تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الشوری لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 2, 2024
  0
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د سورة الشوری لنډه پېژندنه 
 
سورة الشوری  د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۲ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
 
سورة الشوری ۵۳ آية لري او ۵ رکوع دئ.
 
د دې مبارک سورة نوم د ۳۸ آية کريمې څخه اخستل سوی دئ. 
 
وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ.
 
ژباړه: او هغه کسان چي خپل د رب اطاعت کوي او لمونځونه قائمه وي او د خپلو کارونو له پاره مشوره سره کوي او د هغه څه څخه نفقه (او خيرات) ورکوي چي موږ ورکړي وي.
 
شوری يعني مشوره کول.
 
په سورة الشوری کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
 
۱-  د الله تعالی ربوبيت، يعني د هر څه رب الله تعالی دئ.
 
۲-  ژر دئ چي آسمان وچاودي (د انسانانو د سرکښۍ او بې اطاعتۍ له وجي) او ملائکي خپل د رب پاکي او حمد بيانوي او د هغو کسانو له پاره بخښه غواړي چي په مځکه کي دي.
 
۳-  قرآن کريم الله تعالی پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل کړی دئ تر څو د اُم القری (د ښارونو مور) چي مکة مکرمة ده، و خلګو ته ئې د قيامت د ورځي په باب خبرداری ورکي.
 
۴-  که د الله سبحان و تعالی خوښه وای، نو ټول به ئې يو امت پيدا کړي وای.
 
۵-  الله (عزوجل) د آسمانونو او مځکي خالق دئ او انسانان و حيوانات ئې جوړه پيدا کړي دي او هيڅ شی د الله تعالی په مثل نه سته.
 
۶-  الله تعالی په دې دين سره مؤمينانو ته نصيحت کوي او هم ئې په دې دين سره و سيدنا نوح، حضرت ابراهيم، حضرت موسی او حضرت عيسی (عليهم السلام) ته نصيحت کړی وو.
 
۷-  الله تعالی خپل د بنده ګانو توبه قبلوي، د غلطيو عفوه ور ته کوي، د مؤمينانو دعاوي قبلوي او پر دوی فضل اوروي.
 
۸-  هر مصيبت انسان ته د خپله لاسه رسېږي او انسان په مځکه کي هيڅ چيري نه سي پټېدلای او بغير د الله تعالی څخه انسان بل هيڅ مددکاره او ساتونکي نه لري.
 
۹-  د مؤمينانو ځيني خواص ذکر سوي دي لکه: پر الله تعالی توکل، د کبيره ګناهونو او فواحشو څخه ځان ژغورنه، لمونځ قائمول، مشوره کول، خپل د رزق څخه نفقه ورکول، چي کله کوم ظلم باندي کيږي نو خپله دفاع کوي.
 
۱۰-  کله چي انسان ته الله تعالی خپل له جانبه رحمت ور په نصيب کي نو خوشحاله وي او چي مصيبت ور ورسېږي نو ناشکري کوي.
 
۱۱-  د الله تعالی چي چا ته خوښه سي، نارينه اولاد يا ښځينه اولاد ورکوي، يا دواړه، يا ئې هم بې اولاده پاته کوي.
 
۱۲ -  الله تعالی د بشر (يعني انسان) سره مخامخ خبري نه کوي، ليکن د يوې پردې په موجوديت کي، يا هم وحي ور ته کوي او يا هم خپل د جانبه يو استازی (يعني رسول) ور ته را استوي.
 
په ځينو نورو تفاسيرو کي د سورة الشوری موضوعات په لاندي ډول ذکر سوي دي
 
۱-  الله تعالی خپل د بنده ګانو توبه قبلوي او ګناهونه ئې وربخښي.
 
۲-  الله (رب العزة) د هغو مؤمينانو دعاوي قبلوي چي نيک عمل کوونکی وي او پر هغو خپل فضل هم زياتوي.
 
 
۳-  که الله تعالی خپل بنده ګانو ته رزق او ورکړه بې حسابه ډېره ورکي، نو به دوی يو پر بل ظلم شروع کي؛ نو ځکه هر څه په اندازه او قدر سره دي.
 
او همدارنګه د نيکو او صالح مؤمينانو خواص ئې داسي بيان کړي دي
 
• هغه کسان چي د کبيره ګناهونو او فاحش څخه ځان ساتي.
 
 
• هغه کسان چي خپل د رب و اوامرو ته غاړه ږدي.
 
 
• هغه  کسان چي د لمانځه قائم کوونکي وي، نفقه او خيرات ورکوونکي وي، او خپل په منځ کي په مشوره سره امر کوي.
 
 
• صبر کوونکي او بخښه يا عفوه کوونکي وي.
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته