تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کې د ټولنیز نظام اساس.
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په اسلام کې د ټولنیز نظام اساس اسلامی عقیده ده ،ځکه چې له هر انسان څخه غوښتل شوی چې دغه عقیده ولری او باید په ژوندکی خپل مرکزیت وپیژنی،همدارنګه هغه غرض وپیژنې دکوم غرض د پاره چی پیداشوی دي، انسان په طبیعی توګه اجتماعی دی، نوڅرګنده خبره ده چی اسلامی عقیده هغه ته ددغه ټولني،او هغه نظام چی ځان لپاره یي غوره کوی متوجه ده،بل داچی دټولني دبقا او نظام دپاره  اسلامي عقیده  لازمه ده ،اوضروري ده  څو افراد باید ددغه عقیدي په رڼا کي د منظم ټولي په څیر کار وکړي ،پدی باندی دا مرتب کیږی چې هرهغه څوک چې له ځان سره دغه عقیده لري او خپل دین ئی ګڼی او په غوښتنه یې د ټولني د بقا غرضونه سرته رسوي که دغه کس دهر جنس ،نوع ،رنګ، ژبی ، اقلیم اوکسب خاوند هم وي خوپه ټولو باندی اسلامی عقیده غوره او اوچته ده ترڅو بشری ټولنه رامنځ ته شي.


 رومانیانو،فارسیانو،یونانیانو او عربانو د اسلام وړاندی خپلی ټولنې د جنس قبیلي نطفي او اقلیم باندی بناء کړې وي او په همدغه اساس باندی ډیر باطل شیان بناء وو، کله چې اسلام ظهور وکړو د بشریت په ژوند کې یې تغیر راوست او د ټولني اساس یي د انسان کرامت ،او اهل کار ته دکار سپارلوپه بنسټ کیښود.


ځکه چې د بشریت کرامت اصل پوری  اړه لري او دغه حقیقت دخلکو په نسبونو،جنسونو باندی نه شي پټیدلای ځکه چې ټول جنسیتونه دیوې ونې د ښاخونو په شان دي نو ځکه الله تعالی په همدی هکله ارشادکړی [يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ]
ژباړه: «ای خلکو‌(تل) وویریږی د رب  څخه هغه (رب) چې پیدا کړی یاست تاسی له یونفس څخه(چي آدم علیه السلام دی).» 


او همدارنګه په حدیث شریف کې هم راغلی دی چې رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمائیلی دی (النَّاسُ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ)
ژباړه:«ټول انسانان د آدم ـ علیه السلام ـ اولاده ده، او آدم ـ علیه السلام ـ د خاوری څخه دی.»


د بشری ټولني دپاره اقلیم اساس نیول معنی نه لري ځکه الله تعالی ځمکه دخلکو لپاره پیدا کړي ده، نو همدغه ځمکه ددوی اقلیم او وطن دي او ددوی په منځ کي دغوراوي اساس نشي کیدای الله تعالی پدی اړه داسي ارشاد فرمايلئ دی [وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ]
ژباړه: او ځمکه غوړولي او ټیټه کړی الله تعالی د خلکو لپاره.


همدارنګه جنس، قبیله او نطفه یو هم د بشری ټولنی لپاره اساس نه شي کیدای ځکه ددی هریو ساحه پراخه نده ډیره تنګه ساحه لری،خو د اسلامي عقیدی ساحه ډیره پراخه ده او هرڅوک چي د هری قبیلی او نژاد څخه وی کولای شي ځان ددغه ملت یوه برخه او وګړی وشمیری او که اسلامي عقیده ونه مني نو اسلامي ټولنه ئې هم هغه وخت پدی شرط قبلوی چې دغه ټولنی ته د خپل دوستی اعلاان وکړی او د ذمیت د لاری ددغه نظام تابع شي،په دغه حالت کې غیر مسلمان خلک په دغه فکرې ټولنه کې د امن ځای موندلای شې او خپل ځان،مال او ناموس له حمایت سره دخپلو خاصو او عامو حقوقو څخه چی اسلامي ورته ټاکلي دي خوند اخستلای شي .

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته