تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حسن لذاته حدیث پیژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 18, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په ۵۷ پاڼه کي مو ولوستل چي مقبول احادیث پر څلورو قسمو وېشل کیږي:


(۱)  صحیح لذاته (۲) حسن لذاته (۳) صحیح لغیره (۴)  حسن لغیره. 


د  صحیح لذاته تعریف او  د صحیح لذاته پر خپل منځي تفاضل او تفاوت باندي تفصیلي بحث وکړل سو دا دی اوس د حسن لذاته په هکله بحث درته وړاندي کیږي: 


ابن حجر عسقلاني (رحمه الله) د صحیح لذاته تعریف په دې ډول کړی دی:
 
خَبَرُ الاحَادِ بِنقلِ عَدلٍ، تَامِ الضَّبطِ، مُتَّصِلَ السَّندِ غَیرَ مُعَلَّلِ، وَشَاذٍ، هُو الصَّحیحُ لِذَاتِهِ . 


د دې تعریف د تشریح او تفصیل وروسته ئې د حسن لذاته د تعریف له پاره دا جمله پر مخکني تعریف عطف کړې ده (  فَاِن قَل الضَّبطُ فهُوَ حَسَنُ لِذَاتِهِ )   که د راوي ضبط ئې نسبتا کم و نو هغه خبر حسن لذاته بلل کیږي. یعني حسن لذاته هغه حدیث ته وایي چي معلل او شاذ نه وي، سند ئې متصل وي، راوي ئې د عدل او ضبط څښتن وي. دا پنځه واړه ټول هغه قیدونه دي چي د صحیح لذاته په تعریف کي ذکر سوي دي. البته د دواړو د تعریف تر منځ فرق یوازي د راوي په ضبط کي دی ( فَاِن قَل الضبَّظُ فَهُوَ حَسَن لِذَاتِه) که ضبط ئې بېخي په لوړه کچه کي نه وو بلکي د هغه څخه په کښته درجه کي وو  د هغه روایت حسن لذاته بلل کیږي.


د حسن لذاته د مستقل تعریف له پاره که د صحیح لذاته د تام الضبط قید په ضابط واړول سي ښایي چي مخکنی مفهوم دي افاده کړي په دې ډول ( اَلحَسَنُ لِذَاتِهِ ما نَقَلَهُ عَدل ضَابِط مُتَّصِلَ الَّسنَدِ غَیرَ مُعلَّلِ وَ لاَ شَا‌ذٍ ) لکه څنګه چي صحیح لذاته د احتجاج وړ او مُوجِب عمل دی او په خپل منځ کي متفاوت درجات لري چي په مخکنیو پاڼو کي تفصیلي بحث پر وکړل سو. دغه ډول حسن لذاته هم د احتجاج وړ او مُوجِب عمل دی او په خپل منځ کي تفاضل او خپل منځي مراتب لري او د صحیح لذاته په شان پر څو تقسیمه وېشل کیږي.

 

نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

سرته