تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو او مسلمانانو اخلاق
  تعلیم الاسلام
  February 18, 2017
  0
محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
که څوک وايي چي د كفارو اخلاق تر مسلمانانو ښه دي – که دغسي عمومي يا مطلق وویل سي بيله شكه دا یو حرام کار دی بلکي ددې خبري ویونکی باید توبه وکړي. په وجه ددې چي د اخلاقو لوړوالی او مهم والی هغه اخلاق دي چي د الله رب العزت سره وسي، او د الله تعالی سره ادب وسي او د الله رب العزت څخه ما سوا د بل چا عبادت پرېښول سي نو دا يوازي په مسلمانانو كي سته په كفارو كي نسته.
 
او بل دا چي په دې كي ټول مسلمانانو رازي او دا ضروري ده چي په مسلمانانو كي بعضي د كامل اسلامي اخلاق څښتنان سته . او د الله د شريعت تابع وي. خو دا ویل چي د بعضي كفارو اخلاق د بعضو مسلمانانو پر اخلاقو ښه دي دا خطا او سهوه ده ، ځکه د كفارو د بد اخلاقۍ د پاره دا كافي ده چي د دوی اخلاق د الله رب العزت او د هغه د انبياوو عليهم السلام سره وكتل سي، كفار الله پاک ته نعوذ بالله د بدو نسبتونه كوي او هغه ته د زوی لرلو نسبت كوي ، او پر انبياوو علیهم السلام رد وايي او تكذيب يې كوي ، نو كفارو ته به كوم اخلاق مفيد وي چي دوی د خپل رب سره بد اخلاقه وي؟
 
او بل دا چي د لسو يا سلو كفارو د اخلاقو په ليدو بايد د ټولو كفارو د ښو اخلاقو حكم وه نه سي . 
 
موږ ولي د يهودو او نصاراوو بد اخلاق هیر کړل؟ 
 
څومره خيانتونه او فريبونه دوی د مسلمانانو سره وکړل؟ 
 
د مسلمانانو یې څومره ښارونه ور خراب كړل؟ 
 
او د دين په خاطر يې څومره په تكليف كړل؟
 
څومره مال او شتمنۍ يې ور څخه غصب او لوټ کړې؟
 
د څومرو سره يي مكر او فريب وکړی او قصداً یې د خپلو هیوادونو څخه وتلو ته مجبوره کړل؟
 
پر دوی یې څومره حملې وكړې؟ څومره بې ګناه انسانان، ښځي او ماشومان يې شهیدان او معیوبین کړل؟
 
د مقدساتو يې څومره توهین وکړی؟
 
د بعضو کفارو ښه اخلاق د دوی د اكثريت د بدو اخلاقو سره نه سي پرتله كيدلای ، د دوی بعضو ښېګڼو ته اخلاق نه سي ويل كيدای ځکه دوی په اکثرو حالاتو کي د خپلو سیاسي ، مذهبي او نورو اغراضو او اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره دا ډول کوي، یعني د خپلو دنیوي ګټو او مصلحتو د برقراره ساتلو لپاره دغه ډول رویه کوي لکه څنګه چي په مشاهده لیدل کیږي. 
 
دغه اخلاق كه څه هم د غدر، درواغ، خيانت او قدرت طلبۍ سره صحيح وګڼل سي ، بيا هم ددې اخلاقو اصلي منبع او سرچینه اسلامي ده او په اکثره اسلامي هیوادونو کي لیدل کیږي چي دا یو ښکاره حقیقت دی. او اول مسلمانان ددې ښواخلاقو د خپلو وړ دي ځکه دا یوه ديني غوښتنه ده او د زیات اجر او ثواب سبب ګرځي. اما كفار ددغه رویې څخه فقط مادي قصد لري نو د خلګو د جلبولو او توجه په خاطر بعضي نمايشي كارونه كوي (مثلاً په تجارتي امورو کي د مشتریانو د جلبولو لپاره دا ډول کوي). 
 
لیكن مسلمان چي په ښو اخلاقو مزين او ښايسته وي د دنيوي مفاد ترڅنګ اصلاً يو شرعي أمر او حكم عملي کوي چي د ایمان تقاضا ده او د الله عزوجل څخه ثواب حاصلوي، همدا د مومن او کافر ترمنځ لوی توپیر راولي.
 
------------------------------
تجارتي اخلاق او نبوي اخلاق
 
لاندي سرلیکونه په همدې ویب پاڼه کي وپلټی:
 
طلاق په کفري هیوادونو کي
په امریکا کي د بې پرده ګۍ پایلي
طلاق په کفري هیوادونو کي
په پرمختللې نړۍ کي د غلامۍ ګرم بازار
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته