تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابراهیم علیه السلام د ازمایښت پړاوونه
  تعلیم الاسلام
  August 22, 2017
  0

د ابراهیم خلیل الله ازمایښت په انځور کي

 لیکنه: شيخ الحديث  الحاج  مولوي  محمد عمر خطابي

 
د قدر وړ لوستونکو!      
 
   السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته   وبعد
 
        هر انسان چي د عقل څښتن وي او د وړکتوب د معافۍ دوره يې پای ته ورسيږي بالغ شي نو د همدې مهال څخه نيولې بيا تر هغه مهاله، چي روح يې د تن څخه بېليږي د ژوند په هره لحظه او هر ګړي کي د ازمايښت د پړاونو څخه تېرېږي او په بېلا، بېلو ډولونو ازمايل کېږي ، ددې امتحان په نتيجه کي، چي کوم کسان کامياب سي د هغو د جنت ښکلي دايمي نعمتونه او د کائناتو د څښتن رضا په برخه کېږي او کوم کسان، چي په دې امتحان کي معاذ الله ناکامېږي هغوى به د جهنم په سرو لمبو کی سوځل کېږي ، د دنيا د امتحان وروستۍ او پرېکړنده پايله او نتيجه د قيامت په لويه ورځ را څرګندېږي او د پايلي په نتيجه کي انسانان پر دوو ډلو وېشل کېږي لکه څه ډول، چي الله فرمايلي دي: فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ (سورت الشوری ايت ۷)  ژباړه: يوه ډله به په جنت کي وي او بله ډله به د جهنم په غټ اور کي وي .
 
   پدې سرليکنه کي لومړی دا پوښتنه جوابوو، چي د دنيا امتحان څه ډول او په کومو شيانو کي اخيستل کېږي ؟ او وروسته بيا د دنيا په ازمايښتونو کي د کامياب شوو کسانو څخه د يو ستر شخصيت يعني ابراهيم علیه السلام  د امتحان لنډه قصه بيانوو ترڅو په هغه پسي هر مؤمن اقتداء وکړي، ځکه پدې قصه کي که يو اړخ ته د دنيا د امتحان ډېر سخت او تريخ حالت ياد سوی دى خو بل طرف ته يې د کاميابۍ داسي د خوښۍ زېرى ذکر سوی دئ، چي په اورېدلو يې د هر ډول سخت امتحان په وړاندي د مقاومت او تحمل جذبه په مسلمانانو کي راپېدا کېږي.
 
   د مطرح سوي پوښتني په جواب کي ويلای سو، چي د انسانانو څخه که څه هم بېل بېل امتحانونه اخيستل کېږي او په جلا جلا شکلونو ازمايښتونه په کېږي، خو دا ټول ازمايښتونه او امتحانونه تر دوو ګټګوريو او عنوانونو لاندي راځي ، ځيني امتحانونه د شکر تر عنوان او ګټګورۍ  لاندي او ځيني نور بيا د صبر تر عنوان او ګټګورۍ لاندي راځي.
 
   د شکر په امتحان کي شاکر کامياب او ناشکره ناکام بلل کيږي او د صبر په امتحان کي صابر کامياب او بې صبره ناکام شمېرل کيږي.
 
    همدا وجه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شاکر او صابر مؤمن هر حالت د خوښۍ وړ بللی دى: امام مسلم دصُهَيْب رضي الله عنه  څخه راويت کوي چي وايي رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ (مسلم ) ژباړه: د مؤمن کار د تعجب او خوښي وړ دى، ځکه د مؤمن هر کار او هر حالت د هغه لپاره خير او ګټمن دى، او دا حالت بېله مؤمنه و بل چا ته نسته، که مؤمن لره د راحت او خوښی حالت ورسېږي او شکر يې ادا کړي نو دا حالت دده لپاره خير او ګټمن دئ، او که ضرر او تکليف ورته ورسېږي او صبر پر وکړي نو دا حالت هم دده لپاره خير او ګټمن دى.
 
   انسانانو ته الله جل جلاله  بې شمېره نعمتونه ورکړي دي او د دې هر نعمت په شکر ازمايل کېږي، پر نورو انسانانو واک او سلطه لرل دا هم د الله جل جلاله  د نعمتونو څخه يو نعمت دى، الله جل جلاله  و سليمان علیه السلام  ته داسي واک ورکړی وو، چي د خپل عصر د يو مستقل مملکت د ملکې پلنګ په يوه لحظه کي ورته راوړل شو ، دا يو ډېر ستر واک دى، ځکه د پادشاهانو حرم سرای او د بيدېدو ارام ځای خو پرېږده د دربار و شاوخوا ته يې نژدې لا هم بېله اجازې څخه څوک نسي ورنژدې کېدلای، خو سليمان علیه السلام  ته الله جل جلاله  داسي ستره واکمني او پياوړی سلطنت ورکړی وو، چي د بلقيسي پلنګ د سترګو په رپ کي ورته راوړل سو ، د واک ددې ستر نعمت په ليدلو سره سليمان علیه السلام  وويل: هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُر(سورت  النمل ايت۴۰ )
 
 ژباړه: دا زما د رب فضل دئ ترڅو ما وازمايي، چي ايا زه ددې نعمت شکر ادا کوم او که ناشکري يې کوم.
 
 ددې قرآني آيت څخه څرګنده سوه، چي انسانانو لره چي هر ډول نعمت ورکول کېږي د هغه نعمت د شکر په اداينه ازمايل کېږي، د نعمت شکر دا دئ، چي بنده به دا نعمت د خپل ځان کمال او ذاتي استحقاق نه بولي بلکي د الله جل جلاله  د لوري څخه به يې د الله جل جلاله  فضل او رحمت ګڼي لکه څه ډول چي سليمان علیه السلام  وويل : هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي دا زما د رب فضل دى، چي داسي ستر واک يې وماته راکړی دى، چي د نورو پادشاهانو پلنګ لا هم په يوه لحظه او ګړي کي ماته راوړل کېږي، او د نعمت بل شکر دادی، چي د نعمت څخه به د الله جل جلاله  په عبادت کي کار اخلې او د خپل ژوندانه په لارو چارو کي که د نعمت څخه کار اخلې نو هغه به هم په مشروع ډول وي يعني د نعمت څخه به په هغه ډول کار اخلي د څه ډول کار اخيستني لپاره، چي الله جل جلاله  دا نعمت ورکړی دى، همدا راز پدې نعمت کي، چي الله جل جلاله  څه حقونه پر بنده لازم کړي دي هغه حقونه به ورڅخه ادا کوې، او بل داچي د نعمت لکبله به د الله جل جلاله  ستاينه او حمد په ژبه بيانوې، د مثال په ډول خواړه او چيښاک ستر نعمتونه دي، دا نعمتونه به بنده د الله جل جلاله  فضل او رحمت بولي او د نعمت په سترګه به ورته ګوري، په جايز ډول به يې لاس ته راوړي او په جايز ډول به يې خوري او چيښي ترڅو هم په و پايي او هم خوند او لذت ځني واخلي او هم د ژوندانه پر چارو او د خپل رب د عبادت پر کولو توان او طاقت په ومومي او د الله جل جلاله  په نامه به يې خوراک او چيښاک پېلوي، چي ده لره يې دا نعمت ورکړی دى او هم به د فراغت وروسته د الله جل جلاله  ستاينه او حمد بيانوي، که څوک دا ډول وکړي نو دا ددې نعمت شکر سو نو همداکس د همدې نعمت په امتحان کي بريالی ګڼل کېږي او هغه سپېڅلی ذات، چي دا نعمت يې ده لره ورکړی دى ځني راضي کېږي لکه څنګه، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: إِنَّ اللَّهَ لَيَرْضَى عَنْ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا (مسلم عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ )
 
 ژباړه :يقينا الله جل جلاله  د هغه بنده څخه راضي کېږي، چي هغه يو خوراک وخوري او بيا د الله جل جلاله  حمد پر ووايي او يو چيښاک وچيښي او بيا د الله جل جلاله  حمد پر ووايي.
 
     که څوک بيا نعمت ته د نعمت په سترګه نه ګوري او يا يې د الله جل جلاله  د لوري نه بولي بلکي د ځان ذاتي استحقاق او کمال يې ګڼي، د ګناه په کارونو او د الله جل جلاله  څخه په سرلغړونه کي کار ورڅخه اخلي نو دا بيا د نعمت ناشکري ده لکه قارون ته چي الله جل جلاله  ډېر مال او دولت ورکړی وو، خو دا مال او دولت ده په فساد او وران کاريو کي خرڅاوه، د خپل قوم مؤمنانو، چي څه مهال نصحت ورته کاوه، چي ته فساد مه خپروه بلکي د خلګو سره احسان کوه لکه څه ډول چي الله جل جلاله  ستا سره احسان کړی دی ، او د دنيا څخه د آخرت ونډه واخله، خو ده په جواب کي ورته ويل : إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي (سورت القصص ايت۷۸) ژباړه: دا مال او دولت پدې مالره راکول سوی دى، چي الله جل جلاله  پر ما علم درلودى، چي زه ددې وړتيا او استحقاق لرم، د همدې ناشکرۍ لکبله الله جل جلاله  قارون د خپل ټول مال او دولت سره په مځکه نن ايستی او همداسي به په مځکه پسي ننوځي.
 
   همدا ډول هر ناشکره بنده، چي د نعمت د شکر په ازمايښت کي ناکام سي نود نعمت څخه د بې برخي کېدو سزا ورکول کېږي او يا به يې هماغه نعمت د عذاب وسيله ګرځول کېږي .
 
د دنيا د ازمايښتونو دوهمه کټګوري او برخه د صبر امتحان دى، الله جل جلاله ځيني انسانان په صبر ازمايي، په ځاني او جسماني مشکلاتو او پرېشانيو يې اخته کوي، د مالي کړاونو او تاوانونو سره يې مخ کوي، د خپلوانو په مړينه او ستونزو يې ازمايي د صبر امتحان د شکر تر امتحان ډېر سخت دى نو ځکه يو انسان، چی په څوني اندازه الله جل جلاله  ته نژدې او مقرب وي په هماغه کچه په سختيو او کړاونو کي ازمايل کېږي .
 
   لکه څه ډول، چي سعد رضي الله عنه  وايي: د نبي صلی الله علیه وسلم  څخه يو چا پوښتنه وکړه: أي الناس أشد بلاء؟ په خلکو کي څوک د سختو کړاونو او ازمايښتونو سره مخ کېږي؟ 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل: الأنبياء ثم الامثل فالأمثل يبتلى الرجل على حسب دينه فإن كان صلبا في دينه اشتد بلاؤه وإن كان في دينه رقة هون عليه فما زال كذلك حتى يمشي على الأرض مال ذنب (رواه الترمذي وابن ماجه والدارمي ) 
 
ژباړه : نبيان علیهم الصلاة والسلام  تر بل هر چا د سختو مصيبتونو سره مخ کېږي ورپسې، چي تر نورو غوره وي د هغو وروسته چي بيا تر نورو غوره وي، يو سړی د خپل ديانت په کچه په سختيو ازمايل کېږي ، که په ديانت کي پياوړی  وو نو د هغه د مشکلاتو ازمايښت سخت وي ، او که په ديانت کي کمزورۍ وو  نو د کړاونو ازمايښت يې پر کمېږي، همدا ډول د کړاونو د ازمايښت سلسله روانه وي څو پدې سختيوسره داسي د ګناه څخه پاک وګرځي، چي د مځکي پر مخ به ګرځي خو هيڅ ګناه به هم نه لري.
 
 ددې ښکاره مثال د ابراهيم علیه السلام  د ازمايښت دى،الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  د ډېرو غټو ازمايښتونو سره مخا مخ کړ، آن تر دې، چي د خپل زوی په حلالولو امر کړل سو، خو ابراهيم علیه السلام  پدې امتحان کي کامياب وګرځېد او په دنيا کي د موفقيت زېرئ ورته ورکړل سو او د الله جل جلاله  د خليل ستر لقب او مقام يې تر لاسه کړی، د ابراهيم علیه السلام  د زوی د حلالولو قصه يوه رښتنې واقعه ده، د ابراهيم علیه السلام  پلار آزر او قوم يې د بتانو عبادت کاوه، ابراهيم علیه السلام  هغو ته د توحيد دعوت ورکاوه خو هغو ايمان نه راوړى آخر د هغو بتان يې ور مات کړل او بيا د بتانو د ماتولو لکبله خپل قوم په غټ اور کي وغورځاوه، خو الله جل جلاله  هغه اور دده لپاره د سلامتيا اور وګرځاوه، بيا يې د الله جل جلاله  په حکم شام ته هجرت وکړ، هلته د الله جل جلاله  حکم ورته وسو، چي خپله ښځه هاجر رضي الله عنها  او د هغې څخه خپل ماشوم زوی اسماعيل علیه السلام  د مکې ناآباده سيمي ته بوځي او هلته يې پرېږدي، ده همداسی وکړل، په دا مهال کي په مکه کي د چيښاک اوبه لا هم نه وې او نه خلک هلته هستوګن وه، بلکي وچ غرونه وه، چېري، چي کعبه شريفه جوړه سوې ده هلته نژدې يې هاجر رضي الله عنها  او اسماعيل علیه السلام  پرېښول او په ژي کي يې څه اوبه ورته پرېښودلې، ورڅخه رهي سو، هاجر رضي الله عنها  په پسې سوه، چي چېري را څخه ځي او په دا وچو غرونو کي مو چاته پرېږدې؟ ابراهيم علیه السلام  جواب نه ورکاوه، ځکه همداسي حکم ورته سوی وو آخر هاجر رضي الله عنها  ورته وويل، چي ايا د الله جل جلاله  همداسي حکم درته سوی دى؟ ابراهيم علیه السلام  د سر په اشاره ورته وويل:
 
 هو، نو هاجر رضي الله عنها  وويل، چي خبره همداسي ده نو الله جل جلاله  مو نه ضايع کوي، ابراهيم علیه السلام  ځني ولاړى او په شام کي د خپلي بلي ښځي ساره رضي الله عنها  سره اوسېدی او کله ناکله به مکې مکرمې ته د هاجر رضي الله عنها  او اسماعيل علیه السلام  و پوښتني ته ورتلی، الله جل جلاله  و هاجر رضي الله عنها  او اسماعيل علیه السلام  ته د زمزم د اوبو چېنه وبهېوله او پر همدا اوبو د يمن د جرهم قبېلې څو کورنه هم ورسره ټېک سول، همدا ماشوم، چي داسي سن ته ورسېدی، چي د خپل پلار سره يې تګ او راتګ کولای سوای ،عمر يې د اوو کلنو يا لسو کلنو په شاه وخوا کي سو، پدې سن او سال کي اولاد پر مور او پلار تر بل هر وخت ډېر ګران وي، او تر بل هر وخت يې سترګي په خونکي کيږي، همدا يو زوی يې وو او د هغه څخه به په مياشتو مياشتو مسافر هم وو، ځکه ابراهيم علیه السلام  به د الله جل جلاله  په حکم زيات وخت په شام کي ؤ او د لږوخت لپاره به پر هاجر رضي الله عنها  او اسماعل علیه السلام  راګرځېدی، په دا وخت کي ابراهيم علیه السلام  د يو بل ستر ازمايښت سره مخ سو، هغه داچي همدا يو بچی چي ده درلودى او ډېر ورته محبوب ؤ او هم به يې ډېر وخت په پردېسي کي شپې او ورځي ځني تېرولې د الله جل جلاله  د رضا لپاره حلال کړي، ابراهيم علیه السلام  دا الهي حکم د خپل زوی سره شريک کړ ترڅو د خپل سپېڅلي بچي غبرګون ددې ستر ازمايښت په وړاندي ځان ته معلوم کړي، الله جل جلاله  په قرآن کريم کي د خپل رښتني خليل او د هغه د موفق بچي غبرګون ددې ستر ازمايښت په وړاندي داسي بيان کړی دئ، چي ابراهيم علیه السلام  خپل زوی ته وويل : يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى.
 
.  ژباړه : اې زما زوی کيه ! ما په خوب کي وليدل، چي زه تا حلالوم نو ته وګوره چي ستا څه نظر دی ؟ 
 
مسلمانانو وړونو او خويندو ! د دنيا د ژوند هره شېبه او هره لحظه د ازمايښت او امتحان ده، دا هر څه نعمتونه الله جل جلاله  و انسانانو ته ورکړي دي، انسان ته سترګي، غوږونه، ژبه، زړه ، لاس او پښې او د بدن نور ټول غړي الله جل جلاله  ورکړي دي، انسان ته يې د انسانيت ښکلی جسم او صورت ورکړی دى الله جل جلاله  پدې ټولو بدني نعمتونو بندګان ازمايي، چي دا انسان دا سترګي ، غوږونه ، ژبه او زړه د الله جل جلاله  په ذکر او فکر، د الله جل جلاله  په عبادت او بندګي کي کارورڅخه اخلي او که د بدن غړي د شيطان په ولکه او اختيار کي ورکوي او دګناه په کارونو کي کار ترې اخلي.
 
   دا د انسانانو په لاسونو کي شتمني، مال او دولت ټول د الله جل جلاله  لخوا څخه ورکول سوي دي او بيا الله جل جلاله  د انسانانو د ازمايښت لپاره په دغو مالونو کي ځيني حقونه لازم کړي دي لکه عشر ، زکات ، سرسايه ، اختری او داسي نور اسلامي وجايب، ترڅو پدې سره الله جل جلاله  انسان وازمايي، چي دی ددې مال او دولت څخه لږ مقدار يعني په سلو کي دوې نيمي افغانۍ زکات يا داسي نوري وجيبې ځني ورکوي او که د الله جل جلاله  حکم تر پښو لاندي کوي خو که د شيطان لخوا څخه امر کړل سي، چي په اسراف او ګناه کي ټول مال وښندي نو هلته بيا پور کولو ته لا هم تيار وي خو د شيطان د حکم څخه سرلغړونه ورته پېغور ښکاري. 
هر مسلمان ته پکار ده، چي د غفلت د خوب څخه راوپاڅي او پدې پوه سي، چي نن ورځ که موږ خپلي سترګي، غوږونه، ژبه، زړه او نور بدن د الله جل جلاله  په عبادت کي ستړي او ستومانه نه کړو نوبيامو هم د مرګي خزان په مخ کي دى دا ټول د بدن غړي به مو د چنجيو خوراک او خاوري کېږي ، دا مال او دولت که نن د الله جل جلاله  په لاره کی مصرف نه کړو، سبا دا هر څه شاته را څه پاتېږي .
 د ابراهيم علیه السلام  قصه، چي الله جل جلاله  په قرآن کي ذکر کړې ده ددې قصې يو مقصد دادى، چي مؤمنان په هغه پسي اقتدا وکړي، ابراهيم علیه السلام  دا مهال فقط يو زوی اسماعيل علیه السلام  درلودى، د هغه څخه يې شپې او ورځي په پردېسي کي تېرولې څه مهال، چي اسماعيل علیه السلام  د خپل پلار کومکي وګرځېدى تله او راتله يې ورسره کول نود الله جل جلاله  حکم ورته وسو، چي ته دي دا ګران بچی زما د رضا لپاره حلال کړه، دا زوی الله جل جلاله  ورکړی وو نو ابراهيم علیه السلام  هم د خپل رب لخوا څخه ورکول سوی نعمت يعني د ګران زوی و قرباني کولو ته د خپل رب د غوښتنی سره سم چمتو سو او خپل زوی ته يې وويل : يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى.  ژباړه: اې زما زوی کيه ! ما په خوب کي وليدل، چي زه تا حلالوم نو ته وګوره، چي ستا څه نظر دئ؟ 
 
      زوی يې هم د پلار په شان د خپل رب و حکم ته غاړه کښېښودل او پلار ته يې وويل: يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (102) ژباړه : اې بابکه ! په کوم څه چي امر شوی يې هغه وکړه، ژر به ما ان شاء الله د صبر کونکو څخه ومومې .
 
        د الله جل جلاله  سره د هر شي خزانې بېشماره دي، الله جل جلاله  و هيچا او وهيڅ شي ته اړتيا نه لري، الله جل جلاله  چي د بندګانو څخه د هغو د مال ښندني او سرښندني غوښتنه کوي دا صرف او صرف د امتحان او ازمايښت د پاره کوي ترڅو د بنده اخلاص او په بندګۍ کي د هغه رښتينتوب راڅرګند کړي، ابراهيم علیه السلام  او اسماعيل علیه السلام  چي دواړه د الله جل جلاله  و حکم ته غاړي کښېښودلې او د الله جل جلاله  د امر د پر ځای کولو لپاره، چي څه يې په بشري توان کي وه هغه يې وکړل او خپل اخلاص او رښتينتوب يې ثابت کړئ نو الله جل جلاله  په دنيا کي د موفقيت او کاميابۍ زېرى ورکړى ، د قربانۍ د پاره وړاندي سوی زوی يې هم الله جل جلاله  وروساتی او د بل زوی يعني اسحق علیه السلام  زېرى يې هم ورکړی، الله جل جلاله  يې داسي حکايت کړی دى: 

فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ (103) وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (10) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا.
 
ژباړه: نو څه مهال، چي دواړه د الله جل جلاله  و حکم ته تسليم سول او ابراهيم علیه السلام  اسماعيل علیه السلام  پر ټيک باندي د حلالولو لپاره پرې ايستی، او موږ ږغ پر وکړی، چي اې ابراهيمه علیه السلام ! تا خپل خوب رښتنی کړ يعني په خوب کي درته سوئ امر دي پر ځای کړئ.  إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105) ژباړه: يقينا موږ همدا ډول مخلصانو او احسان کونکو ته بدله ورکوو.
 
يعني هر بنده، چي په اخلاص د الله جل جلاله  بندګي کوي او د الله جل جلاله  حکم ته ځان تسليموي د الله جل جلاله  د نعمتونو شکر ادا کوي او په مصيبت او پرېشانيو کي صبر کوي، نو هغو ته و دې ته ورته بدله او ثواب ورکوو.
 
ابراهيم علیه السلام  چي خپل زوی قربانۍ ته وړاندي کړئ، نو الله جل جلاله  په وروستيو امتونو کي ښه نېک نوم او شهرت ورکړئ، قربانۍ ته وړاندي سوی زوی يې ور وژغوره او په عوض کي يې الله جل جلاله  فديه ورکړه هغه د فديې مږ يې پر ځای حلال کړ، او د بل داسي زوی زېری يې ورکړ، چي هغه به هم صالح او نبي وي لکه څنګه، چي په وروستيو آياتونو کي الله جل جلاله  داسي فرمايلي دي: وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ (112)
 
ژباړه: او موږ و ابراهيم علیه السلام  ته د اسحاق زوی زېری ورکړى، چي هغه به هم نبي او د صالحانو څخه وي .
 
مسلمانانو وړونو او خويندو ! په موږ او تاسو کي بډايان او شتمن کسان هم و دې ته په ورته خو په ډېر معمولي امتحان ازمايل کېږي، هغه داچي په لوی اختر کي قربانۍ وکړو، پسه، بزه يا لږ تر لږ د اوښ يا غوايي په اوومه برخه کي د قربانۍ کولو ګډون وکړو، ترڅو په ابراهيم علیه السلام  پسې د اقتدا کولو په ترڅ کي د هغه د ستر امتحان ياد تازه وساتو او هم يې پر هر ورېښته ثواب لاس ته راوړو.زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رضي الله عنه  وايي د رَسُولِ صلی الله علیه وسلم  ملګرو وويل : يَا رَسُولَ اللَّه  صلی الله علیه وسلم ِ مَاهَذِهِ الْأَضَاحِيُّ؟ اې د الله جل جلاله  رسوله صلی الله علیه وسلم  دا قرباني څه شی ده، چي موږ يې کوو؟
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وول: سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ دا ستاسو د پلار ابراهيم علیه السلام  سنت او تګ لاره ده، هغو وويل :
 
فَمَا لَنَا فِيهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم ؟نو موږ لره پدې قربانۍ کولو کي څه اجوره راکول کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : بِكُلِّ شَعَرَةٍ حَسَنَةٌ (ابن ماجه ) پر هر ورېښته يې نيکي درکول کېږي .
 
و بالله توفيق  
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۵ ګڼه
 
 
 
د حضرت ابراهیم علیه السلام قرباني

سرته