تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټولنیز ډارونیزم !
  تعلیم الاسلام
  October 19, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ډاروین پلار ډاکټر وو، غوښتل ئې چي زوی چارلز ډاروین هم ډاکټر کړي، د طب په پوهنځۍ کي ئې داخل کړ، دا چي د ډاروین ذهن او ذکاوت دونه قوي نه وو، چي طب ولولي، نو هغه ئې پرېښوی، بیا ئې پلار د کيمبریج پوهنتون ته ولېږی، چي اُلوهیات زده کړي او یو کشیش (راهب) سي، هغه ئې هم نه سوای کولای، نو ځکه بیا و یوې جزیرې ته ولېږل سو، هلته ئې پوره (۵) کاله تېر کړل، صرف کار ئې له حیواناتو سره وو، چي بیا ئې کتابونه وليکل او حضرت انسان ئې د بیزو زوی وګڼی، دغه نظريه نړیوالو ساینس پوهانو په شدت سره رد کړل.

 

 ده وليدل، چي په سمندر کي لوی نهنګ غټ حیوان دی، ددې له پاره چي ځان خوښ وساتي، دې ته اړ دی، چي واړه کبان وخوري، نور حیوانات تحدید کړي، لیري واټنونه ووهي تر څو دی هوسا وي، ددې په ليدلو سره ډاروین ټولنیزه نظریه داسي وړاندي کړه:

 

 ((هغه څوک چي غواړي ځان تل سوکاله او ځواکمن وښیي، نو باید سیمي مستعره کړي، خلک پوپناه کړي، او واړه اولسونه چي خنډ وي هغه ایسته کړي، تر څو دا ځواکمن خوښ وي.)) 

 

 دا د ډاروین د عقل محصول دی، چي هټلر، کارل مارکس، لینن او تر اوسه نورو سترو طاغوتانو عملي کړی دی او لا ئې هم عملي کوي، لومړي او دوهم نړیوال جنګونه، چي په میلیونونو انسانان ئې له خاورو سره خاوري کړل، په میلیونونو ئې معیوب کړل، اقتصادي تاوانونه ئې د قلم له بيانولو ووتل، هيوادونه ئې مستعمره کړل، دا ټول د ډاروين ټولنيزه نظريه او د هغه د ناقص عقل محصول وو او بس.

 

 نازیزم، کمونیزم، امپريالیزم او هر ایزم ټول له ډاروینیزم څخه خړوبيږي، ټولنیز ډاروینیزم دوې نړيوالي جګړې بشريت ته ډالۍ کړې او هغه ئې د وحشت کندي ته ورواچاوه.

 

د ټولنیز ډاروینیزم کرغېړنه تحفه و بشریت ته:

 

۱- کمونیزم په لومړي یوه کال کي (۱۰) میلیونه بندیان له مينځه یووړل.

۲- کمونیزم د خلکو (۸۰٪) زراعتي پیداوار له خلکو قبضه کړل.

۳- (۶) میلیونه د اوکراین خلک ئې نابود کړل. 

۴- د قزاقستان (۲۲٪) نفوس ئې له خاورو سره خاوري کړ.

۵- سایبریا ته ئې په لکونو انسانان و لېږل، چي ترمرګه پوري ئې هلته کار کاوه.

۶- د سټالین د فرمان مطابق (۳۰) میلیونه انسانان له مينځه ولاړل.

۷- کمونیزم په کمبوډیا کي د ټوله نفوس درېیمه برخه له مينځه یووړل.

۸- کمونیزم په چین کي (۳۰) میلیونه انسانان په لوږه ختم کړل. 

۹- په لومړي نړیوال جنګ کي (۱۷) میلیونه انسانان ووژل شول او (۲۰) میليونه زخمیان سول.

۱۰- په دوهمه نړیواله جګړه کي تر (۶۰) میلیونو زیات انسانان ووژل سول، چي په (۱۹۴۰) میلادي کال کي د ټولي نړۍ د نفوس (۳) برخه تشکیلوي.

۱۱- په دوهمه نړیواله جګړه کي یواځي شوروي اتحاد تر (۲۰) میلیونه زیاته مرګ ژوبله درلودل.

 ۱۲- د (۱۲) کیلومتره مربع مځکي د کنترول له پاره یو میلیون انسانان ووژل سول.

۱۳- د امریکا په هغو اتومي بمونو کي، چي په هیروشیما او ناګاساکي باندي ئې وغورځول (۱۰۵۰۰۰) انسانان مړه سول او (۹۵۰۰۰) انسانان زخمیان سول، د هيروشيما د مړو (۶۰٪) انسانان پاک وسوځل او په ناګاساکي کي بیا (۹۵٪) داسي وسوځل، چي د پېژندلو نه وه. 

۱۴- د جرمني د فوځ مشر حکم وکړ، چي هر جرمنی فوځي به په (۳) دقیقو کي یا وژل کیږي او یا به ددښمن خندقونو ته ځان رسوي، چي په نتیجه کي ئې د برطانیې (۲۰۰۰۰) عسکر په څو ساعتونو کي ووژل.

۱۵- په لومړي نړیوال جنګ کي د جرمني او برطانیې نهه سوه زره (۹۰۰۰۰۰) عسکر صرف پر (۱۱) کیلومترۍ سیمي باندي له مينځه سره ولاړل.

۱۶- په دوهم نړیوال جنګ کي د کمونیزم او نازیزم تر مينځ دېرش میلیونه (۳۰۰۰۰۰۰۰) انسانان له مينځه ولاړل.

۱۷- صرف نازیانو په لږ وخت کي یوولس میلیونه (۱۱۰۰۰۰۰۰) عام انسانان له خاورو سره خاوري کړل.

۱۸- کمونیزم قدرت ته د رسېدو په موخه پنځه پنځوس میلیونه (۵۵۰۰۰۰۰۰) انسانان له مينځه یووړل او داسي نور....

 

 همدغه ټوله د ټولنیز ډارونیزم پایله وه! کارل مارکس، لینن، اسټالین، هټلر او نور... ټوله د ډاروین د فلسفې او مکتب شاګردان وه، چي نړۍ ئې برباد کړل او ځيني ئې لا اوس هم پر پله روان دي او همدا نظريه تعقيبوي!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته