تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د چکچکو حکم
 
  October 14, 2014
  0

 د الله جل جلاله حمد او ثنا دي وي چي په انساني بڼه یي زمونږ خلقت کړی دئ او ددې پیرزویني سره سره یې په اسلامي دین دمشرف کیدو پیرزوینه هم راباندي کړې ده.


د اسلام په مبارک دين کښي زیاتي ځانګړتیاوي موجودي دي اوهیڅ شی هم پټ ندئ هرڅه یي روښانه او څرګند کړي دي حتی چي د سر د ویښتانو څخه شروع بیا د پښو د کوچنۍ ګوتي تر نوک پوري دین د انساني ژوندانه چارو ته شامل او رسیدونکی دئ .

الحمدلله زمونږ  ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده او نورهم بايد د اسلامي اصولو دغښتلي کیدو لپاره پکښي کار وسي او د اسلام ددین اصول او لوړ مفاهيم ور ته ښه څرګند سي چي یو دهغوڅخه د تصفیق يا چکچکو حکم دئ چي زمونږ په ټولنه کښي  یي څه زور اخیستی دئ نو اړینه ګنل کیږي تر څو ددې موضوع شرعي حکم راسربېره سي او د خپلو ټولنوالو سره یې شریک کړو،که چاته د موضوع شرعي حکم معلوم وي زموږ مسئوليت به رفع سي، او که حکم نه وي ورته معلوم حکم  به يې ورته معلوم سي او ددي ليکني په ذريعه به زمونږ د ټولني څخه یو بیګانه رسم او رواج له منځه تللی وي .

د تصفیق تاریخچه :

د تصفیق يا چکچکو عمل د اسلام څخه وړاندې هم وجود درلود او د جاهلیت په وخت کي د کفارو یو ډول عبادتي رسم وو کله چې به کفار بیت الله شریفي ته د خپل رواج مطابق د عبادت په نيت راغلل نو لاسونه به يې پړکول او شپيلکي به یي وهل، خو د اسلام په راتګ سره د جاهلیت  دود، رسم او رواج پای ته ورسیدئ ځکه د بدۍ او مذمت په اړه یې قرآني ایاتونه نازل سوه او مسلمانانو ته یي د جاهلیت د رواجونو بدي وښودله.

له بده مرغه داسلام د راتګ څخه وروسته د لومړي ځل لپاره دغه ناوړه عمل د یوولسم (۱۱) ميلادي قرن په لمړیو کي په ليبیا کې راڅرګند سو چي پرمختګ یي ډیر ګړندی نه وو  په (۱۴۹۲) میلادي کال کښې مصرته راغلی چي  محمد بن المتوني و جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه  ته یولیک ولیږئ اوپه هغه کې يې ددې ناوړه کړنو د مخنيوي لپاره ورڅخه مشوره وغوښته .

همدغه راز په (۱۹۸۵) میلادي کال کښې په موریتانیا کښې په ځانګړي ډول د سیاسي فعالیتونو د نفوذ او زیاتوالي لپاره د چکچکو څخه استفاده کیده، چې بالآخره دې بدي پدیدې نن تقريباً ټولي اسلامي نړۍ ته سرايت کړی دئ او دغه ناوړه کړني زموږ محفلونوته هم را رسیدلي دی.

تصفيق يا چکچکي چي د هر مقصد لپاره وي که د تعبد او احترام په غرض وي، که د موسیقۍ په محضر کښي وي، که  په محفلونو، حکومتي دوائرو، پوهنتونونو، مکاتبو، مشاعرو، لوبغاليو (سټډيومونو) او هر ډول ځایونو کښي وي هیڅ ډول مشروعیت نلري که څه هم د محصلينو يا لوبغاړو د تشويق لپاره وي.

د تصفیق يا چکچکو د حرمت دلائل :

لومړی دلیل : الله جل جلاله فرمایي : (وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ). (د انفال سورت: ۳۵ ).
ژباړه: او د دوی لمونځ نه وو د کعبې سره مګر شپيلۍ وهل او لاسونه  پړکول وو  نو د خپل کفر  په بدله کي عذاب وڅکئ.

په پورتني آیت کښي دوې کلمې یادي سوې چي زمونږ د موضوع اړوند استدلال او استشهاد ورڅخه کیږي چي هغه (مکاء) او (تصدیة) کلمې دي.

(۱)- مکاء: د شپيلکي د آواز ایستلو په معنی دئ: ددې معني د توثیق لپاره یو شمیر صحابه او تابعین مفسرین لکه عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، مجاهد او عکرمه رضي الله عنه  دمکاء په معنا کښي وایي چي کفار به کله مسجد حرام ته راغلل خپلي ګوتي به يې په خولو کښي واچولي او شپيلکی به يې کاوه دا ځکه چي د جاهلیت د زمانې د کفارو  عبادتي رسم وو .


(۲)- التصدیة: چي د تصفیق يا د لاسونو پړ کولو په معنا دئ.

په دي اړه  تفسیر المنیر د ابن عباس رضي الله عنهما د قول څخه نقل کوي وایي چي (المکاء و التصدیة) د کفارو عبادت دئ. 

دا چي اسلامي شریعت د کفارو سره د مشابهت کارونه په ځانګړي ډول په عبادتي مراسمو کښي مطلق رد کړي دي ابو داود رحمة الله علیه  د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما  په حواله روایت کړی دئ چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي : مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ .
څوک چي د کوم قوم سره مشابهت کوي نو دغه کس د هغه قوم څخه دئ !نعوذ بالله . 

او دا هم ثابته شوه چي د کفارو عبادتي مراسم د تصفیق په ډول ترسره کیده چي په دې کښي د کفارو سره مشابهت رامنځ ته کیږي نو د مشابهت له کبله تصفیق ناروا سو که څه هم د تشویق او یا خوشحاليو په مراسمو کښي وي  .

امام طبري رحمة الله علیه  د سعيد بن جبير رحمة الله علیه  څخه روایت کړی دئ  چي کفارو به د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  د ازارولو او استهزاء په نیت طواف کاوه او چکچکي به يې کولې نو دغه آيت نازل سو.

ددې روایت په استناد ويلای سو چي د هغه چا سره مشابهت به څومره نا جائز وي چي د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم سپکاوی کوي ؟! 

دوهم دلیل : قتاده رضي الله عنه فرمایي چي د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  څخه نقل دي: (عشر خصال عملتها قوم لوط بما اهلکو.....وذکر منها الصفیر و التصفیق ) (رواه ابن عساکر)
ژباړه: لس خویونه چي د لوط (علیه السلام)  قوم کول او په هغه سره هلاک شول..... د شپيلکي او چکچکو یادونه یې وکړه.

د پورتني حدیث څخه په اخیستنه ویلای سو چي تصفیق په اسلام کښي د خوشحاليو په محافلو او داسي نورو ځایونو کښي هم ناروا ګڼل شوی دئ .

دريم دلیل:  تصفیق د نبوي دور او همدغه راز د صحابه وو د کړنو سره هيڅ سر نه خوري ځکه هیڅ وخت په دوی کښي نده پیښه شوي چي دوی په یو شي خوشحاله شوي وي او لاسونه یي پړکولي وي، دوی ته چي به د خوشحالۍ خبره راغله خپله خوشحالي به يې په حمد، ذکر او تکبیر ویلو سره څرګندوله؛ ددې موضوع د اثبات لپاره زیات مثالونه سته چي له هغو څخه یوه هم د عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما  د زیږیدني واقعه ده: وَكَانَتِ الْيَهُودُ تَقُولُ : قَدْ أَخَذْنَاهُمْ فَلاَ يُولَدُ لَهُمْ بِالْمَدِينَةِ وَلَدٌ ذَكَرٌ، فَكَبَّرَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللهِ صلی الله علیه وسلم  حِينَ وُلِدَ عَبْدُ اللَّهِ.(المستدرک للحاکم: ۳ج ۵۴۸ص )
 
 کله چی مسلمانان مدينې منورې ته مهاجر سول، یهودو به ویل چي صحابه ز مونږ د سحرتر اثر لاندي راغلل او نارینه اولاد نسي زیږولای، کله چي عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما  وزيږېدئ د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  صحابه وو رضي الله عنه  تکبيرونه وویل.

څلورم دلیل : تصفیق يا چکچکي د ميړاني  خلاف عمل دئ (او د ښځو سره مشابهت دی).

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
---------
یادونه: په حدیث شریف کي چکچکي کول په لمانځه کي د اشارې په ډول صرف د ښځو لپاره یو کار بلل سوي دی: التَّسْبِيحُ لِلرِّجَالِ وَالتَّصْفِيقُ لِلنِّسَاءِ. رواه البخاري
چکچکي اوس هم عموماً د ساز او سروز  خصوصاً د عیسویانو د مذهبي سندرو په ساز او سروز کي رول لري. 
 

سرته