تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:پر قبائلو او افرادو د اسلام عرضول
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 6, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۴ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پر قبائلو او افرادو د اسلام عرضول

 

د هجرت د لسم کال د ذوالقعدې په مياشت کي چي د (619) ميلادي کال د جون آخري او د جولاى اولي ورځي وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طائف څخه مکې مکرمې ته راغلى غواړي چي بيا په نوي شوق او ټینګ عزم قبائل او أفراد واسلام ته دعوت کړي، په دغه وخت کي د حج موسم هم ډير نژدې ؤ چي خلك د هره ځایه څخه د حج د آداءکولو دپاره و مکې مکرمې ته په ډلو ډلو راتله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه موقع او فُرصت د ځان دپاره غنيمت وباله او هري قبيلې ته جلا جلا ورتلى او اسلام يې پر عرضاوه اسلام او وحدانيت ته يې رابلل، دا اول کال نه دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر قبائلو اسلام عرضوي بلکه دغه د حج په موسم کي و اسلام ته د قبائلو دعوت د بعثت او نبوت د څلورم کال څخه شروع ؤ. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته