تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه د پرون ترانه وم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 23, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زه د پرون ترانه وم


زه د پرون سندره وم. هغه سندره چي تاسو به هره ورځ د نژدې بڼ د بلبلانو له خولې اورېدم. راته به غوږ غوږ واست. زماله اورېدولو به مو خوند اخيست. همدرانګه زه د پرون تنکى ګلاب وم. هغه ګلاب چي تاسو به په پګړۍ او اوربلونو کي ټوبلم. زما په ليدلو به مو سترګي خونکي سوې او د ښکلولو تلوسه به مو وکړه.


مګر نن چي زه د بلبلانو له خولې ولوېدم، د زمانې په ګردونو کي ستاسو له سترګو فنا سوم. داسي مو هېرکړم لکه د پرون هغه تاند ځلمى چي د وطن د لاري له غازيانو سره يې يو ځاى په سنګر کي ساوخته. نن يې نه چا قبر وموند او نه يې په کومه فرتمينه غونډه کي چا يا د تازه کړ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته