تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وینا او عمل د یووالي ګټه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2021
  0

د وینا او عمل د یووالي ګټه


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


که هرڅوک خپله عمل او وينا سره برابر کړي تر ډېره بريده به په مسلمانانو کي فساد لږ سي ځکه هرڅوک د غلا، اختطاف، رشوت، دوکه بازۍ او انسان ځوروني مخالفت کوي او د ورځي څو ځله په خپله خوله باندي قوم پرستي، ځان ځاني، تکبر، درواغ ويل او نور منفي کارونه غندي خو په عمل کي بيا د همدغه کارونو په کولو باندي لګيا وي. 


دا چي په ټولنه کي د ډېرو مبلغينو او داعيانو وعظ تأثير نه لري، ښې خبري يې د خلګو زړونو ته نه تېريږي او د رښتيني مقتدي حيثيت لاسته نسي راوړلای علت يې د وينا او عمل مخالفت دی. 


که هر مسلمان تر بل هرچا مخکي خپله وينا پر خپل ځان باندي عملي کړي ددې تر څنګ چي تقوی او معنويات به ترلاسه کوي په عامو مسلمانانو کي به د رهبر په سترګه  ورته کتل کيږي او هر څوک به يې د ځان لپاره د ښه ژوند بېلګه جوړوي. 


يو هغه کار چي له امله يې الله پاک د يهودی علماو په خښم سو همدغه د وينا او عمل توپير وو چي دوی به ځيني خلګو ته ښه خبري کولې خو خپله به يې عمل ورباندي نه کوی. 


عمر بن عبدالعزيز رحمه الله فرمايي: ولو عملنا ببعض ما علمنا، لأورثنا علما لا تقوم به أبداننا. [التفسير المنير] 


که موږ په يوڅه د هغه علم عمل کړی وای چي موږ يې لرو نو موږ ته به داسي علم راکول سوی وای چي زموږ بدنونو نسو ټينګولای. 
راځئ چي د کوم کار لپاره نور رابولو هماغه کارونه په خپل ژوند کي عملي کړو او خپل ظاهر او باطل سره يو کړو ترڅو هم خپله سم سو او هم نور خلګ راسره سم سي. 


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته