تازه سرليکونه
د عامو مسلمانانو سره اداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 25, 2021
  0


د عامو مسلمانانو سره اداب


ایډیټ : بصیر يوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 مسلمان باید د خپل مسلمان ورور خطا او تېرو تنه  ورته معاف  کړي.
(بهشتي زېور).


 مسلمان باید د خپل مسلمان ورور عیب پټ کړي .
(بهشتي زېور).


 که کوم مسلمان ورور مو په کوم تکلیف او مشکل کي ښکیل وي باید مرسته ورسره وکړئ .
(بهشتي زيور).


کله چي له چا سره کومه وعده وکړئ باید وفا پر وکړئ.
(بهشتي زېور).


کله چي ستاسي کوم مسلمان ورور مړ سي نو ورته د الله له دربار څخه ښې د بخښي دوعاګاني وغواړئ.
 ( بهشتي زېور).


د خپل مسلمان ورور تحفه قبوله کړئ .
(بهشتي زيور).


کله چي څوک درسره څه مرسته یا خیر ښه ګټه تر سره کړي نو مننه ورڅخه وکړئ او د احسان شکر یې پر ځای کړئ.
 (بهشتي زیور).


د خپل مسلمان ورورد مال، کور او اولاد ساتنه کوئ.
 (بهشتي زیور).


د خپل مسلمان ورور خبره په ښه شان واورئ .
( بهشتي زیور).


کله چي د چا ورک سوی شی په لاس درسي نو ورویې رسوئ.
(بهشتی زیور).


 د خپل مسلمان ورور د سلام جواب په ډیره ښه توګه سره ورکړئ.
 (بهشتی زیور).


تر څو مو توان کېږي، له خلکو سره احسان او ښیکڼه کوئ .
(بهشتي زیور).


 له خپل مسلمان ورور سره د رحم او شفقت له مخي معامله کوئ .
(بهشتي زيور).


 د خپل مسلمان ورور عذر ومنئ.
 (بهشتي زيور).


کله چي ناروغ سي پوښتني ته یې ورسئ .
(بهشتی زیور).


د خپل مسلمان ورور بلنه ومنئ. 
(بهشتي زيور).


کله چي هغه درسره څه احسان او ښیګڼه وکړي تروتاسي ورسره احسان او ښګڼه وکړئ.
 (بهشتی زیور).


تل باید یو د بل خیر غوښتونکي اوسئ.
 (بهشتی زیور).


پخپل منځ کي په نرمي او خوش اخلاقي خبري کوئ.
(بهشتي زیور).


که پر هغه څوک ظلم او تیری کوي تو دفاع یې وکړئ او که دی پر بل چا ظلم کوي نو منع  یې کړئ .
(بهشتی زیور).


 له هغه سره محبت کوئ دښمني مه ورسره کوئ .
(بهشتي زیور ).


 خپل مسلمان ورور مه رسوا کوئ. 
(بهشتي زیور).


 څه شي چي د ځان لپاره خو ښوي د بل چا لپاره يې هم خوښ کړئ.
 (بهشتي ز يور).


که د څه مشکل له امله ورسره خپه یاست او تر درې، ورځي زیات ورسره خبري مه بند وئ .
( بهشتي زیور).


 پر چا بد ګومان مه کوئ. 
(بهشتي زیور).


 پر کوچنیانو رحم کوي او د لویانو احترام او درناوی کوئ.
(بهشتي زیور).


که دوه مسلمانان پخپل منځ کي سره خپه وي او تاسي يي، په منځ کي صلحه وکړئ .
(بهشتي زېور).


 د خپل مسلمان ورور غیبت مه کوئ.
 (بهشتي زیور).


 يو مسلمان باید د بل مسلمان خوښي د ځان خوښي وګڼي  او په خوښ او خوشحاله او د هغه غم او مشکل د ځان غم اومشکل و گڼي او په خپه سي، همدارنګه باید په دواړو حالاتو کي ورسره گډون او مرسته وکړي .
(آداب الصالحين).


 ښه او غوره مسلمان هغه څوک دئ، چي بل مسلمان یې د لاس او ژبي له شر څخه محفوظ وي .
(زاد الطالبين).


که څوک درسره بد وکړي نو تاسي د هغو بد و په بدله کي بدمه ورسره کوئ بلکي له احسان، نیکی او بخښي څخه کار واخلئ.
(اداب الصالحين).


 له خپل مسلمان ورور سره د تواضع او عاجزۍ له مخي ژوند وکړئ، له تكبر او لويي کولو څخه ځان وژغوري .
(آداب الصالحين).


 کوم کسان چې متکبرين لویې کوونکی دئ له هغو څخه لیري اوسئ .
(آداب الصالحين).


له چغلي کولو څخه ځان وژ غورئ.
 (آداب الصالحين).


 له هر چا سره مو دښمني  او دوستي باید د الله (ج) لپاره وي یعني کوم کسان چي نیک، صالح او پرهیزگار دي له هغوی سره مینه او تعلق وساتئ او کوم کسان چي فاجر فاسق او د ناوړه کارونو مرتکب وي له هغوي سره دوستي او تعلق مه ساتئ.
 (آداب الصالحين).


  که سایل او سوال کوونکي درته راسي او څه در څخه وغواړي نو تاسي مه په خپه کېږئ بلکي د خپل توان سره سم ورسره مرسته وکړئ، کنه نو بد رد مه ورته وایاست .

(کتاب الاداب).


 تر څو چي مو توان کېږي له چا څخه د څه شي غوښتنه مه کوئ.
(كتاب الاداب).


 کله چي مسلمان ورور در څخه قرض وغواړي نو قرض ورکړئ.
(كتاب الاداب).


په غیر مناسبه او ناوړه ټو که کول، څوک له بل چا سره په جنگ اخته کول، غیبت کول، درواغ ويل ټول په شریعت کي منع دي ځان ترې وژغورئ .
(کتاب الاداب).


ماخذ :په اسلام کي ټولنیز اداب.


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته