څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: March 25, 2016
       
تجارتي اخلاق او نبوي اخلاق

 

که د نن سبا ډېري اړيکي وګورو، نو سوداګريزه بڼه لري؛ یعني  یو کس چي د بل سره اخلاقي چلن کوي، هغه د سوداګرۍ پر بنسټ کوي او داسي وايي، چي ته زما عزت او اکرام کوه؛ زه به ستا عزت او اکرم کوم. یا خلګ دي زما عزت وکړي؛ زه به د خلګو عزت کوم؛ چي دا یو ډول سوداګريز اخلاق وګرځېدل. مګر اصلي اخلاق نبوي اخلاق دي؛ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي رضي الله عنه ته په دې ډول بیان کړي دي:

((يَا عُقْبَةُ، أَلا أُخْبِرُكَ بِأَفْضَلِ أَخْلاقِ أَهْلِ الدُّنْيَا، وَأَهْلِ الآخِرَةِ؟ تَصِلُ مَنْ قَطَعَكَ، وَتُعْطِي مَنْ حَرَمَكَ، وَتَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَكَ.)) (معجم الکبیر لطبراني و کذا في المستدرک للحاکم)

ژباړه: اې عقبه! آیا تا ته خبر در نه کړم د دنياوالو او د آخرت د څښتنانو په ښواخلاقو؟ د هغه چا سره صله رحمي کوه، چي هغه يې درسره قطع کوي. هغه چا ته ورکړه کوه، چي هغه يې نه درکوي. هغه چا ته عفو کوه، چي پر تا ظلم کوي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 
 
د همدې برخي نور توکي

مولانا محمد عاشق الهي بلند شهري رح