تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
معاصر غرب له مسلمانانو څه غواړي؟
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  August 9, 2023
  0

لیکنه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم السلام ویب پاڼه


 معاصر غرب له مسلمانانو څه غواړي؟ 


د عثماني خلافت د ړنګېدا وروسته چي کله د مسلمانانو واکمني چي تقریبا د نړۍ په ټولو اسلامي هیوادونو یې حاکمیت درلود ختمه سوه او غرب خصوصا اروپا او متحدینو یې د وږو لېوانو په څېر د اسلامي نړۍ هیوادونو ته مخه کړه، د اشغال سیوری یې ورباندي وغوړاوه او د معاصر فرعونیت اساس یې کيښود، له هماغه وخته غرب او غربیانو د اسلامي نړۍ د هیوادونو او په خاص ډول د مسلمانانو په کمزوري کولو او له پښو غورځولو پسې مټي راونغښتل او په دې لار کي یې له هیڅ ډول حربې له کارولو څخه لاس ونه ګرځاوه. 


معاصر غرب چي تر شا یې د یهودیت او نصرانیت ناوړه تنظیمونه قرار لري د شلمي پېړۍ له اوایلو د خپلو ځینو خاصو اهدافو په لرلو سره په اسلامي هیوادونو کي د مختلفو لارو څخه ګڼ شمېر پلانونه په لار اچولي، چي متأسفانه ځیني کمزوري مسلمانان یې هم د پلان برخه جوړ سوي او غرب ته یې د هغوی و اهدافو ته د رسولو په لار کي اوږه ورکړې ده. 


د نړۍ په اسلامي هیوادونو کي داسي کمزوري، پردي سوي او د فکري جګړې ښکار سوي مسلمانان وو چي په حکومتولی، اقتصاد، جامعة او ټولنه، تعلیم او... کي د غرب د خودساخته نظامونو د پلي کيدا هوډ یې لره چي په ځینو اسلامي هیوادونو کي ګورو چي د یادو سوو مجالونو څخه په یوه نه یوه مجال کي یا خو د غرب تقلید سوی او یا هو بهو هماغه د غرب جوړ سوی نظام را کاپي سوی او په خپلو اسلامي هیوادونو کي یې په خپل خپل مجال کي پېسټ کړی چي دا د غرب د هغو پلانونو مثبته پایله ده کوم چي غرب نور هم خپلو اهدافو ته نژدې کوي. 
دا چي د معاصر غرب اهداف څه دي او له مسلمانانو څه غواړي؟ په لنډ ډول یې ذکر کوو: 


۱. بې دیني یا اقلا په دیني او مذهبي چارو کي د مسلمانانو کمزوري کول: معاصر غرب هڅه کوي څو مسلمانان له خپله دینه وباسي او یا دا چي په خپل دین یې پریږدي خو داسي چي د ژوندانه ټولي کړني یې د دین پر اصولو بناء نه وي، چي دې موخي ته د رسېدو لپاره یې د اسلامي نړۍ هیوادونو کي د مؤسساتو، راډیو او تلویزیونانو، اخبارونو، مجلو، مخورو کسانو، سیاسیونو، فعالانو، ټولنیزو شبکو، انټرنیټ سایټونو، تعلیمي ډګرونو او... له لاري بې شمېره تبلیغاتي وسایل او دستګاوي په کار ګمارلي.


 له دې چاري څخه د معاصر غرب هدف دا دی چي ترڅو مسلمانان له خپل دین څخه د لیري والي په صورت کي غربي ادیانو او مذاهبو ته مخه کړي، د مسلمانانو په زړونو کي د اسلام یو داسي ضعیف تصور پیدا کړي چي دین یوازي او یوازي د عبادت، مسجد او مدرسې نوم دی او د ژوند په نورو چارو کي د دین دخل ته اصلا اړتیا نه پیدا کیږي. ددې لپاره چي د غرب دا چاره لا نوره ترقي هم وکړي د اسلامي نړۍ په مختلفو اسلامي هیوادونو کي مسلمانانو ته ښکلي او ښایسته مساجد جوړوي، مخروبه سوي لاري یې سموي، د اوبو او نورو وسایلو تنظیم او انسجام یې په ښه ډول ترسره کوي یوازي او یوازي ددې لپاره چي مسلمانان خپل عبادتي چاري پکښي ترسره کړي او اسلام فقط تر مسجد پوري منحصر کړای سي او مسلمانانو ته د امریکایي او غربي اسلام داسي ناقص ذهنیت ورکړي چي له معاملاتو، سیاست، اقتصاد، کورني او ټولنیز نظامونو، جهاد، له کفارو سره تعاملات، ولاء او براء او ګڼ شمېر نور د اسلام هغه لوی مسایل چي غرب یې د خپلو ګټو په تاوان باندي ویني، بیخي له لویه سره پکښي وجود ونه لري او له دې لاري د مسلمانانو په زړونو کي د کفارو لپاره هغه کرکه چي د عقیدې پر اصولو پایداره وي، له منځه یوسي، د جهاد، ولاء او براء او نور د کفارو سره تړلي د یو مسلمان عقیدوي مسایل د صحابه وو رضوان الله علیهم اجمعین د دور مسایل وګڼلی سي. 


۲. له غرب او غربي هیوادونو سره مینه: غرب هڅه کوي ترڅو د مسلمانانو په زړونو کي د غرب داسي محبوبیت پیدا کړي چي ان له خپلي خاوري او مقدساتو هم ورته محبوب وي، په عقلونو او سوچونو کي یې تل د غرب ښکلا انځور وي، غربیان ورته د ټولۍ نړۍ متمدن، بااخلاقه، او باسلیقه قوم وي یو داسي قوم چي بشریت ته ژمن او د ټولو بشري اړتیاوو او حقونو پوره کوونکی قوم وي.

 

ددې چاري په ترسره کولو سره غرب د مسلمانانو زړونه خپل فکر، عقیدې، اخلاقو، فرهنګ او د خپلو هیوادونو لوري ته مایلوي او له دې لاري بې شمېره مذهبي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ... ګټي لاسته راوړي، چي متأسفانه په دې پلان کي هم غرب خپلو موخو ته نژدې سوی. روزمره د اسلامي نړۍ له هیوادونو څخه ځوانان وینو چي په مرګونو لارو د غرب غیږي ته د رسېدو هڅه کوي او خپله خاوره او اسلامي مقدسات تر شا پرېږدي. 


۳. له تعلیم او معاصري ټکنالوجي څخه محروموالی: د معاصر غرب بله هڅه او پلان دادی چي مسلمانان له معاصري ټکنالوجۍ او تعلیمي ترقۍ څخه د تل لپاره بې برخي وي. که څه هم د اسلامي نړۍ په ځینو هیوادونو کي د تعلیمي ترقۍ او پرمختګ څه نمایشي کارونه ترسره کوي؛ خو واقعیت دادی چي غرب داسي تعلیمي نظامونه د اسلامي نړۍ په هیوادونو کي هیڅکله نه غواړي چي مسلمانان ورباندي د تعلیم په مټ معاصري ټکنالوجۍ ته ځانونه ورسوي.


هغه اسلامي هیوادونه چي د اشغال تر مستقیم او غیر مستقیم اغېز لاندي وي ددې چاري حقیقت ښه ترا ورڅخه څرګندیږي. موږ وینو چي د غربي اشغال تر سلطې لاندي اسلامي هیوادونه د تعلیم د تر ټولو وروسته پاتي حالت سره مخ دي. په تعلیمي مجال کي پر ځان د بسیایني جوګه نه دي او هغه پرمختګونه چي د تعلیم په مټ ورته معاصر وخت کي لاسرسی کیږي ورڅخه محروم دي. 
د اشغال تر چتر لاندي ځینو اسلامي هیوادونو کي وینو چي وګړي یې ان په لویو ښارونو کي د کتاب، معلم او نورو تعلیمي اسانتیاوو څخه بې برخي دي. 


معاصر غرب غواړي له دې لاري څخه هم مسلمانان تل د ژوندانه اسانتیاوو ته د لاسرسي په موخه دوی ته محتاج وي. تداوي او د تداوي وسایل، زراعت او د زراعت وسایل، ماشینري، رغونه او د رغوني وسایل او بې شمېره نور وسایل، آلات، تخنیکي او تعلیمي مغزونه او ذهنونه او... له غرب څخه ترلاسه او خپلو هیوادونو ته یې د هغوۍ له معنویاتو سره وارد کړي. 


۴. په غربي رنګ د مسلمانانو رنګول: د غرب بل خطرناک پلان او هڅه داده چي مسلمانان د ژوند په ټولو معنوي اړخونو: اخلاق، فرهنګ، عنعنات او... کي د غرب تقلید وکړي، د غرب هغه ناوړه اخلاق او فحاشي چي معاصر غرب یې د ګړنګ تر غاړي رسولی په مسلمانانو کي رایج کړي او په بدل کي یې د مسلمانانو څخه د هغوی بې بیلګي اخلاقي مواصفات لکه: حیاء، عفت، شجاعت، مېړانه، تقواء، اخلاص، ریښتنولي، عدالت او... واخلي او په پایله کي د حقیقي مؤمن مسلمان په ځای د غرب په رنګ رنګېدلی یو غربي مسلمان په وجود راسي.


همدارنګه معاصر غرب هڅه کوي څو خپل ناوړه فرهنګ، عادتونه او رواجونه په مسلمانانو کي رایج کړي، له مسلمانانو څخه د هغوی دیني او کلتوري عنعنات سلب کړي او په بدل کي یې غربي سټایلونه، غربي خوراکونه، غربي جامې او د غرب نور فرهنګونه... ورته د ډالۍ په توګه ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته