تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ما بهائیت پرېښود او په اسلام مشرفه سوم!!!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 9, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عبدالبها، او سنی نوم یې محمدعُمر (ازبکستان)


د اسلام پر ضد په هره زمانه کي کفارو په ځانګړې ډول سره یهودو او صلیبیانو هر ډول توطئې جوړې کړي، پلان کړي او د عملي کېدو کوښښونه يې کړیدي؛ د دوی یواځنی موخه داده چې د اسلام مبارک دین د ځمکی له مخه څخه ختم کړي، ددې لپاره يې په زرهاوو مرتدینو ته هم په تېر وخت کي او هم اوسمهال پوره مال او دولت ورکړ سوی دي، د هغو تر شا درېدلي، هغوی يې په بشپړ ډول سره حمایه کړی او حمایه کوي يې، او  اسلامي ټولنې ته یې رالېږلي دي اور اليږي يې؛ چې د دوی يو مشترک پلان داسی دی چې خلک د مسلمانانو په نومونو تعبیروي په ظاهره او په اصل کې دوی خپل كفري، الحادي، او د شرک نه د ډکو مفکورو او عقيدو خورجین په لاس ورکوي ؛ تر څو مسلمانان و غولوي، دوی د اسلام د حق دین څخه متنفر او مرتد کړي، او د دوی دا ارمان به د قیامت تر ورځې پوری پوره نسي داځکه د کائناتو پنځونکی ستر څښتن تعالی جل جلاله ددې دین ذمه اخېستې ده. 


یهودو او صلیبیانو ددې لپاره يې په مختلفو وختو کې مختلفې ډلې پیدا کړی دي چې زه اوس پر ټولو رڼا نسم اچولای؛ چې ددې ډلو څخه يې يوه ډله چې ډېر مسلمانان ورباندي خبر نه دي د (بهائیت) ډله ده چې دا نوی مسلمان سوی ازبکستانی ځوان ددې ډلي څه کفري عقاید و موږ او تاسو ته بیانوي دا لاندی ليکنه دده خپله ليکنه ده۔


زما پیدایښت د ایران به مشهد ښار کې سویدي او زه ډېر وړوکی وم چې زما پلار او مور و ازبکستان ته راغلل د تعلیم په لومړیو وختونو کي زه په يوه مکتب کي وم چې هغه د اغاخان د خیریه مؤسسې لخوا تعمیر سوی او تأسیس سوی ؤ، او ددې مکتب هر څه په همدې مؤسسې پورې اړه درلوده نو ځکه د دوی تر مستقيم نظارت لاندې وو، او ویل یې چې موږ اغاخاني مسلمانان يو، زه ډېر وړوکی وم چې راته ویل کېدل به، چي اغاخان خدای دی،(العياذ بالله)، کله به يې ويل چي دی د خدای استاځی دی (العياذ بالله)، خو زه په دې نه پوهېدم چې خدای څه  شی دی؟ څه کوي؟ او کله به مې له ځانه سره ويل چي څه چي اغاخان خدای دی ؟!! کله چي زه و پنځم ټولګی ته راغلم نو هلته آهسته آهسته د پېغمبر، استاځی، ملایکې، پېرانانو، خدای، الهی کتاب او داسی نورو مذهبي اصطلاحاتو سره اشنا سوم؛ کله چې د شوروي اتحاد کفر او الحاد کمبله له دې سیمو څخه ټوله سوه، چي ډېر هیوادونه پکښي راځي لکه ازبکستان، تاجکتسان، ترکمنستان او داسی نور نو تر ټولو لومړی ایران خپل فعالیت په چټکی سره پیل کړ، چې بیا آغاخانيانو هم ځانونه راورسول، او له دې سره سره د ایران څخه و يوې بلې ډلې چې ځان يې هم مسلمانان بلل د (بهائیانو) په نامه سره هم راغلل او فعالیت یې پیل کړ چي په لسم او نهم ټولګی کې زموږ یو ښوو نکی په هم هغه مکتب کي بهائی وو؛ د دوی او د اغاخانيانو عقائد، نظریات او مذهبي مراسم او تشریفات ډېر سره ورته او نژدې وه، خو دې استاذ څه نور شیان راته ویل چې زه به د دوی عقاید یو څه چي زما په یاد کې دي، او یا هغه کتابونه چې دوی و موږ ته راکړی وه، د هغو  څخه غورچاڼ کړم او وه به يې ليكم ؛ خوشبختانه موږ یو استاد په همدې مکتب کي درلودی چې زموږ د تاریخ استاد وو، زموږ سره يې ډېره مینه درلوده، او موږ ته هم د خپل پلار څخه هم راتېر وو، خو متاسفانه په همدې مکتب کې د دوو میاشتو څخه ورسته هغه له دې مکتب څخه وشړل سو  هغه استاد بیا په يوه دولتي مکتب کې دنده تر سره کوله ؛ د هغه استاد څخه به .ما پوښتنه کوله چې د روسانو څخه مخکي زموږ تاریخ څنګه وو؟، نو کله به یی څه راته وویل او کله به یې راته ویل چې کور ته راسه او هلته به ورغلم او ده به راته ښکلی تاریخ بیانوه، يوه ورځ مي ورڅخه پوښتنه وکړل چي د روسانو د يرغل څخه مخکي دلته کوم مذهب وو؟ هغه راته وویل چې دا ځای ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان د علم مرکز وو، دلته به ټولو علماوو درسونه کول دلته په زرهاوو مدرسې وې، دلته يواځې د سني مذهب وو، حضرت امام بخاری رحمة الله عليه
حضرت امام ترمذی رحمه الله علیه او نور لوړ شخصیتونه د همدې سیمو خلک وه، چي د مدرسو او مساجد و آثار يې اوس هم شتون لري؟ زه يقينا ورڅخه اغېزمن سوم او په دې تکل کي سوم چې د آغاخانیانو او بهائیان و مذهب پرېږدم او و هغه مذهب ته ولاړ سم چې واقعي او حقه لاره ده او ټول ددې سیمی سلف پر هغه لاره تللي دي، چي زما د تاریخ استاد زما په دې نظر سره ډېر خوښ سو او زه يې نور هم تشویق کړم؛ دې استاد ډېر اسلامي کتابونه راته راکړل چي ددې کتابو د لوستلو څخه وروسته و دې نتیجې ته ورسېدم چې دا ټول پر غلطه روان دي دا ځکه آغاخان وايي چې زه خدای او یا کله وایی چې زد خدای استاځی یم، او میرزا حیسن بها وايي چي زه خدای يم؛ زه په دې ورته حيران يم دوی هم زما په شان څښاک، خوراک، ناسته او ولاړه کوي نو دوی څنګه خدایان دي ؟؟؟ دا دواړې ډلې د عیسایانو په پوره مرسته سره چلیږي او د دوی لپاره کارکوي اغاخانيان په پاکستان په ازبکستان، ترکمنستان او نورو هیوادو کي پوره فعالیت او شعبې لري او بهائیان زیات په ایران او دروس څخه په ازاد سوو .جمهوریتونو کي فعالیت لري دوی يو د بله سره مرسته هم کوي چي دا ټولې هلې ځلې د کفر او الحاد دسیسې دي او ټول مسلمانان باید ورسره پوه سي ، په خبر اوسي او ورسره بیداره سي.


زه د اسلام د ښه مطالعې څخه وروسته سنی مسلمان سوم او د واحد لاشریک خدای جل جلاله سره مي وعده وکړل چي زه به خپل په ټول ژوند کي د اسلام چوپړ کوم چې دا زما لپاره افتخار دی او کوښښ به وکړم چې د بهائیت كفري عقاید په مجلو، ورځپاڼو او پر انټرنیټ باندي خپرې کړم او و هر مسلمان ته دا توصیه او غوښتنه ورڅخه کوم چي و خپلو سیمه ایزو ژبو ته يې و ژباړي او دا زما لیکنه خپره کړي تر څو اول بې مثله الله جل جلاله و ماته ثواب راکړي او دوهم داچي دغه مسلمان د ثواب وړ وګرځي او دریم داچي ددې کفري عقیدې مخه به ونيول سي تر څول ددې ډلې نفوذ کم او یا هم له رېښو څخه ويستل سي.


د بهائیت څه منحوسي او کفري عقيدې:


١. میرزا حسین په لومړي ځل د مهدي دعوه وکړه، له  دې څخه وروسته يې د  پېغمبرۍ دعوه وکړه او په اخر کې يې د خدایي دعوه وکړه، چي اوس دوی خدای ورته وایي۔ (نعوذ باالله )


٢. میرزا حسین پخپل کتاب کي وایي چې که يو څوک خدای ویني نو ما دي وویني او که يو څوک د خدای جمال ویني نو زما و جمال ته دي و ګوري - (نعوذ باالله)


٣. د بهائيانو عقیده داده چي میرزا حسین تر ټولو پېغمبرانو او رسولانو غوره دی (نعوذ باالله )


۴. د میرزا حسین په کتاب (کتاب اقدس) کي راغلي دي چې دا کتاب د قرآن ناسخ دی (نعوذ باالله )


۵. بهائیان وایي چې د ښځو حجاب حرام دی، متعه (لنډ مهاله نکاح) روا بولي (نعوذ بالله )


 ۶  . د دوی په عقيده په ټولنه کي ښځه د ټولو مشتر که ده - (نعوذ بالله )


۷. میرزا حسین وایي چي زما په راتګ سره اسلام منسوخه سو - (نعوذ باالله )


۸.  دوی وایي چي لمونځ په جماعت سره حرام دی، ماسوا د جنازې د لمانځه څخه - (نعوذ باالله )


۹. ټولې هغه ښځې چي په اسلام کي حرام کړل سویدی هغه په دوی کي حلالې دي (نعوذ بالله )


۱۰. د دوی په عقیده هر سروز او موسیقی اورېدل روا دي (نعوذ باالله )


۱۱. اسلام د نورو دينونو قوانين نسی منسوخ کولای او هر مذهب درست دی، لکه  هندویزم، بودیزم او ---- (نعوذ باالله )


۱۲.د اسلام د خپرولو لپاره و جهاد او جګړې ته هیڅ اړتیا نسته - (نعوذ بالله )


۱۳. امر بالمعروف او نهی عن المنکر نسته (نعوذ باالله )


۱۴. په حقوقو کې نر او ښځه دواړه سره مساوي دي او هيڅ توپیر نلري۔


۱۵. سړی دا حق لري چې يواځی یوه ښځه په نکاح کي، د يوې څخه زیاتې ښځې په نکاح کول حرامي دي (نعوذ بالله )


۱۶. دوی په دې عقیده دي چي دا دنیا همېشنی ده او نه ختميږي - (نعوذبا الله )


۱۷. په دوی کي (۱۹) عدد مقدس دی له همدې کبله دوی د کال میاشتې (۱۹) بولي او هره میاشت (۱۹) ورځې بولي.


۱۸. دوی وايي چي بودا، کنفیو سیوس، براهما او زردشت واقعا پېغمبران وه - (نعوذبا الله )


۱۹. دوی د پېغمبرانو عليهم الصلوة والسلام د معجزو، د پېریانانو، د ملائیكو، دوږخ او جنت څخه منکر دي (نعوذ بالله )


۲۰. د قیامت ورځ نشته او دا هسی خوشی خبرې دي (نعوذ بالله )


۲۱. میرزا حسین د خلکو ګناهونه معافوي(نعوذ بالله )


دا د بهائیت څه منحوسې او کفري عقايد دي، کېدای سي چي ډېر مسلمانان تر اوسه په دې باندي خبر نه وي. زما څه ملګري سته چي اوس پوره کوښښ کوي چي ددې ډلې په اړه پوره معلومات راټول او د انټرنیټ له لارې يې خپاره کړي.

ماخذ : ما ولی اسلام قبول کړ ؟؟؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته