تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ خلکو ته د نصیحت کولو لپاره باید
  تعلیم الاسلام
  April 22, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(نهمه برخه)


خلکو ته د نصیحت کولو لپاره باید هر وخت غنیمت وګڼل سي


رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلکو ته د نصیحت کولو له پاره هر وخت او هر ځای غنیمت ګڼئ، کله چي به موقع په لاس ورغلله، خلک به یې د الله جل جلاله دین ته رابلل.


په بازار کي به یې دوی د هغه څه په اړه چي له الله جل جلاله سره یې دي، ترغیب او هڅول او په لاره به یې خپل معبود دوی ته ور په یاداوه.
یوه ورځ یې ابن عباس رضی الله عنه له ځان سره پر مرکب سپور کړی وو، پر نیمه لار یې هغه ته مخ ور وګرځاوه، مخکي له دې چي فرصت ضایع سي وویل: "اې ځوانه! زه تاته څو خبري در زده کوم: الله جل جلاله راضي وساته، ترڅو ستا ساتنه وکړي، الله جل جلاله راضي وساته، هغه به په خپل مخ کي ووینې، که څه دي غوښتل، له الله جل جلاله یې وغواړه او که مرسته غواړې، نو له الله جل جلاله څخه یې وغواړه."


بل وار یې معاذ بن جبل رضی الله عنه له ځان سره پر مرکب سپور کړ، په نیمايي لاره کي یې هغه ته وویل:" اې معاذه! آیا پوهېږې پر بندګانو د الله جل جلاله حق څه دی او بندګان پر الله جل جلاله څه حق لري؟ پر بند‌ګانو د الله تعالی حق دادی چي یوازي د هغه عبادت وکړي او له هغه سره شریک و نه نیسي او پر الله جل جلاله بیا د بندګانو حق دادی، هر چا چي له هغه سره شریک نه دی نیولی، هغه ته به عذاب ور نه کړي." بلکي له قبرونو سره د خلکو راټولېدل به یې هم د دوی له پاره د لارښووني په خاطر غنیمت باله.


امام احمد له برا بن عازب رضی الله عنه څخه روایت کړی چي ویلي یې دي: په داسي حال کي چي د الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، ناڅاپه یې یوه ډله ولیدله، نو وې ویل:" دوی د څه له پاره راټول شوي دي؟"


وې ویل: غواړي قبر وکیندي.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم اندېښمن سو او په تلوار هغه لوري ته ولاړی، قبر ته چي ورسېدی، ترڅنګ یې کښېناستی.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوازي لویانو ته توجه نه کوله، بلکي کوچنیانو، لویانو، غلامانو او آزادو کسانو ته یې په یوه اندازه توجه او پاملرنه وه.
بخاري شریف روایت کړی پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر سو، چي یو تنکی یهود ځوان د ناروغۍ پر بستر پروت دی، انس رضی الله عنه ته یې وویل: راځه د هغه لیدلو ته ورسو، کله چي یاد تنکي ځوان ته ورغلل، هغه یې په داسي حال کي د ناروغۍ پر بستر ولیدی چي پلار یې هم تر څنګ وو.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: "فلانیه! ووایه: لا اله الا الله" تنکي ځوان د خپل پلار لوري ته وکتل، پلار یې څه و نه ویل. پیغمبر صلی الله علیه وسلم بیا خبره تکرار کړله، تنکي ځوان بیا د پلار لوري ته وکتل. پلار یې وویل: د ابو القاسم صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړه او خبره یې ومنه.


تنکي ځوان وویل: شاهدي ادا کوم چي له الله جل جلاله پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نه دي او ته د الله جل جلاله پیغمبر ئې.


د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څېره له خوشحالۍ وځلېدله، وروسته پورته سو او په داسي حال کي بهر سو چي ویل یې: "الحمد لله! چي هغه یې زما په سبب له اوره وژغورئ."


که لږ فکر وکړو، یو تنکی ځوان چي نه یې مال درلودی او نه قبیله، په داسي حال کي چي د مرګ پر بستر هم پروت وو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دغه وجود په اسلام راوړلو خوشحاله کېږي، ځکه چي د دوږخ له اوره یې نجات حاصل کړی دئ.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته