تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خبري په ثبوت کي دليل ته ګوره!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 22, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د خبري په ثبوت کي دليل ته ګوره! 


عن علي رضي الله عنه قال: لا تنظر إلى من قال، وانظر إلى ما قال.[کنزالعمال ۴۴۲۱۸]


ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايي: خبري کوونکي ته مه ګوره بلکي خبري ته يې وګوره.


توضيح: يعني چي کله د چا څخه يوه خبره اورې د سړي شخصيت ته مه ګوره؛ بلکي خبري ته يې وګوره چي څنګه خبره ده؟ د قرآن، حديث، ثابتي اجماع او سالم قياس سره برابره ده او که نده برابره؟ څوک چي د قرآن، حديث او شرعي اصولو په چوکاټ کي د ننه مدللـه خبره درته کوي، دی که خپله هر ډول وي خو خبره يې درسته او سمه ده ورسره يې ومنه او څوک چي د شرعي اصولو پر خلاف خبره درته کوي، دده شخصيت چي هر څومره درته قابل اعتماد وي؛ خو خبره يې تر هغه وخته ورسره مه منه تر څو يې درته شرعي دليل نه وي ويلی او چي څوک درته صحيح او سم دليل وړاندي کړي بيا يې خبره ورسره ومنه که څه هم ستا د طبيعت پر خلاف وي او يا دي هم تر اوسه پوري د بل چا څخه نه وي اورېدلې ځکه حق، حق دی په هره ذريعه او هره لاره باندي چي سړي ته معلوم سي او دا هم مسلمه او منل سوې خبره ده چي شرعي اصول څلور دانې دي، قرآن، حديث، اجماع او قياس، ددغو اصول پر بنسټ او د سلف صالحينو د فهم پر اساس چي د کومي خبري اثبات وسي هغه قابل قبول ده کنه نو د هر سړي په خبره او په هر فاسد قياس او تخمين باندي هيڅه خبره نسي ثابتېدلای.


عن علي رضي الله عنه قال: لا تعرف الحق بالرجال اعرف الحق تعرف أهله.[إحياء علوم الدين]


ژباړه: د حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت دی چي ده وفرمایل: حق په خلګو باندي مه پېژنه، ته حق وپېژنه اهل حق خپله پېژنې.


يعني د حق په پېژندلو کي صرف شخصيت او هويت ته مه کوره بلکي دليل او د خبري لاسوند ته وګوره که خبره حق وه ورسره ويې منه او چي کله دي حق وپېژندی اهل حق خپله پېژنې.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته