تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري/ دوهمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 2, 2024
  0

لیکنه: حبیب الله قلم مل تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري 
دوهمه برخه


حاجي بشیراحمد قادري هم په کندهاري شاعرانو کي د درانه شخصیت د لرلو تر څنګ درانه په تول پوره او ښه غزل لیکي نوموړي د لوي کندهار ادبي بهیر له فعالو غړو څخه دی، همېشه یې په غونډو کي ونډه اخیستې ده، یو شی چي دده ورته فام سي هغه دا دی چي شعر لږ لیکي د شعر لیکل باید څه اندازه زیات کړي؛ ځکه په ده کي د ښې غزلي د لیکلو توان سته، تاسو درانه لوستونکي دده غزل او زما نظر لوستلو ته رابولم. لومړی د شاعر لنډه پېژندنه. 


نوم: بشیراحمد قادري. 


دپلارنوم: عطاءمحمد.


د نیکه نوم: حاجي نورمحمد.


د اوسیدو اصلي ځای: کندهار ارغنداب ولسولي.


د اوسیدو اوسنۍ ځای: ۹ ناحیه کندهار ښار.


عمر: ۴۳ کاله .


زده کړي: مروجي دیني زده کړي يې کړي دي.

 
شغل: سودا ګري.


مدني حالت: متاهل.

 
اولادونه: ۸ اولادونه.


د شاعرۍ پیل: ۱۳۸۶ هـ ش کال دئ. 


چاپ اثار: نلري.


ناچاپ اثار: څو شعرونه چي شمار یې نه دی معلوم.

 
د نوموړي غزل او زما نظر لوستلو ته مو  رابولم


خدایه بیا دي پسرلی کړی د ارغند پر مسته غاړه

د انار ګل دي ژوندی کړی د ارغند پر مسته غاړه


په لومړي بیت کي پوره عاطفه نغښتې ده؛ ځکه چي د کایناتو د یو موجود په ژوندي کولو سره چي د انار ونه ده، شاعر خوشحالي کوي او دهغه وګل ته هوسیږي ، ددې ترڅنګ د کال د څلورو فصلونو څخه د یو فصل چي د تازګۍ او خوشحالۍ موسم دی یادونه کوي. په موجوداتو کي تر ټولو شاید شاعر د طبیعت په راتللو زیات خوشحاله کیږي ځکه هر کله چي پسرلی نوموړی ورته خوشحالۍ کوي شعرونه او قصیدې ورته جوړوي او په ویاړ یې مشاعرې جوړوي، ته وایې چي د موسم او طبیعت په راتلو یوازي دی راضي دی؛ ځکه نو ښکارندوي په خپله قصیده کي وایی.

 
بیایې ونولل په غرونو کي لعلونه 


هغه د لاله دګل د سرو لعلونو سره تشبه کوي؛ نو ګران قادري صاحب هم د خپلو اسلافو پر قدم، قدم ایښی دی.


د همت قلم مي لاس کي یوه ځوانه غزل لیکم 
هر احساس دي را زلمی، کړی د ارغند پر مسته غاړه


په دې بیت کي هم عاطفه زیاته ده او ترڅنګ فکر هم په کښي پالل سوی دئ، ځکه د همت قلم یې په لاس کي دئ، قلم او همت دواړي هغه ستري معنوي فدیدې دي چي کله د یو انسان سره ملګري وي نو ګواکي هر څه لري، ځکه نړۍ پر همت او علم ولاړه ده.


د افغان د مټي زور وو، ستا رضا وه پکښي نغښتې
سورغلیم يې تور لوګی کړی، د ارغند پر مسته غاړه


قادري صاحب د مقدس جهاد تعریف کوي او د میړنیو په میړانه ویاړي او د الله جل جلاله نصرت یادوي او دا وایی چي کله د الله جل جلاله رضا او نصرت زموږ د زور سره یو ځای سي بیا به هر غلیم چي د مظلوم افغان په وړاندي درېدلی وي هغه به نیست او نابود سي.


سندریزه فضا راغله، بلبل ګل نه الهام اخلي 
د خزان واک دي پردی کړی، د ارغند پر مسته غاړه


ما مخکي وویل چي شاعر طبیعت ته زیات نژدې دی او خاص اړیکه ورسره لري، هر څه چي لیري ولاړ سي، بیا د طبیعت نندارې ته راسي ریښتیا ښه خوند هم کوي، سندریزه فضا ګل او بلبل، الهام، د خزان واک پردی کول.


 نوموړي هر څه په نوي انداز کي په زړو لفظو کي ویلي دي او د شعر لپاره یې هر څه ښه انتخاب کړي دي په ادبي اصطلاح مشبه، مشبه به او وجهه تشبه یې هم ښه سره کار کړي.

 

هیلو نوی څرک وهلی، نن په زړه د (قادري) کي 
اوس يې فکر ګړندی کړی، د ارغند پر مسته غاړه


شاعر کله - کله د یو نوي فکر د وړاندي کولو لپاره خلګو ته انګیزه ورکوي، چي زما سره هم یو څه سته دا بیا د ټولني په خلګو پوري اړه لري، چي خپل شاعر او لیکوال ته څونه پاملرنه کوي او د هغه د فکر څخه څونه کار اخیستلای سي، نو قادري صاحب هم د ټولني وګړو ته وایې چي زما په زړه کي نوي هیلي سته ددې هیلو د سرته رسولو لپاره بشري قوه په کار لوېدل غواړي او ګړندي ګامونه اخیستل غواړي ځکه موږ د نړۍ له کاوانه ډېر پس پاته یو نو که کار کول غواړي ګامونه او فکرونه مو دواړه ګړندي کړي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته