تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سهار وختي پا څېدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2011
  0

د سهار وختي پا څېدو ګټې د اسلام او طب له نظره

پښتو ژباړه : ډاكټرعبدالوحيـــــــد  منصــــور

سهار وختي پاڅيدل د اسلام له نظره:

د اسلام مبارك دين خپل پيروان د شپې وختي ويده كيدو او سهار وختي پاڅيدو ته هڅوي لكه چي الله تعالى فرمايي:

أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا. الاسراء ۷۸

ژباړه : د سهار لمونځ ادا كړى ځكه دا د شپې او ورځي د ملايكو د حا ضريدو وخت دى.

همدارنگه رسو ل الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:  د سها ر دوه ركعته لمونځ له دنيا او هغه څه چي په دنيا کي دي غوره دئ. اوهمدارنګه فرما يي : د ماسختن له لما نځه وروسته د علم له زده كړې څخه پرته بل څه ته مه را ټوليږي. او بل ځاى بيا داسې فرمايي : زما د امت په وختي پا څيدلو کي بر كت اچول شوى .

سهار وختي پاڅېدل د سا ينس او طب له نظره:

۱- سهار وختي له لمر ختلو مخكى په هوا کي د اوزون ګاز فيصدي زياته وي او كراركرار كمېږي تردې ، چي له لمر ختلو وروسته په مكمله توګه له منځه ځي.
دغه ګاز د انسان عصبي سيستم ته ډېر ګټور دئ ، فكري ، ذهني او عصبي فعاليتونو ته تقويت وركوي او په دغه وخت کي د انسان فكري او بدني قوه خپل اعظمي حد ته رسېدلي وي ځكه كومه خوږه وږمه چي سهار وختي لګيږي د هغې مثال بل وخت نه ليدل كيږي.

۲- د لمر ختلو پر وخت د لمر رنګ سوروالي ته نږدي وي او دا معلومه خبره ده چي سور رنګ انسان كار او فعاليت ته هڅوي او په دې وخت کي د لمر وړانګي په بدن کي ويټامين ډي جوړوي.

۳- سهار وختي پاڅېدل انسان په زيات خوب باندي له عادت كېدلو څخه ساتي او دا اوس ثابته سوې ، چي هغه كسان چي په دوامداره توګه ډېر ساعتونه په خوب تيروي د زړه په مرضونو د اخته كېدو زياته احتمال يې سته ، ځكه په دئ صورت كي انسان زيات وخت ساكن وي او په دى سره د ويني په رګونو کي غوړ مواد رسوب كوي ، د ويني فشار لوړيږي او د زړه د رګونو د بنديدو له امله د زړه له ناڅاپي حملو سره مخامخ كيږي.

۴- كورتيزول هغه ماده ده چي د بدن فعاليت زياتوي په وينه کي د قندونو اندازه لوړوي او بدن ته انرژي او قوت وركوي دا ماده سهار وختي په بدن کي خپل لوړ حد ته رسيږي .

مسلمانه وروره !
پو رتني ګټې يوازي د هغو كسانو په برخه كيږي چي په تيارو کي له درانه خوبه راويښيږي او د كايناتو د څښتن په وړاندې په زاريو وي او كه له دغو ګټو سره د لمانځه او اوداسه ګټې هم يو ځاى كړو نو د دنيا هيڅ ګټې ورسره نه سي برابريداى.

دا گټى به څوك له لا سه وركوي؟ څوك به له دې خير او بركته محروم وي؟
هغه څوك چي تمامه ورځ په بې ځايه ګرځېدو تيروي اوتر نيمو شپو پوري په عبثياتو اوبې ځايه كارونو مصروف وي حال دا چي اسلام ترې منع كړي دی.
د مصيبتونو او كړاوونو له څپاند او طوفاني سمندر څخه د امن او سلامتيا ساحل ته د اسلامي امت د ډوبيدونکي كښتى د رسېدو په هيله

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته