تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په هر کار کې منځ لاري کوه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 15, 2021
  0

په هر کار کې منځ لاري کوه 


رالیږونکي : بصیر یوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


منځلاري (اعتدال) يو شرعي او عقلي مقصد دی او که څوک نېکمرغه ژوند غواړي؛ نو خپلې هیلې دې په واک کې ولري او په هر حال کې دې له منځلارۍ نه کار واخلي، هغه د غوسې او که د نرمۍ حالت وي، همدا شان په هر څه کې له کمي او زیاتې نه ځان ساتل پکار دي،


ځکه عدل دومره اړین څیز دي، چې دين هم له ميزانه (تلې) سره رالېږل شوی دي او دنيويژوند پر عدل ولاړ دي.


ډیري بي لارې او ستومانه هماغه څوک دي، چې په خپلو هیلو او هوس پسې ځغلي او غاړه يې ورته ایښې وي، ځکه دوی هر وخت د حوادثو ښکار شوی او د ژوند زاويې ورته تورتم شوې وي، دغه ډول خلک په حقیقت کې په خيالاتو او اوهامو کې ژوند کوي، آن تر دې چې کله داسې فکر کوي چي ټول خلک د ده پر ضد دي، له دې امله یی همېشه له وسوسو، غمونو اواندېښنو سره کور وي.


وېرول او ترهول شرعا ممنوع دي؛ خو طبعا اسانه دي او دا چارې هغه  څوک سرته رسوي، چې له دين او له ژوندیو ارزښتونو څخه بې برخې وي.


الهي اصول او مبادي ونه پېژني؛ نو داسې خلک بیا: 


يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ ﴿المنافقون: ٤﴾ دوی هر زورور اواز د ځان پر ضدګني.


نه ډاډه ژوند کوه او هسې اټکلي پېښې په ذهن کې مه انځوروه، ځکه زیاتره چې له څه شي وېرول کېږي، هغه له سره وجود نه لري او یا یې وقوع هیڅ شونې نه وي او د ځان ډاډمن کولو يوه طريقه دا هم ده، چې له کوم مصیبت څخه ډارېږې؛ نو د هغې تر وقوع له مخه د هغې اټکلی بد او ناوړه صورت په ذهن کې ځای پر ځای کړه، په دې سره به ته بيا له وسوسو او اووهمو څخه خوندي پاتې شې او هره لویه ستونزه به درته کوچنی ښکاري. 


ای زما هوښیاره وروره! د مچ له وزرو نه غرونه مه جوړوه، بلکې اله اقتصاد او اعتداله کار واخله، د محبت او کرکې په اړه په حديث شريف کې راغلي، چې په دوستۍ کې ډېر مه خوږ ېږه کېدای شي دغه کس دې سبا تهستا دښمن شي او په دښمنۍ کې هم ډېر مه تريخېږه، ښايي همدغه کس یوه ورځ ستا دوست شي؛ نو له دې امله په هر کار کې منځلاري پکار ده.


عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿الممتحنة: ٧﴾لرې نه ده چې الله تعالى يو وخت ستاسې او د هغو خلکو ترمینځ مینه واچوي، چې له هغو سره نن تاسې دښمني را اخیستې ده. الله تعالي غټ قدرت لري او هغه غفور رحيم دي .


ماخذ : لاتحزن  مه خپه کیږه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته