تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرتد سزا په قرانکریم کي
 
  August 29, 2015
  0
مرتد څوک او حکم يې څه دی؟
 
رالېږونکی: عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدالانبیاء والمرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین.

 

مرتد چا ته ويل کيږي؟

 

د مرتد توری له ارتداد څخه اخیستل سوی دیاو ارتداد ودې ته ویل کيږي چي یو څوک مسلمان وي او د اسلام مبین دین بیرته پریږدي بل دین یا بله لاره غوره کړي ودې ته مرتد ویل کيږي.

هر هغه څوک چي مسلمان وي او یا عیسایي سي، یا یهودي سي ، یا د نبوت دعوه وکړي، یا هندو سي ، یا بودایي سي ، یا کنفیوشیزم ته واوړي، یاشنتوایزم ته واوړي او یا بله لاره غوره کړي دا مرتد دی ځکه ارتداد تر اصلي کفر بد تر دی! 

ان شاءالله په لاندي ایاتو او احادیثو مبارکو کي به ورباندي په تفصیل سره رڼاوا چول سي:

 

د مرتد حکم په قرآنکريم کي:

 


وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ. (سورت توبه: ۱۲)
ژباړه: اوکه خپل قسمونه یی له تړون کولو وروسته مات کړل او ستاسي په دین یې ملنډې ووهلې نو د کفر له مشرانو سره جګړه وکړی بې شکه چې دوی پر خپلو قسمونو ټینګ نه دي ګوندي ډډه وکړي.

إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ . (سورت مائده: ۳۳)

ژباړه: بې شکه د هغو کسانو سزاچې له الله او د هغه له رسول سره جګړه کوي او په ځمکه کښې د فساد کولو کوښښ کوي، دا ده چې ووژل سي یا دي په دار وځړول ۍي یادي د دوی لاسونه او پښې د مخالفو خواوو څخه (ښی لاس او کيڼه پښه) پري کړل سي، یا دي له ځمکې څخه وشړل سي دا د دوی لپاره په دنیا کښي رسوایی ده او په آخرت کښي دوی ته لوی عذاب دی.

 

شان نزول:

 

دا ایات د هغو خلکو په شان کي نا زل سوی دی چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کي مرتد سول چي تفصیل یې په احادیثو کي په تفصیل سره راغلی دی او ددې ایات مطابق یي هغه مرتدین قتل کړل سول.

 

قتل څه شي دی؟

 

امام راغب اصفهاني رحمه الله وایي چې د قتل معنا وژل دي، هغه که په ډبرو سره وي، هغه که په توره سره وي او یا نور...

بل ځای په قرآن عزیزکي راځي:

وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ . (البقره ۲۱۷)
 
ژباړه: او هغه څوک چې ستاسي (د ډلي) څخه له خپل دین (اسلام) نه واوړي او د کفر په حالت کي مړ سي نو دداسي خلکو (نیک) عملونه په دنیا او آخرت دواړو کي ضایع دي اودا خلک به په دوږخ کي تل ترتله پاتي کيږي.

 

د دنیا زیان:

 

 
په دنیا کي د مرتد دا عملونه له منځه ځي:

۱: خپله ښځه ئې له نکاح څخه ووتل.
۲: د مسلمان (مورث) د میراث څخه محرومه سو.
۳: په اسلام کي چې ده څومره لمونځونه، روژې او نورعبادتونه کړي وي هغه ئې ضایع سول.
۴: دده جنازه به نه کول کيږي.
۵: د مسلمانانو په هدیره کښې به نه ښخیږي.

 

د اخرت زیان:

 

او په آخرت کي ئې تاوان دا دی چې د هیڅ ښه عمل چې ده په دنیا کي کړی وی د هغه بدله به نه وي، تل تر تله به په دوږخ کي وي.

د مرتد حالت د اصلي کافر څخه ډیر زیات خراب دی، دا ځکه چې اصلي کافر جزیه قبلولای سی او مرتد که مسلمان نسو نو وژل کيږي به خو که نارینه ؤ. او که ښځه وه نو تل تر تله به بندي وي تر څو چي اسلام قبلوي، دا ځکه چي دوی د اسلام سپکاوی کړی دی.
 
 (تفسیرمعارف القرآن: ۱ ټوک، مخ ۱۹۴، مؤلف: علامه مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
-------------------------------
ورپسې لیکني:
د مرتد سزا په احادیثو کي
د خلفاء راشيدنيو په وخت کي د مرتدينو وژل
د مرتد حکم د امت د څلورو امامانو رحمة الله عليهم په نظر
د مرتد وژل ولی روا دي ؟
د مرتد د وژلو فقهې ثبوت
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته