څانګه: انبیاء (عليهم الصلاة والسلام) نيټه: October 30, 2014
       
د حضرت یحی علیه السلام ژوند لیک
يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا (۱۲) وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا (۱۳) (سورة انبياء الايتان ١٢ ، ١٣)
ژباړه : اې يحيى !دکتاب احکام واخله په خپله توانايۍ سره موږ تاته  په ماشومتوب کي پوهه درکړې ده او تاته مو دخپل لوري څخه شفقت او سپېڅلتيا درکړې ده  او دى پرهېزګار وو. 

په قرآنکريم کي ديحيى علیه السلام  يادېدل

ديحيى علیه السلام  نوم په قرآنکريم کي  څلور ځايه په سورة آل عمران ، انعام ،مريم او انبياء سورتونو کي ذکر سوى دئ. الله جل جلاله  نوح علیه السلام  ستايلى دئ په سپېڅلتيا ، نېکوکار ، تقوي ، صلاح ، صبر او استقامت سره يې دده ستاينه کړې ده . په يو ځاى کي الله جل جلاله  دده په اړه داسي فرمايي :
وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا (۱۳)وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُنْ جَبَّارًا عَصِيًّا. (سورة انبياء الايتان ١٣ ،١٤)
 ژباړه : او تاته مو دخپل لوري څخه شفقت او سپېڅلتيا درکړې ده . او دى پرهېزګار وو.دمور اوپلار سره نېکي کونکى وو، سرکښه او نافرمانه نه وو.

الله جل جلاله  يحيى علیه السلام  په دېرش کلنۍ کي په پيغمبرۍ سره ولېږى. همدا ډول الله جل جلاله  يحيى علیه السلام  ته سيادت ، دښځو سره بې رغبتي ، دناوړه  او بدو کارونو څخه ليرى والى. يوازي ټول عمر يې په  سپېڅلتيا او دالله جل جلاله  په اطاعت کي تېر کړى وو الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي :
وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ.  (سورة آل عمران الاية ٣٩)
 
ژباړه : يحيى علیه السلام  به سردار وي ، دښځو څخه به بې رغبته وي او نبي به وي دصالحانو او نېکانو خلګو څخه.

د يحيى علیه السلام  نسب

 يحيى علیه السلام  دزکريا علیه السلام  زوى دئ . زکريا علیه السلام  ددان زوى دئ ، دان دمسلم زوى دئ ، مسلم دصدوق زوى دئ ، صدوق دحشبان زوى ..... تر هغه وخته چي دنسب سلسله يې دالله جل جلاله  دپيغمبر حضرت سليمان علیه السلام  پوري رسيږي چي دداود علیه السلام  زوى وو. داود علیه السلام  ديعقوب علیه السلام  داولادې څخه ديهوذا زوى وو لکه مخکي چي دداود علیه السلام  دنسب په سلسله کي دده دسلسله بيان سوه چي تر يعقوب  علیه السلام  پوري رسېدلې وه.

د يحيى علیه السلام  زېږد

يحيى علیه السلام  تر عيسى علیه السلام  درې مياشتي وړاندي وزېږېدئ. يحيى علیه السلام  دعيسى علیه السلام  سره په يوه زمانه کي وو . يحيى علیه السلام  دعيسى علیه السلام  سره ډېر زمانه ژوند کړى دئ او ددعوت په لاره کي دوى دواړه سره همکاري کول او سره يوځاى وه. 

الله جل جلاله  يحيى علیه السلام  ته زېرى وکړى وو چي يحيى علیه السلام  به تقوا ، صلاح ، پرهېزګارۍ ، سپېڅلتيا او دمادي نعمتونو سره به نه مينه او داسي نور غوره اخلاق  لري . يحيى علیه السلام  لکه الله جل جلاله  چي زېرى ورکړى وو په همغسي ډول يې ژوند کاوه دځوانۍ زياته مده يې په دښتو کي ژوند کاوه دالله جل جلاله  په عبادت به بوخت وو او خوراک به يې دښتي شيان وه ددنياوي نعمتونو سره يې هيڅ مينه نه درلوده. يحيى علیه السلام  ددښتي توکو په خوړلو سره بسنه کول ددنياوي نعمتونو دپيدا کولو دتکليف څخه يې ځان خلاص کړى وو ، دځان لپاره اوخوراک اسانه کړى وو. يحيى علیه السلام  به زيات وخت دالله جل جلاله  دبيري څخه په عبادت او عاجزۍ سره اخته وو او زيات وخت به يې ژړل.

مجاهد رحمة الله علیه  ليکي : يحيى علیه السلام  به په دښتو کي په عبادت بوخت ووخوراک به يې واښه وه. دالله جل جلاله  دويري څخه به يې زيات ژړل ، دومري به يې ژړل چي آخر يې دسترګو پردې پرې سوې.
ابن عساکر رحمة الله علیه  ليکي : يوه ورځ ديحيى علیه السلام  مور او پلار دده لټه پسي دښت ته راووتل ډېر وګرځېدل ، دډېرو ګرځېدو وروسته يې يحيى علیه السلام  داردن په يوه بحيره کي پيدا کي چي دالله جل جلاله  په عبادت اخته وو. دالله جل جلاله  دويري څخه يې دومره ژړل چي خپل مور او پلار يې په خپله ډېره ژړا سره ډېر وژړول.

الله جل جلاله  يحيى علیه السلام  ته په ماشومتوب کي زياته پوهه ورکړې وه ، دزيات حکمت اوعلم څښتن وو. ددين ټول احکام يې دماشومتوب څخه زده وه، خلګو به دده څخه ددين داحکامو پوښتنه کول . داحکامو لوړ او جيد عالم وو.
 
کله چي دېرش کلنۍ ته ورسېدئ الله جل جلاله  په پيغمبرۍ سره  ولېږئ او دپيغمبرۍ لوى افتخار يې ور په برخه کړى او امر يې ورته وکړى : 

يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ.  (سورة انبياء الايتان ١٢ ، ١٣)
ژباړه : اې يحيى !دکتاب احکام واخله په خپله توانايۍ سره.

دخثيمة څخه  روايت سوى دئ : عيسى علیه السلام  دمريم رضي الله عنها  زوى او يحيى علیه السلام  دزکريا علیه السلام  زوى وو يو دبله سره دخاله  زامن وه. عيسى علیه السلام  به دپسو پوست اغوستى او يحيى  علیه السلام  به داوښ پوست اغوستى په دوى کي يوه لاهم نه دينار درلودى او نه يې درهم درلودى يعني هيڅ مال يې نه درلودى او نه يې دمال سره مينه درلوده. نه يې مينځياني درلودې او نه يې کوم منزل درلودى چي دوى په هغه کي اوسېدلى واى. په هر ځاى کي چي به پردوى باندي شپه راغلل په همغه ځاى کي به يې شپه تېرول. 

کله چي دوى دوه يعني يحيى علیه السلام  او عيسى علیه السلام  سره جلا کېدل يحيى علیه السلام  عيسى علیه السلام  ته وويل : ماته وصيت وکړه ، عيسى علیه السلام  ورته وويل : په قهريږه مه . يحيى علیه السلام  ورته وويل  : ددې توان نه لرم چي په  قهر نه سم. عيسى علیه السلام  ورته وويل : مال او شته دځان سره مه خوندي کوه او مه يې ځان مالک کوه . يحيى علیه السلام  ورته وويل : دا کا ربه ډېر ژر وکړم. 

يحيى علیه السلام  خپل عمر په زهد او په تقوا سره  تېراوه ، دخلګو څخه به ډېر ليري اوسېدى، ددښتونو او صحراوو سره مينه درلوده ، ددرختو دبلګونو اوپاڼو څخه به يې خوراک کاوه ، ويالو څنډو ته به راتلى او ځيني وختونه به يې دخوراک لپاره دملخانو څخه استفاده کول. خپل نفس ته به يې خبري کولې او ځانته به يې ويله :

اې يحيى ! تر تابه هم يو څوک زيات  منعم وي؟

د يحيى علیه السلام  دعوت

يحيى علیه السلام  دالله جل جلاله  په امر دبني اسرائيلو لپاره قيام وکړ،ديحيى علیه السلام  دعوت پر يولړ موعظو او احکامو باندي بناوو. امام احمد درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روايت کوي چي يحيى علیه السلام  الله جل جلاله  دپنځو شيانو په عملي کولو باندي مامور کړى وو او ده ته يې امر کړى وو چي دا پنځه شيانو بني اسرائيلو ته دعوت کړي . يحيى علیه السلام  بني اسرائيلو ته ددې پنځو شيانو دعوت لا نه وو پيل کړى چي عيسى علیه السلام  يحيى علیه السلام  ته وويل : اې يحيى ! تا امر سوى دئ چي دا پنځه شيان عملي کړه او بني اسرائيلو ته يې دعوت وکړه نو ته دغه دعوت پيل کړه او يا به زه دغه پنځه شيان بني اسرائيلو ته دعوت کړم . يحيى علیه السلام  په جواب کي ورته وويل : که ته په دې پنځو شيانو کي تر ما وړاندي والى وکړې نو زه پردې بېرېږم چي زه به دالله جل جلاله  تر عذاب لاندي راسم او يا په مځکه ننوزم تر دې وروسته يحيى علیه السلام  بني اسرائيل ټول په بيت المقدس کي راټول کړه ترداسي بريده چي مسجد ددوى څخه ډک سو خپله پر يوه لوړ ځاى باندي ورته کښېناستى ، لومړى يې دالله جل جلاله  حمد او ثنا وويل بيا يې دوى ته وويل : ماته الله جل جلاله  دپنځو شيانو دعملي کولو امر کړى او ددې امر يې  هم راته کړى دئ چي دغه پنځه شيان تاسو ته دعوت کړم هغه پنځه شيان دادي:

لومړى : داچي عبادت به يوازي ديوه الله جل جلاله  کوئ بل هيڅوک به دالله جل جلاله  سره په عبادت کي نه شريکوئ ځکه که يوڅوک يوه مينځه يا غلام دطلا يا نقرې په بدل کي رانيسي دخپل خدمت لپاره کله چي هغه غلام راسي نو دبل چا مزدوري کوي ايا په تاسو کي  يوڅوک سته چي داسي غلام دي يې خوښ وي چي پيسې يې خپلي پرتللي وي او خدمت دي دبل چا کوي ، نو تاسو چي دالله جل جلاله  عبادت کوى ددې مثال هم داسي دئ ځکه الله جل جلاله  تاسو پيدا کړى ياست ، تاسو ته  رزق درکوي او تاسو وژني نو تاسو هم بايد دخپل حقيقي خداى جل جلاله  عبادت وکړى بل هيڅوک ورسره شريک نه کړى چا چي پيدا کړى  ياست دهغه عبادت وکړى.

دوهم : داچي زه تاسو ته امر کوم چي دالله جل جلاله  لپاره لمونځ وکړى ځکه څوک چي دالله جل جلاله  لپاره لمونځ کوي او په لمانځه کي يوازي الله جل جلاله  ته متوجه وي الله جل جلاله  توجه ورته کوي نو تاسو هم بايد دالله جل جلاله  درضا لپاره لمونځ وکړى او په لمانځه يوازي الله جل جلاله  ته توجه وکړى دبلي خوا څخه توجه راوګرځوئ.

دريم : داچي زه تاسو ته په روژه نيولو سره امر کوم ځکه څوک چي روژه نيسي داسي دئ لکه يوڅوک چي دمشکو يوه بسته په يوه ډله خلګو کي دځان سره لري ، ټول خلګ ددې مشکو دښه بوى احساس کوي . دروژاتي دخولې بوى الله جل جلاله  ته دمشکو تر بوى هم بهتر دئ.

څلورم : زه تاسو په صدقه  ورکولو امر کوم ځکه څوک چي صدقه ورکوي  داسي دئ لکه يو څوک چي دښمن نيولى وي ، لاسونه يې ټينګ ورتړلي وي غواړي چي غاړي يې ورپري کړي په دغه حالت کي دغه کس ووايي : ايا زه کولاى سم چي دځان دخلاصېدو لپاره فديه  درکړم؟ بيا يې هغه ورسره خوښه کړي اودى فديه ورکول شروع کړي تر هغه وخته پوري چي ځان خلاص کړي.

پنځم : داچي زه تاسو دالله جل جلاله  په ذکر کولو امر کوم  ځکه څوک چي دالله جل جلاله  ذکر کوي دهغه مثال داسي دئ لکه  څوک چي روان وي دشا لخوا دښمن په پسي وي او هغه دښمن يې په ډېره  چټکۍ سره تعقيبوي او چابک په پسي وى اخر دغه سړى په يوه لويه محکمه کلا باندي ځني ننوځي او ددښمن څخه ځان خلاص کړي ، دالله جل جلاله  ذکر هم داسي مثال لري چي څوک دالله جل جلاله  ذکر کوي هغه به دشيطان څخه په يوه محکمه او ثابته کلا کي محفوظ وي.( رواه احمد)


د اهل کتابو په اند د تعميد معنا

يحيى علیه السلام  دنصاراوو دعلماؤ په آند يوحنا نومېدى او دوى يحيى علیه السلام  دمعمدان په لقب هم نومولى دئ ځکه يحيى علیه السلام  خپل ځان دتعميد متولى ګرځولى وو چي دنصاراوو په نزد مشهور دئ .
 
 ددوى په آند تعميد دې ته ويل کيږ ي چي يو سړى ته غسل ورکړل سي  ددې لپاره چي دى دټولو ګناهونو څخه توبه وباسي.

يحيى علیه السلام  په داردن په يوه ناحيه کي پيدا سو خلګ يې توبې او دالله جل جلاله  لوري ته دعوت کړه خلګو دده دعوت ومانه ده ټول خلګ په يوه وياله کي ولمبول او تعميد يې ورکړ. دالله جل جلاله  حق دين يې ورته ابلاغ کړى.

د يحيى علیه السلام  د وژلو علت 

د حضرت يحيى علیه السلام  دوژني لاملونه مؤرخينو زيات بيان کړى دي خو  صحيح هغه دى چي ابن کثير رحمة الله علیه  رانقل کړى او شيخ نجار په خپل کتاب  قصص الانبياء کي ذکر کړى دئ او پوره څرګندتيا او روښانتيا يې پر ورکړې ده:

دفلسطين يو فاسق ، فاجر او ګمراه حاکم وو چي زيات شر لټونکى وو او نوم يې هېرودوس وو. دده يو وراره وو چي هېروديا نومېدى ده يوه ډېره  ښايسته لور درلوده اکا يې وغوښتل چي ددې سره نکاح وکړي. ددغه نجلۍ مور او پلار خوښه کړه چي خپله لور هغه  ظالم او فاسق پاچا ته ورکړي کله چي يحيى علیه السلام  خبر سو نو راپورته سو دوى ته يې وويل چي دا نکاح خو  حرامه ده هيڅ روا والى نه لري ځکه لکه په اسلام چي دواره دلور سره نکاح نه ده داهل کتابو په دين کي هم داسي نکاح روا والى نه لري.

ددې نجلۍ مور ديحيى علیه السلام  سره کينه او حسد پيدا کړى او  دده دقتل لپاره يې يوه دسيسه  جوړه کړه، يوه ورځ يې خپل لور ډېره ښايسته کړه  ، ښې جامې يې په واغوستې او  ظالم  پاچا هېرودوس په مخکي يې حاضره کړه ، نجلۍ دپاچا په  مخ کي  رقص وکړى داسي رقص يې وکړى چي پاچا يې پر  حرکت راوستى  ډېر يې په هيجاني حالت کي وغورځاوه ، پاچا ددې څخه پوښتنه وکړه چي دڅه شى غوښتنه  لرې؟ دې په جواب کي ورته وويل : زه دا ارزو لرم چي ديحيى علیه السلام  سر په  دې غاب کي ماته حاضر کړې. دې ته مور داسي تعليم  ورکړى وو چي که  پاچا پوښتنه درڅخه وکړه چي څه شى غواړې ته هم داسي جواب ورکړه. پاچا هم ددې غوښتنه ومنل ديحيى علیه السلام  دقتل امر يې وکړى ، دپاچا عسکر  راغلل يحيى علیه السلام  پرلمانځه باندي ولاړ وو دپسه په څېر يې سرځني پرې کړى او سر يې په هغه غاب کي کښېښودى ، پاچا ته يې په داسي حالت کي راوړى چي ويني ځني څڅېدلې.داسي ويل سوي دي چي هغه نجلۍ په هغه وخت کي دستي هلاکه سوه.

دا قصه  موږ ته دبني اسرائيلو  حالت ښيي چي دبني اسرائيلو په منځ کي څومره زيات ظلم روان وو ترداسي بريده چي نبيان به يې دخپلي ناروا  او فاسقي معشوقې ديوې غوښتني دپوره کولو لپاره لاهم وژل. ددين حرمت او سپېڅلتيا ته يې په بې باکۍ او بې پروايۍ سره کتل ، داڅه ددتعجب خبره نه ده ځکه بني اسرائيل لومړي کسان وه چي دنبيانو دقتل بنسټ يې کښېښودى او نبيان يې په ظلم سره په ناحقه وژل هغو به دوى ته ګټه رسول دجنت خاوندان به  يې جوړول ددې پر ځاى چى دوى دنبيانو سره  احسان وکړي دا ظلم به يې ورسره وکړى چي قتل به يې کړه. دوى خورا زيات نبيان  قتل کړل ، ديحيى  علیه السلام  څخه راپيل تر زکريا علیه السلام  پوري او دعيسى علیه السلام  دقتل تردسيسې پوري داټول ديهوديانو دخباثت نموني دي چي دې دبشريت ، انسانيت او حقيقت  دښمنانو ترسره کړي دي داسي ظلمونه ، نارواوي او ګمراهي يې کړي دي چي بشريت حيا ځني کوي او اورېدل يې سترګي او زړه دواړه ژړوي. الله جل جلاله  ددوى په اړه فرمايي:

وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ (سورة مائدة الاية ٦٤)
ژباړه : دا يهود په مځکه کي دفساد لپاره تلوار کوي او الله جل جلاله  فساد کونکي خلګ نه خوښوي.
 
الله جل جلاله  دپاکو نبيانو دقتل په اړه داسي فرمايي:
أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُـكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ . (سورة بقرة الاية ٨٧)
ژباړه : ايا نو هر کله چي به راتلل وکړه دوى ته نبي په هغه څه سره چي ددوى نفسونو به نه خوښول دوى به کبر وکړ، نو يوې ډلي به ددرواغو نسبت درته وکړى او يوې ډلي به  وژلاست.

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :

قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنْبِيَاءَ اللَّهِ مِنْ قَبْلُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ . (سورة بقرة الاية ٩١)
ژباړه : ته دوى ته ووايه تاسو ولي دالله جل جلاله  نبيان وژل که تاسو مؤمنان ياست؟

په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :

وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ . (سورة آل عمران الاية ١١٢)
ژباړه : او دوى به نبيان په ناحقه سره  وژل.

ديحيى علیه السلام  تر قتل وروسته ډېر هغه علماء او بزرګان ووژل سوه چي ديحيى علیه السلام  قتل يې رد اوناروا کار وباله په دې لړ کي زکريا علیه السلام  هم وو. لکه مخکي چي مو وويل زکريا علیه السلام  دوى دارې په مټ ديحيى علیه السلام  تر قتل وروسته شهيد کړ.

دسعيد بن  مسيب رضي الله عنه  څخه روايت دئ ، دى وايي کله چي بختنصر دشام لوري ته راغلى  وې ليدل چي ديحيى علیه السلام  ويني دمځکي څخه راپورته کېدلې ، بختنصر ددې وينو دلامل په اړه دخلګو څخه  پوښتنه وکړه خلګو پوره قصه ورته وکړه ، بختنصر پر دې ځاى باندي دبني اسرائيل اويا زره خلګ ووژل ، ددې خلګو تر وژلو وروسته ديحيى علیه السلام  ويني ارامي سوې.

ابن عساکر رحمة الله علیه  دزيدبن واقد رضي الله عنه  څخه روايت کوي چي کله ددمشق خلګو اراده وکړه چي ددمشق مسجد ودان کړي نو ديحيى علیه السلام  سر يې ددغه مسجد ديوع ستون څخه راوايستى چي هغه ستون په محراب پوري پيوست وو. ديحيى علیه السلام  دسر وېښتان يې پر هغه بڼه باندي وه هيڅ تغير يې نه وو کړى. په يوه روايت کي راغلي دي چي داسي معلومېدى لکه دا اوس چي وژل سوى وي.
زه وايم  دا څه نابلده  خبره نه ده او نه دتعجب خبره ده ځکه  درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : الله جل جلاله  پرمځکه باندي حرام کړي دي چي دنبيانو جسدونه وخوري او خاوري يې کړي.

ديحيى علیه السلام  شاګردان راغلل دده مبارک جسد يې پورته کړى ، خاورو ته يې وسپارى بيا عيسى علیه السلام  ته راغلل او دده دقتل خبر يې ورکړى ، عيسى علیه السلام  ددې خبر په اورېدلو سره ډېر غمګين سو او ددعوت لپاره يې خپله قيام وکړى ترهغه وخت پوري يې دعوت چلاوه چي يهوديانو دده دقتل لپاره چلونه او دسيسي جوړي کړې او دده دقتل ټينګه  اراده يې وکړه  خو الله جل جلاله  دعيسى علیه السلام  ساتنه وکړه اسمانو ته يې پورته کړى اوددوى دمنګولو څخه يې وساتى.

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد
 
 
د همدې برخي نور توکي

د انساني ښایست په اړه یوه عجيبه واقعه