تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حقیقي غیرت
 
  March 25, 2016
  0

 ریښتنی غیرت

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
کله چي د غیرت لفظ واورو نو شهامت، شجاعت او دلاوري مو ذهن ته راسي، پر ناموس، وطن، مال او نفس باندي ننګ مو فکر کي راسي.
 
غیرت او شجاعت د افر اط او تفریط ترمنځ حد دی چي افراط په غیرت کي تهوّر دی او تفریط په غیرت کي جُبن او بیره ده. 
 
د غیرت تعریف: غیرت د زړه و قوت او د روح و قدرت ته ویل کیږي. د اخلاقي نظره بیا غیرت و هغه څه ته ویل کیږي چي شخص سربیره پردي چي قوت او قدرت ولري خو بیا هم خپل غضب، قهر او درد وزغمي، نو ځکه ویلای سو چي حقیقي غیرت و هغه تسلط او واک ته ویل کیږي چي نفس یي د فتنو کولو و خوا ته کشوي خو د عقل په واسطه له دي بدی او فتني څخه را اداره کیږي، نه پریږدي چي کومه ګناه یا خطا دي ځني وسي او په ډیري اسانۍ سره پر هغه صبر او بردباري کوي.
غیرت د اخلاقو د مهمو څلورو صفتونو (حکمت، غیرت، عفت او عدالت) څخه یو صفت دی.چي په اخلاقو کي یو ډیر مهم رول لري، ددي لپاره چي د غیرت رول به په اخلاقي نظام او د ټولني په ښیرازي کي څه وي، ددي ضرورت لیدل کیږي چي باید و څیړل سي.
 
تهوّر: تهوّر د غیرت او شجاعت د افراط و حالت ته وایي. تهوّر د هغو کارونو و اقدام ته ویل کیږي چي باید له هغو څخه پرهیز وسي یعني د هغو کارونو اقدام دی چي هم باید شرعاً او هم باید عقلاً ځني پرهیز او اجتناب وسي. د داسي کارونو په مذمت کي همدا کافي ده چي الله ﷻ فرمایي: وَلَا تُلْقُوۡا بِاَیۡدِیۡكُمْ  اِلَی التَّہۡلُکَۃِ (سورة البقرة ۱۹۵)
ژباړه: او په خپلو لاسو ځانونه هلاکت کښي مه غوررځوئ.
 
حق خو دادی چي له تهوّر څخه ځان و ساتل سي ځکه تهوّر پر ګناهونو باندي غیرت کول دي او دا حالت له لیونتوب څخه خالي نه دی لکه ځان پخپله و بي باکی او خطر ته اچول، ځان له غره را غورځول، په دي ښه پوهیدل چي حق څه دی مګر د باطل طرف نیول، د شرابو پر څښاک، سود، غیبت، غلا او نورو هلاکتونو او ګناهونو باندي اقدام کول او دا یو ډول غیرت بلل.
 
جُبن: جُبن بیا د غیرت او شجاعت د تفریط و حالت ته ویل کیږي یعني ټول هغه کارونه چي باید اقدام په وسي خو بیا هم دا کار د بیري په خاطر پریږدي. مثلاً د خپل مال، نفس، ناموس، خاوري او دین څخه د بیري په خاطر دفاع نه کول. 
جُبن ددی لامل کیږي چي نور خلک دده د مال طمع وکړي، دین یي له منځه یوسي، خاوره یي یرغل کړي او په پایله کي پرده ژوند تنګ کړي. 
 
د حضرت انس بن مالک رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول ﷺ و فرمایل: اللهم إني أعوذ بك من الهم والحزن، والعجز والكسل، والجبن والبخل، وضلع الدين، وغلبة الرجال. بخاري ۶۳۶۹
غیرت په رښتیا سره د ښو صفاتو څخه دی او نور نیک کارونه ده پوري تړلي دي ، پاته دي نه وي چي غیرتمن او شجاع انسان په ژوند کي یو ځل مړ کیږي خو ډارن او بیرندوکی په ورځ کي سل سل ځله مړ کیږي.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته