي موسي علیه السلام  په دغه ډګر کي خپله  لکړه وغورځول دده لکړه ديوه لوى مار په شکل جوړه سوه کوم پړي او رسياني چي ساحرانو جوړ کړي وه دهغه په تېره ولو يې پيل وکړئ خلګ چي دغه لوى وېرونکى او هولناک مار وليدئ ډېر سخت وبېرېدل او په تېښته يې پيل وکړئ . لومړي کسان چي دايمان ولوري ته راغلل او په ايمان مشرف سوه هغه ساحران وه چي فرعون دخپلي مرستي لپاره راوستلي وه او دموسي علیه السلام  سره يې مقابلې ته وړاندي کړي وه . دغه کسان پر سجده پرېوتل او پر  حقيقي  خداى جل جلاله  باندي يې ايمان راوړئ او خپل ايمان يې ښکاره کړئ ځکه دوى چي کله دموسي علیه السلام  معجزه وليده په دې پوه سوه چي دا يو الهي قدرت دئ دانسان په توان دومره کار نه دئ پوره ځکه دسحر او جادوګري پوره زور دوى استعمال کړى وو کله چي دموسي علیه السلام  معجزه پردوى غالبه سوه ددوى يقين سو چي داسحر نه دئ ځکه دسحر پوره زور موږ استعمال کړ، داچي دغه معجزه پر غالبه سوه ښکاره خبره ده چي دسحر نه دئ بلکي يو  الهي قدرت دئ نو ځکه په ايمانونو مشرف سوه او وې ويل :

 قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ (121) رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ (122) (سورة اعراف الايتان ١٢١ ، ١٢٢)

ژباړه : ساحرانو وويل : زموږ دعالميانو پر رب باندي ايمان راوړى دئ هغه رب چي دموسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  رب دئ.

فرعون چي کله وليدل چي دده ساحرانو ماته وخوړه او حقيقت برلاسى سو نو ددې لپاره چي خپله دغه شرمونکې ماته پټه کړي او خپل هيبت او ځواک څرګند کړي په همدې موخه يې وويل:

قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ (49)  (سورة شعراء الاية ٤٩)
ژباړه : فرعون وويل : تاسو ايمان راوړى مخکي  تردې چي زه اجازه درکړم . بېشکه تاسو ته موسي علیه السلام  خپل سحر درښودلى دئ نو ژر به تاسو پوه سئ زه به خامخا ستاسو لاسونه او پښې سره مخالف پرې کوم او تاسو ټول به اعداموم.

فرعون ساحران او جادوګران په اعدامولو ، لاس او پښې پرېکولو باندي تهديد کړه او پردوى باندي يې تور ولګاوه چي موسي علیه السلام  ستاسو مشر دئ تاسو ته يې سحر درښودلى دئ دامو ماته چم وکړئ چي په عام محضر کي مو مقابله سره وکړه . دفرعون پردې ټينګ يقين وو چي داچم نه وو بلکي ده ته معلومه وه چي موسي علیه السلام  او دغه ساحران بيخي نه سره  پيژني او نه يې تردې وړاندي سره ليدلي دي ځکه موسي علیه السلام  په مدين کي اوسېدئ او ساحران دلې  اوسېده هيچري سره يوځاى سوي نه وه نو چل به دکومي خوا وو؟ دغه ساحران فرعون دښارونو اواطرافو څخه سره راجمعه کړي وه چي دموسي علیه السلام  دعوه په ورباطله کړي. داچي فرعون ماته خوړلې وه نو دخپلي شرمندګۍ دپوټولو لپاره يې يوه بهانه لټول . په دې نه پوهېدئ چي دا بهاني دحق په وړاندي هيڅ اهميت نه لري همدا وجه وه چي ساحران پر خپل ايمان باندي ټينګ ودرېده دفرعون داخطارونو او تهديدونو هيڅ پروا يې نه ودرلوده بلکي دخپل ايمان  اواز يې پورته کړ ، خپل شجاعت يې قائم  وساته ، دفرعون او دده دسرکښۍ سره يې رقابت پيل کړ. الله جل جلاله  يې داسي بيان کوي :

قَالُوا لَنْ نُؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنْتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (72) إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (73)  (سورة طه الايتان ٧٢ ، ٧٣)

ژباړه : ساحرانو وويل : هيڅکله موږ تا نه اختياره پر هغه څه باندي چي موږ ته دمعجزو څخه راغلي دي او پر هغه ذات باندي چي موږ يې پيدا کړي يو نو ته دهغه څه فيصله وکړه چي کوې يې ، بېشکه ستا پرېکړه ددنيا په ژوند پوري ا ړه لري . بېشکه موږ پرخپل رب باندي ايمان راوړى دئ ددې لپاره چي موږ ته مغفرت وکړي زموږ دګناهونو او دهغه سحر چي تا په موږ په زوره  اجرا کړى دئ او الله جل جلاله  خير او تل پاتى دئ.

سعيدبن جبير رضی الله عنه فرمايي :کله چي ساحران پر سجده باندي پرېوتل دوى خپل ځايونه ، بنګلې او ماڼۍ په جنت کي وليدلې چي دوى ته برابر سوي وه له همدې وجهي څخه دوى دفرعون تهديد ته هيڅ توجه ونه کړه بلکي  دفرعون په وړاندي يې حق خبري ښکاره کړې. فرعون بدبخته خپل تهديدونه او اخطارونه په عملي ډول پيل کړه ددوى لاسونه اوپښې يې ورپرېکړې ، په ډېر سخت او دردونکي ډول سره يې دوى ټول شهيدان کړه . رضوان الله عليهم اجمعين.

ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : په سهار کي ساحران وه خو دورځي په پاى شهيدان اونېکوکاره وګرځېدل.

پر ګمراهۍ باندي د فرعون دوام

فرعون دموسي علیه السلام  پر رښتين ولۍ او دده پر حقانيت باندي ښکار معجزې او يقيني دلائل وليدل خو بيا هم پر خپل کفر باندي پاته سوه او خپلي ګمراهۍ ته يې دوام ورکړ او دموسي علیه السلام  سره پر دښمنۍ باندي ټينګ سو ، کومي څرګندي معجزې چي موسي کليم الله علیه السلام  ده ته ښکاره کړې ده هيڅ پاملرنه ورته ونه کړه. دفرعون قوم ده ته تل داسي خبري کولې چي ته موسي علیه السلام  او قوم پرېږدې چي په مځکه کي فساد وکړي او  پرده به يې نيوکي کولې چي ته ولي ددوى دبربادۍ لپاره اقدام نه کوي لنډه داچي فرعون به يې تحريکوئ دموسي علیه السلام  او دبني اسرائيلو پر ضد باندي . فرعون دخپل قوم دبيري دوجهي دوى ته ډاډ ورکاوه چي تاسو فکر مه کوئ زه به ددوى نارينه وژنم او ښځي به يې پرېږدم موږ خو پردوى برلاسي يو .

 دهمدې وعدې په پوره کولو دغه ظالم  لاس پوري کړ، سخت ظلم يې پربني اسرائيلو باندي پيل کړه ترداسي بريده چي دبني اسرائيلو سخت فرياد پورته سو موسي علیه السلام  ته يې ددغه ظالم شکايت وکړ، موسي علیه السلام  دوى ته دډاډ ، صبر اوزغم تلقين ورکاوه او تل به يې امر ورته کاوه چي تاسو دصبر څخه کار واخلئ ، همدا ډول به يې دوى ته زېرى ورکاوه چي دالله جل جلاله  له لوري څخه تاسو ته مرسته او برياليتوب راتلونکى دئ الله جل جلاله  ددغه پيښي يادونه داسي کړې ده :

وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ (127) قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (128) قَالُوا أُوذِينَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا قَالَ عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ (129)  (سورة اعراف الايتان ١٢٧ الي ١٢9)  

ژباړه : دفرعون دقوم رئيسانو ده ته وويل : ايا ته موسي علیه السلام  اودده قوم پرېږدې ددې لپاره چي په مځکه کي فساد وکړي ، تا او ستا خدايي پرېږدي؟ فرعون ورته وويل : ژر دئ چي زه به ددوى زامن وژنم او لوڼي به يې ژوندۍ پرېږدم او بېشکه موږ پردوى باندي برلاسي يو . موسي علیه السلام  خپل قوم ته وويل : په الله جل جلاله  سره مرسته وغواړئ ، صبر وکړئ ،بېشکه الله جل جلاله  دمځکي وراثت  هغه چا ته ورکوي چي دخپلو بندګانو څخه يې خوښ سي او ښې پايلي دپرهېزګارو خلګو دي.بني اسرائيلو موسي علیه السلام  ته وويل : دغه فرعون ستا تر راتګ وړاندي هم موږ زورولي يو ستا دمعجزې تر راتګ وروسته  مو هم  زوروي. موسي علیه السلام  ورته وويل : نژدې دئ چي الله جل جلاله  به ستاسو دښمن هلاک کړي او تاسو ته به دمځکي خلافت درکړي نو ودي ګوري چي څنګه دوى عمل کوي.

فرعونيانو ته د اوو عذابونو راتګ

کله چي فرعون الهي امرونه ونه منل بلکي دځان دعزت او قوت لپاره يې په ګناه لاس پوري کړ، دموسي علیه السلام  تکذيب يې وکړ، يعني الهي استازى يې نه باله او دبني اسرائيلو په عذاب ورکولو کي يې دهغه څه څخه کار اخيستى چي دده به په توان وو ، بني اسرائيل يې نه ازادول بلکي دوى يې ټول دځان غلامان ګرځولي وه او دبني اسرائيلو زورولو ته يې دوام ورکړ ، الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي فرعونيانو ته ووايي چي که تاسو بني اسرائيل نه ازادوى او الهي احکامو ته غاړه نه ږدئ نو نژدې دئ چي دالله جل جلاله  عذاب به پرتاسو راسي .

 دوى بياهم دجهالت پر لاره روان وه  دموسي علیه السلام  په دې خبرو سره يې غوږ نه ګراوه هغه وو چي دالله جل جلاله  عذاب راغلى دوى چي په عذاب اخته سوه نو دستي موسي علیه السلام  ته راغلل او ورته وې ويل : اې موسي! ته دعا وکړه چي الله جل جلاله  دا عذاب ليري کړي موږ به  خامخا ايمان راوړو او مؤمنان به نه زوروو کله چي به موسي علیه السلام  دعا وکړه ددوى څخه به عذاب پورته سو دوى به بېرته په سرکښۍ لاس پوري کړ، دمسلمانانو زورولو ته به  يې دوام ورکړ، اوخپله وعده به يې ماته کړه . الله جل جلاله  دوى ته ډول ، ډول عذابونه راوستل دايو ډول دوى ته اخطار وو څو دوى په الهي قدرت باندي دزړه له کومي پوه سي او دهدايت ولوري ته راسي خو دوى به په بيا ، بيا سره خپلي وعدې ماتولې او دعذاب دراتګ په وخت کي  به يې موسي علیه السلام  ته زارۍ کولې . کوم ابتلائات چي دوى ته راغلل لاندني نهه يې مشهور دي :

1. وچ کلي: الله جل جلاله  ددغه وچ کلۍ څخه په (السنين) سره تعبير کړى دئ او دغه دالهي ابتلاء او وچ کلۍ څخه عبارت دئ او دباران دنه اورېدو څخه عبارت دئ چي په پايله کي دوى دسختو مشکلاتو سره مخ سوه ، زراعت يې نه کېدئ آن تردې چي دپسو دڅرولو لپاره يې هم ورشو نه درلوده.
2. دميوو لږوالى : يعني ددوى باغو او درختو به لږ مېوې کولې ځکه ډول ، ډول آفتونه به پر مسلط سوه په پايله کي به دوى دسختو مشکلاتو سره مخ کېده.
3. طوفان : دا ابتلاء عبارت ده دسختو بارانو اوسيلابو څخه چي ددوى پر باغو او کښتو به مسلط سوه ټول شيان به يې ور برباد اوهلاک کړه . ابن عباس رضی الله عنه څخه هم داسي روايت سوى دئ . ځيني بيا په دې آند دي چي دغه طوفان دويالو دبهېدو څخه عبارت دئ چي پر دوى باندي به راتللې.
4. ملخان : پر فرعونيانو باندي داسي ملخان راغلل چي تر عادي راتګ زيات وه ټولي شنې ګياوي ، مېوې او درختي يې وپوښلې ، دومره زيات وه چي  بيخي د لمر وړانګي يې ددوى څخه بندي کړې ، ددوى ټول شيان يې هلاک کړه او هيڅ شي يې ورپرې نه ښودئ.
5. سپږي : دا داسي ابتلاء وه چي ددوى حبوبات يې له منځه وړل  . ځينو ويلي دي چي دا هغه سپږي دي چي ځيني حبوبات لکه منځه وړي له نخود ، لوبيا او داسي نور چي يو ډول خسمانان وکړي او بيا خرابي سي . ځيني بيا په دې آند دي چي دا هغه سپږي دي چي په بدن کي پيدا کيږي او دوى به يې ناارامه کول آن تردې چي بيخي به دوى ددغه سپږو دلاسه خوب نه سواى کولاى.
6. چنګوښي : دايو مشهور حيوانان دي چي پردوى باندي بيخي زياتي راغلې او دوى ته  يې بيخي ژوند ګران کړ، په خوراکونو کي به يې وې ، په لوښو کي به يې وې ، پرجاموباندي به يې وې  ، پرفرشونو اوداسي نورو باندي به يې دغه چنګوښي وې.
7. ويني : دداسي ابتلاء وه چي دموسي علیه السلام  ډېره څرګنده معجزه وه په داسي ډول چي اوبه به پردوى باندي په وينو بدلېدلې ، دهر څاه او چينې څخه چي به يې اوبه راوکښلې فورا به دغه اوبه په وينو باندي بدلي سوې هيڅ پاکي اوبه دوى نه سوې پيدا کولاى. حال داچي ددغو ټولو ابتلائاتو څخه بني اسرائيل په امن کي وه.
8. لکړه : مخکي مو ددغه لکړي بيان وکړ، چي دموسي علیه السلام  لويه معجزه وه کله چي به موسي علیه السلام  وغورځول په يوه لوى مار به بدله سوه.
9. لاس : ددې بيان هم وړاندي وسو چي موسي علیه السلام  به کله لاس په ګرېوان  کي دننه کړئ دګرېوان څخه به يې تېز نور اوروښنايي راووتل لکه لمر.
 
الله جل جلاله  ددغو ابتلائاتو په اړه فرمايي :
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ (سورة اسراء الاية ١٠١)
ژباړه : بېشکه موږ موسي علیه السلام  ته په اتو معجزو سره راتلل کړي وه.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :
وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ (130) فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَذِهِ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (131) وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ (132) فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ (133)  (سورة اعراف الايات ١٣٠ الي ١٣٣)
ژباړه : بېشکه موږ دفرعونيانو نيول وکړه په وچ کلۍ او دمېوو په کموالي سره ددې لپاره چي دوى پند واخلي . کله چي  به دوى ته نېکي ورسېده دوى به ويل : دا نېکي زموږ ده او که به دوى ته بدي ورسېده دوى به په موسي علیه السلام  او دده په ملګرو سره بدفالي کول . خبر دار اوسئ ددوى ددغه بدفالي بدي دوى ته دالله جل جلاله  دلوري څخه رسېدلې ده مګر زيات خلګ ددوى څخه نه پوهيږي.دوى به موسي علیه السلام  ته ويل کومه معجزه چي ته موږ ته راوړې دا ته په موږ سحر وکړې نو موږ پر تاباندي ايمان نه راوړو نوموږ پردوى باندي طوفان ، ملخان ، سپږي ، چنګوښي او ويني راواستولې . پرلپسې ابتلائات نو دوى کبر وکړ، او دمجرمانو قوم جوړ سوه.

د فرعون او دده د لښکر هلاکېدل
فرعون دالله جل جلاله  درسول او دالله جل جلاله  دکليم موسي علیه السلام  سره په عناد او کفر کي پاته سو کوم اخطارونه چي ده ته ورکړل سوه ده ته يې هيڅ ګټه ونه کړه په همدې وخت کي الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي يوه شپه ټول بني اسرائيل سره رايوځاى کړه ټول دشپې دمصر څخه ووزئ او دفلسطين لوري ته ولاړ سئ.

موسي علیه السلام  دخپلو ملګرو سره يوځاى دمصر څخه وتلو ته اماده سو. دده سره دخپل قوم څخه دسپين ږيرو پرته شپېته زره جنګيالي وه . موسي  علیه السلام  دخپل قوم سره يوځاى يوه شپه دمصر څخه وواتى دسور سمندرګي پر لوري وخوځېدئ ده او دده ملګرو په ډېره چابکۍ سره مزل کاوه . سهار چي فرعون دخوب څخه راپورته سو نه موسي علیه السلام  سته او نه يې قوم سته ، ښار ددوى ټولو څخه خالي دئ نو دستي يې داسانو يو سيل برابر کړ، څو بني اسرائيل بېرته ونيسي ، دومره لوي لښکر يې برابر کړ، چي داسي ويل سوي دي چي په دغه فوج کي سل زره اسان وه او دټول فوج شمېر يې تر يو ميلون اوشپېتو زرو پوري رسېدئ په بني اسرائيلو پسي راوان  سول دابل سهار په بني اسرائيلو پسي ورسېده دومره سره نژدې سوه چي دواړو ډلو يو دبل سره ليدل . بني اسرائيلو چي دفرعون فوج وليدئ خپل هلاکت يې يقيني وباله ځکه ديوې خوا درياب مخته ورته راغلى او دبلي خوا دفرعون فوج ورته راورسېدئ دوى يوازي دخپل هلاکت لپاره څو شيبې پاته بللې په همدغه وخت کي يې په فرياد کولو لاس پوري کړ، او نارې يې کړلې چي اې موسي! دفرعون فوج موږ ته راورسېدئ.

موسي علیه السلام  ددوى څخه بېره ليري کړه ، دوى ته يې ډاډ ورکړ او په دغه وخت کي يې خپله لکړه راوايستل درياب يې په وواهه په درياب کي کوڅې جوړي سوې ، څپې ،څپې سو هره څپه يې دومره لويه وه لکه غر او په اوبو کي دننه دغه کوڅې وچي سوې . بني اسرائيلو چي دالويه معجزه وليده چي بيخي عقل ورته حيرانيږي نو ډېر خوشاله سوه او په چابکۍ سره ددرياب په منځ کي په دغه کوڅو کي روان سوه ټول بني اسرائيل ودغه درياب ته ورننوتل آن تردې چي تر ټولو وروستى کس دبني اسرائيلو لاهم درياب  ته ورننوتى ، فرعونيان هم په دوى پسي ورورسېده فرعونيان په درياب نه وه ورګد سوي چي موسي علیه السلام  اراده  وکړه څو درياب په لکړه ووهي چي  درياب بېرته خپل حالت  ته وګرځي الله جل جلاله  امر ورته وکړ، چي درياب پر خپل حال باندي پرېږده ستا خداى جل جلاله  دغه فرعونيان په دغه درياب کي غرقوي لکه الله جل جلاله  چي يې بيان کوي اوفرمايي :

وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ (24)  (سورة دخان الاية ٢٤)
ژباړه : درياب پرېږده ارامېدو ته بېشکه دا يو داسي لښکر دئ چي غرقيږي.

فرعون چي درياب ته راورسېدئ دا حالت يې وليدئ چي بني اسرائيلو ته درياب لار ورکړه په سخته وېره کي ولوېدئ ، ددرياب پر څنډه باندي ودرېدئ زړه يې نه سواى کولاى چي په هغو کوڅو ورګډ سي په کومو چي بني اسرائيل ورګډ سوي وه بيا هم دچلاکۍ څخه يې کار واخيستى خپل لښکر ته يې ډاډ ورکړى په لوړ اواز يې وويل : تاسو وګورئ ! تاسو ته څنګه درياب لار درکړه چي خپل غلامان ونيسئ هغه غلا مان چي زموږ داطاعت څخه يې سرغړونه کړې ده او بېرته يې دځانو سره بوزئ زه پردې باور لرم چي موږ به بني اسرائيل نيسو او ټيټي سترګي به يې بېرته خپل ښار ته بيايو، فرعون خپل لښکر ودرياب ته رهنمايي کاوه څو هغه په درياب ورننوځي اوخپله نه ورننوتى غوښتل يې چي ځان ته ددې تکتيک په مټ نجات ورکړي خوخبره هغسي نه وه ځکه دده دهلاک وخت ډېر نژدي وو.

په دغه وخت کي يوه ملائکه راغلل دفرعون آس يې ددرياب لوري ته  رهنمايي کړ، دده اس په درياب ننواى دى يې هم ورسره کش کړ، لښکر چي دى وليدئ هغو زړه وکړ، په درياب ورننوتل ، کله چي دفرعون  ټول لښکر په درياب ورننواتى الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي درياب په خپله لکړه ووهي چي بېرته خپل حالت ته رد سي او هغه کوڅې چي پکښي جوړي سوي وې هغه بندي سي . موسي علیه السلام  درياب په لکړه وواهه درياب بېرته خپل حالت ته رد سو ټول فرعونيان يې غرق کړه ، الله جل جلاله  يې داسي بيان کوي:

فَأَتْبَعُوهُمْ مُشْرِقِينَ (60) فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَى إِنَّا لَمُدْرَكُونَ (61) قَالَ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ (62) فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ (63) وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ (64) وَأَنْجَيْنَا مُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَجْمَعِينَ (65) ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ (66) (سورة شعراء الايات ٦٠ الي ٦٦)
ژباړه : فرعونيانو چي بني اسرائيل تعقيب کړه چي بېرته يې دځان سره بوزي . کله چي فرعونيان او بني اسرائيل سره يوځاى سوه . دموسي علیه السلام  ملګرو وويل : موږ نيول کيږي . موسي علیه السلام  ورته وويل : هيڅکله داسي نه ده زما سره زما رب دئ تاسو ته به لاره وښيي . نوموږ موسي علیه السلام  ته وحي وکړې چي په خپله لکړه باندي درياب ووهه . و درياب وچاودى هره څپه يې لکه غر داسي سوه بيا مو فرعونيان ورته رانژدې کړه ، موسي علیه السلام  او  دده ملګرو ته مو نجات ورکړ، بيا مو هغه نور غرق کړه.

دفرعون ټول فوج غرق سو البته فرعون چي کله ددرياب څپو واخيستى او  دمرګ وخت ته نژدې سو نو ايمان يې راوړى او خپل اسلام يې اعلان کړ، لکه الله جل جلاله  چي بيان کوي :
إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ (90) آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (91) (سورة يونس الايتان ٩٠  ،٩١)
ژباړه : کله چي فرعون غرقېدو ونيوئ ، وې ويل : زه ايمان راوړم چي بل خداى جل جلاله  نسته پرته له هغه خدايه چي بني اسرائيلو ايمان پر راوړى دئ او زه دمسلمانانو څخه يم.ده ته وويل سوه : اوس ايمان راوړې مخکي دي نافرماني کول او ته دمفسدانو څخه وې.
دده ايمان ده  ته هيڅ ګټه ونه کړه بلکي دخپلو ملګر سره دجهنم سختو  عذابونو ته وصل سوه چي بياخلاصون ځني نسته.

بني اسرائيل د تيه پر مځکه باندي

کله چي الله جل جلاله  فرعون او دده فوج هلاک کړه، موسي علیه السلام  او بني اسرائيلو ته يې نجات ورکړ،نو الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي بيت المقدس ته ولاړ سي . پرلاري بني اسرائيل تږي  سوه په داسي حال کي چي موسي علیه السلام  ته په غصه وه شکايت يې ورته وکړ، چي موږ سخت تږي يو . الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي په لکړه باندي دغه لويه ډبره ووهي ،  موسي علیه السلام  چي په لکړه باندي ډبره ووهل دهغې ډبري څخه دوولس چينې راووتلې او دهري چينې څخه يوې ، يوې قبيلې اوبه چيښلې. ددوى دلوږي دليري کولو په موخه الله جل جلاله  پردوى باندي من او سلوي نازول دا ډېر بهترين خواړه وه او دتکليف پرته لاسته راتلل .

 بيا الله جل جلاله  موسي علیه السلام  ته امر وکړ، چي بيت المقدس ته داخل سي او الله جل جلاله  به تاسو دبيت المقدس فتحه درنصيب کړي ، په بيت المقدس کي ځيني ظالمان خلګ اوسېدل چي دکنعانيانو او حيثانيانو پاته کسان وه .موسي علیه السلام  خپل قوم ته امر وکړ، چي دغه ښار ته ورداخل سي او ددوى سره  جهاد وکړي الله جل جلاله  به تاسو ته برياليتوب درنصيب کړي . بني اسرائيل ددې کار څخه لاس پر سر سوه او جهاد کولو ته يې زړه نه ښه کاوه او ورته وې ويل :
فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَا هُنَا قَاعِدُونَ (24) (سورة مائدة الاية ٢٤)
نو ته ولاړه سه ، ته اوستا رب ورسره وجنګېږي موږ دلې درته ناست يو.

مؤرخين ليکي : موسي علیه السلام  تردې وړاندي چي دبني اسرائيلو څخه وبيت المقدس ته دننوتلو خواهش وکړي څو تنه بني اسرائيل يې بيت المقدس ته ولېږل څو دهغه خلګو حال اواحوال راوړي ، دغه کسان چي موسي علیه السلام  لېږلي وه دوولس تنه وه دغه کسان چي بيت المقدس ته ورغلل دهغه ځاى خلګ ډېر غټ ، غټ وه دوى چي هغه غټ ، غټ خلګ وليده په زړه کي يې بېره پيدا سوه کله چي بېرته راستانه سوه نورو بني اسرائيلو ته يې قصه وکړه نورو بني اسرائيلو چي ددوى خبري واورېدې په زړه کي يې بېره پيدا سوه ،همت يې دلاسه ورکړ، او دجهاد کولو څخه يې منعه وکړه ، بله خبره لاداده چي بني اسرائيل لا دوړاندي په مصر کي دقبطيانو تر واک لاندي  ډېر وخت په غلامۍ او ذلالت کي تېر کړى وو همت يې  ډېر لږ وو نو ځکه يې دجهاد کولو څخه مخ واړوى او دالله جل جلاله  دامر څخه يې سرغړونه وکړه . 

کله چي دوى دغه نافرماني وکړه الله جل جلاله  دوى ته لويه سزا ورکړه هغه داچي الله جل جلاله  دتيه پرميدان باندي دوى څلويښت کاله محبوس کړه ،دوى چي به پريوه ځاى باندي تنګ سوه نو دهغه ځاى څخه به يې سفر وکړ، هر څومره مزل چي به يې کړى  وو کله چي به کښېناسته بېرته به پر هغه ځاى ناست کوم چي حرکت به يې ځني راکړى وو. الله جل جلاله  يې بيان کوي:

قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ (26) (سورة مائده الاية ٢٦)
ژباړه : الله جل جلاله  وفرمايل : بېشکه پردوى باندي دغه مځکه حرامه سوه څلوېښت کاله ، دوى به سرګردانه وه په مځکه کي نو ته پر فاسقانو باندي مه غمګينه کېږه.

دغه الهي عذاب تر هغه پوري  دوام درلودئ چي دغه موجوده نسل چي په غلامۍ کي يې ژوند درلودئ او همتونه يې  ټيټ وه له منځه ولاړئ ددوى نوى نسل چي په ازادۍ او عزت کي يې ژوند کړى  وو نوي ځوانان سوه هغوى بيا ديوشع بن نون علیه السلام  سره يوځاى بيت المقدس ته ورغلل او هغه يې فتحه کړ.

د بني اسرئيلو د قصې څخه عبرت

قرآنکريم  دبني اسرائيلو په اړه زياتي قصې کړي دي او ددوى پيښي يې په  تفصيل سره بيان کړي دي دا ټول ددې لپاره چي انسان ددغه امت دسرکښه ژوند څخه عبرت واخلي هغه امت چي نعمت ته يې په  انکار او احسان ته يې په عصيان سره جواب وايه .الله جل جلاله  پردوى باندي زيات نعمتونه کړي وه او ددښمن دغلامۍ څخه يې خلاص کړي وه.

الله جل جلاله  فرعون او هغه فوج هلاک کړه خو بني اسرائيلو دټولو الهي احسانونو سره ، سره دګيلګي عبادت شروع کړ، دموسي علیه السلام  ددعوت څخه يې  مخ واړوى انبياء علیهم السلام  يې وژل ، دانسانانو پاکي ويني به يې تويولې ، داسي کارونه يې ترسره کول چي په اورېدو سره يې دانسان دبدن  وېښتان شک دريږي ، آخري پايلي يې داسي سوې چي الله جل جلاله  دوى په بېزوګانو اوخنزېرانو باندي بدل کړه. تر الهي غضب اوقهر لاندي راغلل ، لنډه داچي په ډېره خواري اوذلت باندي اخته سوه الله جل جلاله  يې دليل بيانوي او فرمايي:

ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (112)  (سورة آل عمران الاية ١١٢)
ژباړه : دا له دې امله وو چي دوى دالله جل جلاله  په اياتو سره کفر کاوه او انبياء علیهم السلام  يې په ناحقه وژل . دا له دې وجهي چي دوى نافرماني کول او تېرى کونکي وه.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :

وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (40) (سورة عنکوب الاية ٤٠)
ژباړه : نه دى الله جل جلاله  چي پردوى باندي ظلم وکړي مګر دوى پر خپلو ځانو باندي ظلم کاوه.

که وغواړو چي دبني اسرائيلو ټولو جرمونو وليکو دا به ډېر ګران کار وي بلکي په لويو، لويو کتابو کي به هم راټول نسي ځکه ددوى بداخلاق ،  بده رويه او جرمونه يوه لويه سلسله ده نه داچي دوى دبشر په وړاندي جرم کاوه بلکي دانبياؤ علیهم السلام  په وړاندي يې هم جرمونه کول آن چي دلوى خداى جل جلاله  په وړاندي يې هم دبې حيايۍ څخه کار اخيستى لکه چي الله جل جلاله  به  يې بخل ، عجز ، ظلم او داسي نورو اتهماتو سره يې نوموى . الله جل جلاله  ددغه خبري يادونه کړې ده اوفرمايي:

وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ (سورة مائدة الاية ٦٤)
ژباړه : دوى به ويل : دالله جل جلاله  لاس تنګ دئ يعني بخيل دئ (العياذبالله) ددوى لاسونه  تنګ دي پردوى لعنت دئ دهغه څخه په سبب چي دوى يې وايي بلکي الله جل جلاله  زيات سخي دئ دومره نفقه کوي چي خوښه يې سي.

دبني اسرئيلو نوري پيښي او واقعاتي هم سته چي ددوى په اړه راغلي دي خو زه ددې ويري څخه چي کتاب ډېراوږ نه سي پرېږدم.

د موسي علیه السلام وفات

موسي علیه السلام  دتيه په مځکه کي وفات سو البته دده وفات دهارون علیه السلام  تر وفات وروسته وو بيت المقدس ته لانه وو تللى چي وفات سو ځکه لکه مخکي چي مو وويل چي يوشع بن نون علیه السلام  په مشرۍ بيا دبني اسرائيلو اولادونه بيت المقدس ته ننوتل . موسي علیه السلام  چي کله وفات کېدئ عمر يې ١٢٠ کاله وو . 

بخاري شريف دموسي علیه السلام  دوفات په اړه دملک الموت حديث رانقلوي چي کله دموسي علیه السلام  دوفات لپاره راغلل ........... رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : که هلته واى ما به تاسو ته دموسي علیه السلام  قبر درښودلى واى په يوه سره ريګنه مځکه کي دده مبارک قبردئ  چي دلاري څخه يو څه واټن لري او څنګ ته يې يوه لويه ډبره شتون لري .

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم الدين 

ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 
 
د همدې برخي نور توکي

د حضرت صالح علیه الصلاة والسلام ژوند لیک