تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ الهند علمي غوچوالی او د تدریس مېتود
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 23, 2020
  0

د شیخ الهند علمي غوچوالی او  د تدریس مېتود 

 

 ژباړن: عبدالرحيم راشد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت مولانا شیخ الهند محمود الحسن رحمه الله تفسیر،  حدیث ، اصول فقه ، معاني او منطق  په پوره شوق او ځانګړي علاقې سره  تدریسول.


  د۱۳۲۰ سپوږمیز کال پوري یې هره ورځ د پنځو څخه تر شپږو ساعتونو پوري تدریس کاوه،  مګر وروسته د کمزورۍ او له دې امله چي ممتاز شاګردانو  یې،  لکه:  علامه انورشاه کشمیري، مولاناسید حسین احمد مدني او علامه شبیراحمد عثماني رحمهم الله په تدریس پیل وکړل،  نو  د  دوو څخه تر دریو ساعتونو  پوري به یې بخاري او ترمذي تدریسول.


 درس ته یې ناسته په پوره اطمینان ، سکون او آرامۍ  سره وه، مسخرې، ټوکي او بې ځایه خبري  پکښې نه وې،  که چيري به یو سړي پوښتنه وکړه،  زړه منونکی ځواب به یې ورکړ.


 شیخ الهند رحمه الله کله چي به قرآنکریم ، حدیث ،  څلورو مذاهبو ،  د صحابه وو،  تابعینو،  فقهاوو او مجتهدینو په  اقوالو کي هر ډول مشکل بحث به وو،  په ساده عبارت، آسانه  الفاظو او په  روانه محاوره سره یې ښکاره کول.  


 د ظاهره  یې هیڅ  هډوکي او غوښه نه  درلوده،  مګر کله چي به  د تدریس په مسند کښېنستی، د زمري غوندي به ښکارېدی.


 د خلکو پوه کولو مهارت ډېر ښه پکښې  موجود وو،  د نورو مدرسو ډېر  ځیرک او حتی فارغ التحصیل شاګردان به یې درس ته کښېنستل او له  ده څخه به یې استفاده کول،  کله چي به اختلافي مسئله راغله  د هغه  درو امامانو او مجتهدینو مذهب به یې راوړ او په لنډ ډول یې هم   د هغو دلایل ذکر کړل او کله چي به د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب واری راغی، په  داسي توګه به یې تشریح او پر نورو مذاهبو  ترجیح او غوره والی ورکړ، چي د سالم خوی  د او د انصاف مزاج شخص به  پوره اطمنان کېدی، چي حق د امام ابوحنیفه رحمه الله سره دي. 


 د اسلام امامانو لره یې زیات ادب او درناوی درلود. او د هغوی په علمي کمالاتو یې اعتراف کاوهد کتابونو د شرحو په مطالعې سره یې زیات ټینګار کاوه.


دحدیثو سند یې په حضرت شاه ولی الله رحمه الله باندي پای ته رسیږي او د حدیثو سند یې په دوو طریقو سره په لاندي ډول دی.
عن مولانا الشیخ محمدقاسم نانوتوي عن مولانا الشیخ عبدالغني عن مولانا الشیخ محمداسحق عن مولانا الشاه عبدالعزیز عن مولانا الشاه ولي الله رحمهم الله.


عن مولاناالشیخ احمدعلي سهارنفوري عن مولانا الشاه محمداسحق عن مولانا الشاه عبدالعزیز عن مولانا الشاه  ولي الله رحمهم الله.
ماخذ: زموږ اکابرین

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته