تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
افغانستان د تاریخ په اوږدو کي
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 22, 2018
  0

پوهیالی زرولي (صدیقي) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

افغانستان په مرکزي اسیا کي داسي یو هیواد دی چي د خپل تاریخي اهمیت له مخي د خپلو نورو ګاونډیو اروپايي ملتو سره په دې سیمه کي د خپل اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، سیاسي او بین المللي اهمیت په لرلو سره د تاریخ په اوږدو کی د خاص پام وړ ګرځیدلی، دا چي اریانا د هجرتونو، جګړه ایزو یونونو، استعمارګرو، سیاحانو او تجارانو له پاره یوه ډيره مناسبه او د اهمیت وړ سیمه پاتي سوې نو له دې کبله مهاجرو، مهاجمو او جهان نیونکو د غرب، شرق او شمال څخه د هند حاصل خیزي سیمي ته د همدې معبر څخه استفاده کړیده او د دې موضوع د ثبوت له پاره  ډیر تاریخي شواهد او واقعات وجود لري چي اریانا په بل عبارت د اسیا څلور لاري د غربي، هندي، چینايي او فارسي تمدونونو د انتشار په برخه کي مهم نقش لوبولی دی.

 

دا خاوره د مهمو نړیوالو تمدونونو مرکز پاتي سوی دی بلکي د دې ترڅنګ یادونه کولای سو چي د همدې سیمي څخه تیریده او د چین ، هند او روم امپراطوري یو د بل سره تړلي او د کوشانیانو په دوره کي د اسیا او اورپا د تجارتي مالونو د راکړي ورکړي مرکز و، او د اقتصاد له اړخه یې د اروپایانو له پاره یو ښه عاید هم درلود او بل دا چي اریانا، خراسان او افغانستان د تاریخ په اوږدو کي پخپلو ګاونډیانو حکومت کړی لکه د یونان او باختر په دوره کي تر پنځم میلادي پوري پر ماوراء النهر کاشغر، چین او هندوستان حاکمیت درلود، او په سلامي دوره کي صفاریانو، سامانیانو، غزنویانو، غوریانو او ابدالیانو په ماوراء النهر فارس او هندوستان باندي په زماني او مکاني توپیر حاکمیت کړی دی ، لیکن دا خاوره هم څو څو ځلی د ګاونډیانو د حملو  او نیولو لاندي راغلې لکه د فارس هخامنشیان، مقدوني سکندر، په شپږم میلادي کی د غرب څخه د ترکستان تر کان او هم د جنوب له لوري ګوپتایانو د اریانا خاوره په خپلو نیولو تهدید کړیده، د اووم میلادي څخه تر نهم میلادي پوري دا خاوره تقریباً ۲۰۰ کاله د عربو سره وجنګیده چي بالاخره ئې  په خپله غوښتنه د اسلام مبارک دین قبول کړه.

 

 

د جنګیز او هلاکو یرغل

په ۱۲۲۱ میلادي کي چنګیز خان یرغل وکړ چي د افغانستان خپلواکي، اقتصادي او فرهنګي مرکزونه ئې په سراسري ډول له منځه یووړل ښارونه ئې وران ویجاړ او اوسېدونکي یې ووژل، دغه ظلم او ستم تر ۱۳۸۰ م پوري په دې سیمه کي پاتي سو.

 

د دې لړۍ مخ کښ تموچن د یسوګای زوی په ۱۱۶۲ میلادي کال کي پیدا سوی چي وروسته بیا په چنګیز خان مشهور سو او د جهان یو لوی امپراطور وګرځیده، ده د خپل مرګز منګولیا څخه  تر پامیره د سلو میلونو په شاوخوا کي منګولیايي وحشي وګړي تر خپلي کلکيادارې لاندی راټول کړل په دې وخت کي د ماوراء النهر ، افغانستان او ایران پر یوې سیمي محمد خوارزم شاه واکمني درلوده چي د بغداد د خلیفه ناصر الدین شاه سره یې هم چندان ښه تعلقات نه درلودل، په ۱۲۲۰ میلادي کي د چنګیز خان لښکرې د جیحون څخه را تېر سوه او د بلخ د نیولو وروسته د خوارزم شاه له پاره هرات ته ولاړی او تر پوشنجه ئې ټول خلګ ووژل.

 

په ۱۲۵۱ میلادي کال کي هلاکو د چنګیز خان لمسی خراسان ته راغی، ده په ۳۰ کلو کی هغه ښارونه چي په اسیا کي د مدنیت، ثقافت او اسلامي علومو مهم مرکزونه و وران کړل او خلک یې ورته په بې رحمي سره ووژل زرګونه ټوکه کتابونه یې وسوځول او خراسان د سند تر غاړو پوري یوه ویرونکې او ورانونکې کنډواله سو، چنګیز خان د الاودي د حکمرانۍ وروسته په کال ۱۳۸۰ میلادي کال کي یو بل ترک نژاده مغل او ستر نیواکګر ، انسان وژونکي امپراطور ګوډ تیمور دې خاوري ته راغي او کوم ښارونه چي د چنګیز خان او د هغه د اولادي څخه بچ سوي وه هغه یې هم د خاورو سره خاوري کړل.

 

 

د دریو امپراطوریو لخوا تجزیه

بالاخره په کال ۱۴۰۴ میلادي کي د ۷۰ کالو په عمر مړ  او په سمرقند کي خاورو ته وسپارل سو، د ګوډ تیمور او د هغه د اولادې واکمني ۱۲۷ کاله وروسته په کال ۱۵۰۷ میلادي کي د یو بل مغل نژاده شیباني خان ازبک له خوا د هرات په نیولو پای ته ورسیده خو افغانستان بیا هم خپلواکه نه سو، بلکي د دریو ګاونډیو امپراطوریو تر منځ تجزیه او وویشل سو، شیباني خان ازبک د افغانستان په شمالي برخه ظهیرالدین محمد بابرشاه د افغانستان په ختیځو برخو او د ایران صفوي دولت د افغانستان په غربي برخه واک ټینګ کړی و، باید ووایو چي دې وېشني او نیوني په بعضو سیمو کي تر ۱۷۳۸ میلادي پوري دوام وموند.

 

 


 

میرویس خان نیکه
خو افغانانو په دغه موده کي د تل له پاره د خپلي خپلواکۍ له پاره ډېر زیار ګاللی او د پردیو په مقابل کي بې تفاوته نه دي پاته سوي چي په دغه قطار کي د روښاني تحریک قهرمانه هلي ځلي د تاریخ په اوراقو کي ډېر ارزښت لري چي په پایله  کي یې د میرویس نیکه په قیادت او مشری د هوتکیانو ازادي غوښتونکي تحریک د سیمي حالت بدل کړه، تر دې چي په اصفهان کي د صغوي امپراپورۍ تاج په سر کیښودل سو، چي د دې لړۍ مخ کښ میرویس خان د شالم خان زوی، د کرم خان لمسی، د مند کړوسی، د عمر کوسی او د جلال الدین کودی دی چي هغه بیا د قطب الدین زوی، د اسحاق لمسی، د حسین کړوسی، د ملکیار کوسی او د هوتک کودی دی.

 

 

سرته