تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سنګسار حکم (حد)
  تعلیم الاسلام
  April 9, 2022
  0
ژباړه:غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د سنګسار حد په قران او احادیثو سره ثابت دی؟
 
لمړی : د اسلاام په سپیڅلي شریعت کښې د واده سوي زناکار نارینه او زناکاري ښځي لپاره دنیوي جزاء د سنګسار حد (په ډبرو ویشتل) دي ، چي دې حکم ته په شریعت کي "حد الرجم" ویل کېږي ، دا حکم او حد د الله تعالی په کتاب ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو او د امت په اجماع سره ثابت دی ، موږ (مسلمانان) ددې مسئلې د اثبات لپاره د پخوانیو او اوسنیو خوارجو ، معتزلو او د هغوی د پیروانو رائي ته هيڅ اهمیت نه ورکو ، ځکه زموږ  لپاره دا نه سته چي خپله دیني زده کړه له بدعتیانو ، جاهلانو ، ګمراهانو او له هغو کسانو څخه تر لاسه کړو چي (په افواهاتو او اوهامو دلیل وايي )
 
ځکه زموږ د دین د نسخو لاسته راوړل د اشخاصو په رایو ، شخصي اجتهاد ، مناقشو ، قیل او قال سره نه دي (بلکه زموږ د دین مصادر او ثوابت معلوم دي).
 
ابن قدامه رحمه الله پر واده سوي زناکار نارینه او واده سوي زناکاري ښځي باندي د سنګسار حد د واجبوالي په فصل کښې فرمايي : د سنګسار حد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له فعل او قول څخه ثابت دی چي دا ثابتوالی یې تواتر ته ورته دی (د تواتر حد ته رسېږي) ، چي پردې (د سنګسار پر حد) باندي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم یوه رایه ده او پدې اړوند ټول یوه خوله دي او پدې هکله موږ له خوارجو پرته بل هیڅ څوک مخالفت کوونکي نه دي لیدلي البته د ابن قدامة رحمه الله قول د ټولو اهل العلم وینا ده ، هغه که صحابه کرام دي ، که تابعین دي او بلآخره که مخکني او وروستني علماء دي.(المعني ۹۳۹) 
 
دوهم : د سورة النور په دوهم نمبر ایات کي چي د زنا کاره لپاره د سلو (۱۰۰) درو وهلو کوم حد بیان سوی دی د هغه ایات حکم د هغه زنا کاره نارینه او ښځي په هکله دی چي واده یې نه وي کړی او دا پردې دلالت کوي چي؛ ذکر سوی حد د هغي مينځي په حق کي چي واده سوې وي نیمایي حد ترسره کېږي یعني که واده سوې مینځه زنا وکړي نو پنځوس (۵۰ ) دروې به وهل کېږي.
 
الله تعالی فرمایي:
 
(الزَّانِيَةُ وَالزَّانِى فَاجْلِدُوا كُلَّ وٰحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِى دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآئِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ.)(سُوۡرَةُ النُّور : ۲)
 
ژباړه : (غیري واده سوي) زنا كاره ښځه او زنا كار سړی ، له دواړو څخه هر يو سل دُرى ووهئ. او پر دوى باندي د زړه سوي احساس دي د الله د دين په باب په تاسي کي نه پاريږي كه تاسي پر الله تعالٰى او د اخرت په ورځ باندي ايمان لرئ. همدا راز هغو ته د سزا وركولو په وخت کښي دي د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي.
 
البته په پورته ذکر سوي ایات کي د واده سوي زناکاره نارینه او زناکاري ښځي په حق کي نه اشارتاً او نه هم صراحتاً کومه یادونه سوېده ، ځکه د واده سوي نارینه او ښځي د جزا حد سنګسار دی چي دا حد نه سي نیمايي کېدلای. 
 
الله تعالی په بل ځای کښې فرمايلي دي:
 
( فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَاب) النساء: ۲۵ 
ژباړه : پر هري هغي واده سوي مینځه چي زنا وکړي نیمايي حد دی کوم چي د غیر واده سوي ازادي ښځي لپاره بیان سوی دی چي سل دُرې دی.
 
او نیمايي يې پنځوس (۵۰) دُرې کېږي.
 
په  پورته ذکرسوي ایات کښې په ښکاره ډول د زنا کوونکو حکم بیان سوی دی چي غیر محصن وي (واده یې نه وي کړی).
 
اما د محصن (واده کړل سوي) زناکاره حد (د قران کریم په نازل سوي او تلاوت کړل سوي ایات سره ثابت سوی دی کوم چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم عمل پرې کړی دی چي وروسته ددې ایات تلاوت منسوخ او حکم یې پاته سو) چي دا حد په ډبرو سره (ویشتل) سنګسارول دي تر دې چي (زنا کوونکی) مړسي ، او دا حد نیمايي کېدلای نسي.
 
 
امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب بخاري شریف (۶۴۴۲) او امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب مسلم شریف (۱۶۹۱) د سنګسار د حد په هکله د حضرت عمر رضي الله قول رانقل کړی دی چي فرمايي : یقیناً الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم په حقه سره رالېږلی ؤ او پرهغه يې کتاب نازل کړ ، له هغه کتاب څخه يې د رجم (سنګسار) ایات نازل کړ ، چي هغه ایات موږ ولوستی ، ځانونه مو (عقلاً او قلباً ) پرې پوه کړل. خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنګسار حد ترسره کړی دی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته موږ هم د سنګسار حد تطبیق کړی دی.
 
زه پردې بېرېږم چي پر خلکو به یوه اوږده زمانه تېره سي چي یو ویونکی به ووایي : "چي په الله قسم موږ خو په قران کي د رجم (سنګسار) ایات پیدا نه کړ ، دوی به د هغه فرضي حکم په پرې ښودلو سره ګمراه سي کوم حکم چي الله تعالی په خپل کتاب کي نازل کړی دی ، په داسي حال کښي چي د واده سوي زنا کوونکي نارینه او واده سوي زناکاري ښځي په اړوند د رجم حد د الله په کتاب سره واجب کړل سوی دی (او دا حد به په داسي حال کي تطبیق کېږي ) چي د زنا دعمل نښي ښکاره سي ، لکه : (د ښځي) حمل ، (څلور شاهدان) او یا هم د دواړو اعتراف.
 
سنګسار یا رجم در اسلام
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته