تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د منفي احساساتو اداره کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 1, 2018
  0

د منفي احساساتو د کنترول لپاره غوره لاره څه ده؟


لیکنه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د منفي احساساتو لومړی ګوذار د هیلو وژل دي، د پرمختګ مخنیوی یې دوهم اقدام دی، دغه راز مو تصمیم او پلان نیولو ته هم نه پریږدي. ددې لپاره چې مخته ولاړ شئ او خپلې موخې را ونیسئ، لومړی خپل بدني چاپیریال او حالت مطالعه کړئ، که ځان مو مسووله نه بولئ، وروسته له دې خپل ځان د خپلو کړنو مسوول وبولئ؛ که کوم چا در څخه د یو نېک کار مشوره وغوښتله، نو نېکه مشوره ورکړئ، منفي افکار وغورځوئ، او ملي موخې شخصي موخې مه ګرځوئ.


که هرې موضوع ته منفي فکر وکړای شي، نو بیا خو باید ماتې ته سر له اوسه هرکلی وکړای شي، احساسات او فکر ستاسو د ژوند سره تړلي موضوع ده؛ که یې کنترول کړئ، نو خپلې چارې مو پرې له هر ډول نیوکو او ستونزو ژغورلی شئ. که تاسې په بیړې سره پرېکړې وکړئ او له احساساتو څخه کار واخلئ؛ دا چاره مو په راتلونکې کې پښېمانه کولای شي.


ددې لپاره چې منفي افکار او احساسات کنترول کړئ، لومړی موضوع (مسئلې) ته له هرې زاویې وګورئ، پېل یې په مثبت فکر وکړئ، ښه یې وسنجوئ او بیا له پوره غور وروسته د عمل جامه ور واغوندئ. په ټولیز ژوند کې ښېګڼه او بدي کول د یو شخص په فردي کړنې پورې تړاو لري، که چا درسره ښه سلوک نه کاوه، نو تاسې ورسره جدي چلند مه کوئ، او پر وړاندې یې مخالفت او غبرګون هم مه ښکاره کوئ.


منفي احساسات وشړئ؛ ځکه دا چاره تاسې مایوسۍ ته سوق کوي او مایوسي د انسان هیلې وژني، مه پرېږدئ چې د خپلو موخو ښکار شئ، اسانه کارونه هر څوک کولای شي، موږ باید مقاومت وکړو او د خپلو تېروتنو جبران ورکړو. هڅه وکړئ چې له منفي نظریاتو ډډه وکړئ او په هغه مجلس کې چې منفیاتو ته لمن وهل کیږي، کوښښ وکړئ چې مخه یې ونیسئ؛ که مو له وسې نه وه پوره، ناسته پاسته ورسره پرېږدئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته