تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رسول الله (ص )د وژلو دپاره دسيسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره دسيسه

 

دا معلومه خبره ده:کوم وخت چي مشرکانو په بدرکي ماته وخوړل او ډېر مشران يې و وژل سوه، نو د مکې مکرمې مشرکان لکه د اور کوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ضـِد په خپلو ځانو کي سره ايشېدل، ترڅو چي د مکې مکرمې دوو مشرکانو داسي يوه دسيسه جوړه کړه چي د دغه اختلاف او  تفرقې، د دغه ذِلّت او سپکاوي ريښه د بېخه وکاږي او دغه ريښه د دوى په فکر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ، قصه داسي ده: 


يو عُمير بن وهب الجُمحي چي د قريشو د شيطانانو څخه بلل کېدى، هغه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده صلی الله علیه وسلم  و مکرمو اصحابو ته يې په مکه مکرمه کي ډېر آزارونه ورکول، اوس د دغه عُمير زوى د بدر په بنديانو کي د مسلمانانوسره بندي دى او بل صفوان بن اُميه بن خلف چي پلار او ورور يې په بدرکي وژل سوي دي، دغه دوه نفره دکعبې شريفي په حِجر يا حطيم کي سره ناست دي او خبري سره کوي، اول يې هغه کسان ياد کړه چي د بدر په جنګ کي وژل سوي وه او بيا مسلمانانو و څا ته ور واچول او بيا يې د مکې مکرمې د خلکو غمونه سره بيانول ترڅو چي صفوان و ويل: والله پسله دوى څخه په ژوند کي خوند او خير نسته، عُمير و ويل: رشتيا وايې!

 

په والله که زما پر ذمه پورونه نه واى او پر دغه خپلو کوچنيو اولادو نه بېرېدلاى چي ترما وروسته به خوار او دربدره سي زه به دغه اوس د محمّد صلی الله علیه وسلم  پر طرف د هغه د وژلو دپاره ور رهي سوى واى او زه د ورتللو دپاره بهانه هم لرم ځکه زما زوى د دوى سره بندي دى، صفوان  موقع مناسبه وليدل او غواړي چي دغه موقع يې د لاسه و نه وزي ويل: ستا پور يې پرما! زه يې آداءکوم او اولادونه دي زما د اولادو سره يو ځاى کوم هرڅه چي مي په وسه پوره وي په والله هغه نه ځني منعه کوم، عُمير و ويل: دغه خبره د ځانه سره وساته چي څوک نه سي په خبر، صفوان ويل: بېغمه اوسه، عُمير ولاړى خپله توره يې ښه تېره او په زهرو زهرناکه کړه، هغه داسي چي توره به يې ګرمه کړه او په زهرو کي به يې کښېښوول، د زهرو اوبه به يې په وڅښلې، چي د دغي توري زخم بيا نه جوړېدى (دا د هغه وخت زهرناکه يا کيمياوي اسلحه وه) او بيا مخ پر مدينه منوره رهي سو ترڅو هلته د مسجد د دروازې سره يې خپله اوښه چوکه کړه او دئ ځني را کښته سو، تاسي پوهېږى چي د عُمير څه نيت او څه مقصد دى؟ د عمير إراده دا ده چي په اول ملاقات يا مخامخ کېدلو کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه خپله توره سره وهي او بيا چي هرڅه پېښيږي پېښ دي سي. 


په دغه وخت کي حضرت عمر رضی الله عنه  هلته د يو څو نورو مسلمانانو سره ناست ؤ او د بدر د جنګ خبري يې سره کولې چي سترګي يې پر عُمير ومښتې ويل: په والله دغه د الله دښمن عمير نه دى راغلى مګر د يوه شر دپاره او بيا عمر رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! هغه دى د الله دښمن عُمير راغلى او توره په ځړيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

ما ته يې راوله.


 عمر رضی الله عنه  و عمير ته ورغلى او هغه تناو چي عمير توره په ځان پوري په ځړولې وه د عُمير په غاړه کي ور واچاوه غواړي چي مسجد ته يې ور ولي خو په دغه وخت کي يې د انصارو و څو نفرو ته هم و ويل: تاسي ولاړ سى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره کښېنى او و دغه خبيث ته متوجه اوسى ځکه دا سړئ په باور نه دى، بيا يې نو عُمير و مسجد ته ورننه ايستى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي عمر رضی الله عنه  د عمير په غاړه کي تناو ور اچولى دى او را کشوي يې ويل ايله يې که يا عمر!  


او عمير ته يې و ويل: را نژدې سه يا عمير! عمير و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور د مخه سو او ويل (أنعَمُوا صَبَاحاً) چي دا د جاهليت د وختو او د مشرکانو سلام ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:الله جل جلاله  موږ ستا تر تحيې په ښـه  تحيه مکرم کړي يو يا عمير! چي هغه سلام او د اهل جنت تحيه ده او بيا يې ورته و فرمايل: د څه شي دپاره راغلى يې؟ يا عمير! عمير و ويل: د دغه خپل زوى په باره کي راغلى يم چي ستاسي سره بندي دى او د ده په متعلق ښه را سره وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه توره دي د څه شي دپاره په غاړه کي ده؟ عمير و ويل: الله دي توري خرابي کړي آيا موږ ته  يې کومه فايده را رسولې ده؟ 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: رشتيا راته و وايه د څه شي دپاره راغلى يې؟ عمير و ويل: بېله دغه د بل کار دپاره نه يم راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بلکه ته او صفوان بن اميه په حِجر کي سره کښېنستلاست او د  قريشو هغه وژل سوي کسان مو يادول چي د بدر په ورځ په هغه څا کي واچول سوه او بيا تا و ويل: که پرما پور نه واى او دغه اولادونه مي نه واى زه به د محمّد صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره تللى واى، صفوان ستا د پورو او اولادو ذمه په دې شرط پرخپله غاړه واخستل چي ته ما و وژنې، مګر الله جل جلاله  ستا او زما د  وژلو په منځ کي حائل دى يعني: ته دا کار نه سې کولاى، ځکه الله عزوجل  دغه کار منعه کوي، عمير و ويل:

 

أشهَدُ انکَ رسولُ الله، يا رسول الله! دکوم شي خبر چي به تا د آسمانه څخه موږ ته را وړى او کومي وحىِ چي پر تا نازلېدې موږ په هغو کي ستا تکذيب کاوه او نه مو منلې مګر دغه خبر چي بېله ما او صفوانه څخه بل هيڅوک نه حاضروه او نه په خبر دي په والله زه پوهېږم چي بېله الله بل چا نه يې په خبر کړى، نو حمد دي هغه الله لره وي چي زه يې و اسلام ته هدايت کړم او زه يې و دغه ځاى ته را وستلم او بيا يې د شهادت حق کلمې و ويلې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  واصحاب کرامو ته و فرمايل: دغه ورور ته مو د دين مسائل ور وښوى قرآن مجيد ورته و واياست او بندي  يې ورايله کړی. 


سبحان الله! په هغه وخت کي فاکس ؤ که تلفون؟ ټيپ ؤ که مخابره؟ چي دغه حالات د هغه په واسطه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وَرَسَول سوه؟ يـا! دغه شيان يو هم نه وه بلکه تر دې ټولو مهمه او د خبر رسولو بله  وسيله موجوده وه! چي د هغه په واسطه دغه خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورسېدى چي هغه الْهي وحىِ وې، د نبوت او رسالت ټول کارونه تر بشري عقل او طاقت لوړ وي، دا هم د الْهي معجزو څخه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د  رسالت د اثبات دپاره يوه لويه معجزه وه.

 

 خير عُمير رضی الله عنه  دلته په مدينه منوره کي مسلمان سو او هلته په مکه مکرمه کي صفوان ونورو مشرکانو ته وايي: زېرى درکوم چي په را تلونکو نژدې ورځو کي به د داسي واقعې خبر واورى چي د بدر قصه به در څخه هېره کړي او صفوان به د هر هغه چا څخه چي مکې مکرمې ته به ورتلى د عُمير د حالاتو پوښتنه کول ترڅو چي د عُمير د اسلام خبر ورته را ورسېدى، بيا نو صفوان قسم ياد کړی چي هيڅکله به د عُمير سره خبري نه کوي او هيڅکله به په هيڅ شي کي فايده نه ور رسوي، عمير رضی الله عنه  چي مکې مکرمې ته راغلى هلته يې په اسلامي دعوت شروع وکړه او خلک يې و اسلام ته را بلل، حتّْی د ده پرلاس ډېر خلک و اسلام ته داخل سوه. 


الْهي زموږ ټولو مسلمانانو خاصتاً زموږ د ځواني طبقې زړونه هم د خیر او مصلحتو هغه لاري ته واړوې چي ته په راضي کېږې او جنت ته مو بيايي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته