تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کورني جوړښت ۳۶ لارښووني
  تعلیم الاسلام
  August 7, 2019
  0
لیکنه او ټولونه: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-08-17
 
الله تعالی فرمايي: (وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا)( النحل : ۸۰)
ژباړه:او الله ستاسې لپاره ستاسې کورونه د آرام ځايونه وګرځول.
 
زموږ په ژوند کې کور څه ونډه لري؟ ايا کور زموږ د خوراک، څښاک، نکاح او آرامتيا ځای نه دی؟ 
 
آيا کور زموږ د خلوت، اجتماع او د کورنۍ د سره يوځای کيدو ځای نه دی؟
 
آيا کور د ښځې د ستر ځای نه دی؟ 
 
الله تعالی فرمايي: (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى) (الاحزاب : ۳۰)
 
ژباړه: په خپلو کورونو کې اوسئ او د تير جاهلي دور په شان ځانونه مه ښکار کوئ.
 
 که چيرې د هغو خلکو په اړه سوچ وکړئ چي کورونه لري او په دښتو او ميرو کې ژوند کوي او يا په موقتو ځايونو کې شپې او ورځې تيروي ، نو د ګرم کور د نعمت قدر به وپيژنئ.
 
که چيرې د هغه بيچاره کس فرياد واورئ چي وايي: زه د آرامتيا او راحت ځای نه لرم، ټاکلی ځای نه لرم چي شپه په کښې تيره کړم، کله د يوه په کور کې وم، کله په هوټل يا پارک (د تفريح ځاي) کي او کله هم د سيند په څنډه کي شپه تيروم ، د کاليو پريمنځلو ماشين مې د ناولو جامو ډک دی...
 
دغه مهال به د کور د نعمت په قدر ښه پوه سئ.
 
 
دا چې کور د الله  جل جلاله ډيره لويه پيرزوينه ده او ډير لوی نعمت دی نو موږ بايد د اسلامي لارښونو مطابق ژوند پکښې وکړو هغه څه ، چې الله جل جلاله راته امر کړی دی د هغه اوامرو اطاعت وکړواو هغه څه چي يې راته نهی فرمالي دي له هغو کارونو څخه پرهېز وکړو او خپلی کورنۍ د ايمان په رڼا سمبال کړو، د شيطانی او پليتو شيانو څخه ځان او کورنۍ وژغورو او نيکي لاري خپل کور ته پرانيزو.
 
نو هم به مو د اخرت ګټه وي او هم به مو د دنيا ژوند آرامه او سوکاله وي ، په کورونوکي بايد تل د الله جل جلاله عبادت وکړو لکه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي:
 
 (مَثَلُ البَيْتِ الذي يُذكَرُ اللهُ فيه، والبيت الذي لا يذكرُ الله فيه مَثَلُ الحيِّ والميِّت) بخاري
 
نو بناء پردی په کور کې بايد مختلف ذکرونه وسي د کورنۍ مشر بايد د کور د غړو کارونو، خواصو او صفاتو  ته ډيره پاملرنه وکړئ  او له خرابي لارو څخه يې وژغوري تل په نرمی او خوش اخلاقۍ نصيحت ورته وکړئ.
 
هغه کومي لارښووني دي چي یو کور د معنوي او مادي فتنو او مصیبتو څخه ساتي؟ په دې اړه ۳۶ ګټوري لارښووني په لاندي ادرس د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د لاري لوستلای سی:
 
د کورني جوړښت ۳۶ لارښووني
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته