تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د جمعې لمونځ څو رکعته دئ او څنګه کيږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۰۰۷)
 

سوال: که د جمعې مبارکي د ورځي د لمانځه په باره کي راته پوره معلومات راکړئ لکه د سنتونو او فرضو او نورو؟


 جواب: حامداً و مصلياً
د جمعې لمونځ فرض عين دى منکر يې کافر دى په دليل د آيات حديث او اجماعت  دامت سره، فرائض ، سنتيات او مستحبات د جمعې ډېر دي  دلته ئې مفصل بيان کيږي، مقدار د لمانځه د فرضو او سنتو ئې دا ډول دى، اول څلور رکعته سنت کيږي، وروسته تر سنتو بيا دوي خطبې ويل کيږي، پس له دې دوه رکعته فرض د جمعې لمونځ کيږيو پس له فرضو څلور رکعته سنت کيږي په يوه سلام باندي وروسته بيا دوه رکعته سنت کيږي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وَأَمَّا السُّنَّةُ فَالْحَدِيثُ الْمَشْهُورُ وَهُوَ مَا رُوِيَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ { إنَّ اللَّهَ تَعَالَى فَرَضَ عَلَيْكُمْ الْجُمُعَةَ فِي مَقَامِي هَذَا ، فِي يَوْمِي هَذَا ، فِي شَهْرِي هَذَا ، فِي سَنَتِي هَذِهِ فَمَنْ تَرَكَهَا فِي حَيَاتِي أَوْ بَعْدَ مَمَاتِي اسْتِخْفَافًا. وَرُوِيَ عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : { مَنْ تَرَكَ ثَلَاثَ جُمَعٍ تَهَاوُنًا طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قَلْبِهِ وَمِثْلُ هَذَا الْوَعِيدِ لَا يَلْحَقُ إلَّا بِتَرْكِ الْفَرْضِ وَعَلَيْهِ إجْمَاعُ الْأُمَّةِ .


بدائع الصنائع: ج١: ص٢٥٦- ٢٦٩ پوري. هکذا في فقه الاسلامي ج٢، ص٢٥٩- ٢٧١، وايضاً جاء في درالمختار: ج١، ص٥٨٩.
(٢):وكان ابن مسعود يصلي قبل الجمعة أربع ركعات، وبعدها أربع ركعات... و اقل السنة بعد الجمعة رکعتان لانه صلى الله عليه وسلم کان يصلي بعد الجمعه رکعتين، واکثر السنة بعدها ست رکعات لقول ابن عمر کان صلى الله عليه وسلم يفعله. الفقه الاسلامي: ج٢، ص٣٠٦.


جواب: مولوي رفيع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني  و مولوي سيدعبدالباريس
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته