تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوحې تړون
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2023
  0

د دوحې تړون  


لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
د دوحې د تړون څخه درې کاله پوره سوه، د دې تړون ظاهري او معنوي تأثيرات د هيچا څخه پټ نه دي ځکه دا ورځ د امريکايي اشغال د خاتمې پيلامه او د باطل په وړاندي د حق د برياليتوب څرک وو.


لکه د حديبيې سوله چي د مکې مکرمې د فتحي کيلي ګڼل کيږي د دوحې د تړون لاسليک هم موږ د افغانستان د فتح کيلي بللای سو، ځکه د دوحې د تړون وروسته امريکايانو لکه په جګړه کي چي روحيه بايللې وه په سياسي ډګر کي يې هم روحيه له لاسه ورکړه.


د دوحې تړون د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه خبره رښتيا کړه چي ويل يې: تر امريکا لوی ځواک هم سته چي الله تعالی دی او ارومرو به يو تحول راځي بيا به يې تاسو ووينی. 


د دوحې تړون د امريکايانو موقف صفر ته را ټيټ کړ ځکه پر افغانستان د جګړې په پيل کي ددوی د هغه وخت ولس مشر جورج ډبليو بوش ويل: طالبان به يا تسلميږي يا به وژل کيږي.
خو الحمدلله په سياسي ډګر کي د دوحې تړون زموږ د اميرالمؤمنين خبره رښتيا او د بوش خبره يې درواغ کړه.


د دوحې تړون د ټولي نړۍ په وړاندي د امريکا چلينج داسي وننګوی، چي ټول هوښيار نړيوال ورته حيران سول، ځکه په ۲۰۰۱ م کال کي بوش ټولي نړۍ ته اعلان کړی وو، چي يا به زما سره درېږئ يا به د تروريستانو سره درېږئ، هدف يې طالبان ول.


د دوحې تړون ټولي نړۍ ته د افغانانو سياسي نبوغ په ننداره کښېښووی آن تر دې چي خپله دښمن هم د ا.ا.ا د مذاکراتي پلاوي په پياوړتيا اقرار وکړ. 


موږ ته دا لازمه ده چي د دوحې تړون ته په ډېره درنه سترګه وګورو، تل د هغه ياد وساتو، خپلو مشرانو ته دعا وکړو چي په هر ډګر کي يې الله تعالی همداسي بريالي ولري او د خپل اسلامي نظام د سمبالښت او ساتني لپاره د افغانانو تر مينځ يووالي او اتفاق ته کار وکړو.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته