تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ديموکراسۍ سياست
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 13, 2023
  0

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ديموکراسۍ سياست 


د ديموکراسۍ سياست دوست او دښمن نه لري او نه هم د ديموکراسۍ له لاري اسلام ته اساسي خدمت کېدلای سي د ديموکراسۍ په مټ اسلام ته خدمت کول داسي مثال لري لکه څوک چي د سلاتې په ماشين باندي غنم اوړه کوي.


د ديموکراسۍ نظام پر داسي اصولو باندي ولاړ وي، چي هيڅ شرعي لاسوند د ځانه سره نه لري له همدې امله د يوه فاسق په يوه رايه باندي نړيږي او بسته نظام ته يو نا اهله انسان خنډ جوړولاي سي.


د ديموکراسۍ په نظام کي پر يوه دسترخان هم شراب څیښل کيږي او هم د قرآن تلاوت کيږي، يو سړی به نيمه ورځ د اسلام پر خلاف کار کوي او نيمه ورځ به بيا په مسجد کي تېروي، ميرمن به يې د شپې دده سره وي خو د ورځي به بيا نور خلګ خوندونه ورباندي اخلي.


د ديموکراسۍ په نظام کي به د انسانانو پر ځای خلګ د حيواناتو سره اړيکي ساتي، د دوستۍ معيار به انسانيت او اسلام نه وي بلکي دوستي او دښمني به د نفس په غوښتنه پر شهواتو او دنيوي خوندونو باندي ولاړه وي.


د ديموکراسۍ په نظام کي د دوستۍ او دښمنۍ په تعامل کي ديانت ته نه کتل کيږي بلکي د خپل واک او ديموکراسۍ بقاء ته کتل کيږي په هرکار کي چي د ديموکراسۍ بقاء وي او په واک کي د واکمن پاته کېدل وي هغه به سر ته رسيږي.


دا ډېر ښه کار سو چي زموږ د هيواد څخه د عملي ديموکراسۍ ټغر ټول سو؛ خو د فکري ديموکراسۍ د ټغر ټولېدل به لا ډېر وخت ونيسي ځکه دلته د ديموکراسۍ فکري ودي ته ډېر کار سوی دی او ډېر مسلمان فکرونه د خپل اصلي مسير څخه اووښتي دي.


دا لازمه ده چي موږ د سياست په ټولو څانګو کي د هيواد په کچه فکري بدلون ته کار وکړو؛ تر څو د حاکم نظام د سمبالښت او بقاء په وړاندي احتمالي ننګوني هم له مينځه ولاړي سي او د هيوادوالو فکرونه او آندونه د حاکميت تر پوښښ لاندي راسي.


کله چي فکري حاکميت د فزيکي حاکميت سره ملګری وي هلته بيا د حکومتولۍ لپاره هيڅ زور او فشار ته اړتيا نه پيدا کيږي او د نظام په وړاندي هيڅوک منفي تخنيک او تاکتيک نه کاروي بلکي د مملکت ټولي چاري به د اطاعت، انفعال، مشورې او يووالي تر سايه لاندي پر مخ ځي.

 
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته