تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زړونو ډولونه
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2016
  0

 راټولونه:شفيع الله "مشفق"

 لومړی ډول (ښه زړونه)
 
په لومړي وېش کي قرآن کریم زړونه په دوه ډوله وېشلي دي، چي په ټولیزه توګه یې موږ  په ښه اوبد زړه سره نومولای سو او وروسته یې بیا د دواړو مختلف ډولونه رااخیستي دي، چي په لنډه توګه یې درته بيانوو:
 
روغ زړه:
داهغه زړه دی، چي له الله  جل جلاله  سره مخلص وي او له کفر، نفاق او رذالت څخه پاک وي. قران کریم فرمايي:
 { إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّـهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ } ﴿الشعراء: ٨٩﴾
مګر هغه څوک نه چي الله  جل جلاله  ته په روغ زړه راسي.
 
منيب زړه:
داهغه زړه دی، چي هر وخت الله جل جلاله  ته ورګرځي یعني که د دنیا په کومه بوختیا کي د غفلت څپه پرې راسي سمدستي الله جل جلاله  ته وګرځي، هر وخت توبه کاږي اودالله جل جلاله  په لمانځنه اوعبادت بوخت وي. قران کریم وايي: {مَّنْ خَشِيَ الرَّحْمَـٰنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ }﴿ق: ٣٣﴾
هغه څوک چي له مهربان ذات څخه په غیاب کي وویریږي اوله منیب زړه سره راسي.
 
عاجز زړه: 
داهغه زړه دی چي تل الله جل جلاله  ته عاجزه او د خضوع په حالت کي وي، ډاډه وي او دالله  جل جلاله  په یاد بوخت وي. قران کریم وايي: { فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ } ﴿الحج: ٥٤﴾
نو هغه الله جل جلاله  ته د دوی زړونه عاجزه وي .
 
وېرېدونکی زړه:
داهغه زړه دی چي له الله  جل جلاله څخه وېریږي اوتل په دې ډار کي وي، چي د ده عمل به الله جل جلاله  ته قبول سوی وي او که نه اودا وېره یې هم په زړه کي وي، چي دالله جل جلاله  له عذاب څخه به وژغورل سي. قران کریم وایي: { وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ }﴿المؤمنون: ۶٠﴾ 
او څوک، چي هغه څه ورکوي، چي دوی ته ورکړل سوي وي او زړونه یې په وېره کي وي، يقين يې وي، چي دوی به خامخا الله جل جلاله  ته ورځي.
 
متقي زړه:
دا هغه زړه دی، چي د الله جل جلاله  شعائر لوړ او عظیم ګڼي یعني له هر شي سره، چي الله جل جلاله  یادیږي هغه شی ستر او لوړ ګڼي. قران کریم دا ډول زړ ه داسي یاد کړی دی:
{ ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّـهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ } ﴿الحج: ٣٢﴾ 
خبره داسي ده او هغه څوک چي دالله جل جلاله  شعائر لوړ ګڼي نو دا د زړونو له تقوی څخه ده.
 
هدايت موندونکی زړه:
داهغه زړه دی، چي د الله جل جلاله  په قضا او پرېکړه راضي او خوشاله وي او د هغه هر امر ته یې د تسلیم او منني غاړه ایښې وي؛ لکه قران کریم چي وایي: { وَمَن يُؤْمِن بِاللَّـهِ يَهْدِ قَلْبَهُ }﴿التغابن :١١﴾
اوڅوک چي په الله جل جلاله  ایمان ولري د هغه زړه به په سمه لاره برابر سي.
 
ډاډه زړه:
دا هغه زړه دی، چي دالله  جل جلاله په توحید او یاد سره ډاډه او بې غمه وي. قران کریم يې په اړه وايي: { وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّـهِ }﴿الرعد: ٢٨﴾
او دالله جل جلاله  په یاد سره ددوی زړونه ډاډ مومي.
 
ژوندی زړه:
داهغه زړه دی، چي الله جل جلاله  د تېرو امتونو د سرکښو خلکو کومي کیسې بیان کړي دي او د هغوی انجام یې ذکر کړی دی په هغه پوهیږي او د پند او عبرت توکې ورڅخه اخیستلای سي. قران کريم يې داسي ذکر کوي: { إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ } ﴿ق: ٣٧﴾
یقینا په دې کي د هغه چا لپاره پند اوعبرت پروت دی، چي ژوندی زړه لري. 
 
 
دوهم ډول ( بد زړونه)
 
ناروغ زړه:
داهغه زړه دی، چي د شک او منافقت په رنځ اخته  او له فسق اوفجور څخه ډک وي، د حرامو د شهوانیت ناروغي لري. قرآن کریم يې داسي یادونه کړې ده: { فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ } ﴿الأحزاب: ٣٢﴾ نو د چا په زړه کي، چي ناروغي وي د هغه به تمه پیداسي.
 
ړوند زړه:
دا هغه زړه دی، چي نه ویني او نه د حق ادراک کولای سي او نه د پند او عبرت اخیستلو وړتیا لري. قرآن کریم ددې ډول زړه په اړه وایي: { وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ } ﴿الحج: ٤٦﴾ بلكي هغه زړونه ړندیږي، چي په سینوکي دي.
 
غافل زړه:
داهغه زړه دی، چي له قران کریم څخه غافله وي د دنیا په مینه، شهوتونو او باطلو کارونو اخته وي اوقران کریم، چي  څه وايي په هغه ځان نه پوهوي. قران کریم يې په اړه وایي: {لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ} ﴿ الأنبياء: ٣﴾
د دوی زړونه په غفلت کي دي.
 
ګناهګار زړه:
دا هغه زړه دی، چي د حق شاهدي او د حق ښکاره کول پټوي. قران کریم وایي:
{ وَلاَ تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ } ﴿البقرة: ٢٨٣﴾
ژباړه: تاسو د حق شاهدي مه پټوئ او څوک چي یې پټوي د هغه زړه ګناهکار دی.
 
کبرجن زړه:
دا هغه زړه دی، چي د الله  جل جلاله  توحید نه مني او د هغه بندګي نه کوي د ډېر ظلم او سرکښۍ له کبله له غرور او تکبر څخه ډک وي.  قران کریم  يې په اړه وایي:
{ كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ }﴿غافر: ٣٥﴾
همداسي الله جل جلاله  پر هرکبرجن او سرکښه زړه مهر لګوي.
 
سخت زړه:
دا هغه زړه دی،چي له میني او محبت څخه تش وي، رحمت او مودت نه پېژني. قران کریم يې په اړه وايي: { وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ } ﴿آل عمران: ١٥٩﴾ 
اوکه ته سخت او سخت زړی وای نودوی به ستا له شاوخوا څخه وګرځي.
 
مهر سوی زړه:
دا هغه زړه دی چې مهر پر لګېدلی وي نه حق اوري اونه په پوهیږي. قران کریم وایي:
{ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ } ﴿الجاثية: ٢٣﴾
 او پر غوږ او زړه یې مهر وهل سوی دی.
 
کلک زړه: 
دا هغه زړه دی، چي ایمان ته نه نرميږي وعظ او ترټنه اغېز نه پر کوي او د الله  جل جلاله  له یاد او ذکر څخه یې مخ اړولی وي. قران کریم د دغو زړونو څخه داسي یادونه کړې ده: 
{ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً }﴿المائدة: ١٣﴾
 اوموږ د دوی زړنه کلک ګرځولي دي.
 
بې پروا زړه:
دالله جل جلاله  له یاد او ذکر څخه بي پروا او غافل وي د خپل رب جل جلاله  تر بندګۍ د خپل نفس پیروي ډېر خوند ورکوي؛ لکه قران کریم چي وایې:
 
 { وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا }﴿الكهف: ٢٨﴾ 
د چا زړونه چي مو  زموږ له یاد څخه غافل کړي دي د هغه پیروي مه کوه.
 
پوښلی زړه:
هغه زړه، چي پوښلی او د باطل په پرده کي پټ وي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره د هغه زړه ته نسي ننوتلای. قران کریم وایې: 
{ وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ } ﴿البقرة: ٨٨﴾
 اودوی به ویل، چي زموږ زړونه پوښلي دي.
 
کوږ زړه:
داهغه زړه دی،چي له حق نه کوږ سوی وي په کږه او ناسمه لاره روان وي؛ لکه قران کریم، چي وایي:
{ فأمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ }﴿آل عمران:۷﴾
او هغه خلک، چي په زړونو کې یې کوږ والی وي.
 
شکمن زړه:
دا هغه زړه دی، چي له شکونو او حيرانتياوو څخه ډک وي، دا ډول خلکو په خپل عقل ویسا او باور کړی وي او د انساني عقل لږ ځواکي یې له شکونو او وهمونو څخه ډک کړی وي اوپه دې ډول له حق نه کاږه او بېلاري سوی وي، ياد زړونه قران کریم داسي ذکر کړي دي: 
 
{ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ }﴿التوبة: ٤٥﴾
 او ددوی زړونه په شک کي ولوېدل.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته