تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار له نافرمانۍ څخه ځان وساته!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 13, 2021
  0

د مور او پلار له نافرمانۍ څخه ځان وساته! 


لیکنه: عبدالرحیم راشد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو کس خپل ضعیف او بوډا پلار په پټو کي وتړی ، داسي لکه چي ګنده وي، بیا یې هغه د کوهي په لوري روان کړ، ددې لپاره چي کوهي ته یې واچوي، کله چي د کوهي په غاړه ودرېدی، نږدې وه چي خپل پلار کوهي ته ورټېل وهي، نو پلار یې په ژړا سو او خپل بچي ته یې وویل: زویه! پدې کوهي کي مي مه اچوه، یو بل کوهي کي مي واچوه، ځکه چي پدې کوهي کي ما ستا نیکه اچولی دی، کله چي دا خبره دغه ځوان واورېده، نو په هوش مي راغلی او له پلار څخه یې سمدستي پټو  لیري کړ، په ډېر ادب او احترام یې کور ته راوستی.


محترمو وروڼو او خویندو! چي دغه کس دا خبره محسوسه او دا یې په ذهن کي راغله، که چیري نن زه خپل پلار په کوهي کي واچوم، نو سبا به زما هم دغه حال وي، الله تعالی به زما سره همدغه معامله وکړي، دا سوچ یې وکړ او له لوی ګناه څخه بچ سو، نو ځکه هغه څوک چي د مور او پلار نافرماني کوي، د خپل ځان سره دي سوچ وکړي، که چیري نن سوچ ونه کړي، سبا به ډېر زیات پېښمانه وي او بیا وروسته افسوس او پېښماني ګټه نه ورسوي.


نو مسلمانه وروره او خوري! د خپل مور او پلار څخه نیکي دعاګاني ترلاسه کوه، ځکه د دوی دعاګاني د خپل اولاد په حق کي ډېر ژر قبلېږي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته